د «تعلیم الاسلام» کتاب د سیالۍ پايلي

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۲۷
image

د «تعلیم الاسلام» کتاب د سیالۍ پايلي اعلان او ممتازو محصلانو ته، په یوې ستره غونډه کښي ارزښتمندي جايزې ورکول سوې

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت په هڅو، د تعلیم الاسلام کتاب د سیالۍ نتايج په یوې ستره غونډه کښي اعلان او ممتازو محصلانو ته بېلابېلي تحفې ورکول سوې، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د افغانستان د اسلامي امارت د ستري محکمې قضايي مرستيال محترم شیخ القرآن و الحديث مولوي نور الله منير صاحب، د کندهار ولايت د دباندنیو چارو رئیس محترم الحاج شیخ مولوي فضل الحق شاکر صاحب، د کندهار د ابراهیم النخعي (رح) جامعې رئیس محترم قاضي عبدالصادق غزنوي صاحب، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس محترم مولوي انعام الله سمنګاني صاحب، د کندهار د عدليې رياست رئیس محترم شیخ مولوي عبدالوارث صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدماتو او همږغۍ رئیس محترم قاضي کلیم الله محمدي صاحب، د کندهار پوهنتون محترم مرستيالان، د پوهنځيو رئيسان صاحبان، محترم استادان، د آمریتو ښاغلي آمران او قدرمن مدیران او زرونه (زرګونه) محصلان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کي د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال محترم مولوي نوراحمد ایوبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه، وروسته ئې د یادي سیالۍ جُزيات شريک کړل، چي په خبره ئې؛ په دې سیالۍ کي له ۷۰۰ څخه ډېرو محصلانو ګډون کړی وو، چي ۱۰۰ پوښتني ور ته جوړي سوې وې، چي پکښي تشریحي او څلور جوابه برخي شاملي وې؛ وروسته یوې ټاکل سوي کمېټې د ټولو محصلانو پوښتنپاڼي په وکتلې او د لا زیات شفافیت د تأمین په موخه دوهم ځل هم وارزول سوې؛ تر څو د پايلو په بهیر کي بشپړ عدالت او روڼتیا یقیني سي؛ له همدې امله ټولو محصلانو ته ډاډ ورکول کيږي، چي د پايلو په اعلان کي پوره شفافیت سوی دئ؛ هغه محصلان، چي زیار ئې کښلی دئ، نن به د خپلو خواریو پایله وویني او هغه محصلان، چي پاته راغلي دي؛ ‌باید هيڅکله ناهیلې نه سي؛ ځکه په راتلونکي کي به ورته نوري دا ډول سیالۍ هم جوړي سي؛ نو ځانونه دي ښه ور ته چمتو کړي او  په پای کښي ټولو ممتازو محصلانو ته د زړه له کومي مبارکي وایم.

وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وويل: الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د اسلامي شریعت د زده ‌کړي هیلي یو ځل بیا پیاوړي سوي دي؛ که څه هم کفارو ډېري هڅي وکړې، چي افغانان د اسلام او نبوي سنتو څخه لېري وساتي؛ خو د الله تعالی په نصرت او د افغانانو د قربانیو په برکت په دې برخه کښي بریالي نه سول؛ نن دا دئ، ټول ئې ليدلای سي، چي زموږ محصلان د تعلیم الاسلام کتاب په ډېري لېوالتيا سره زده کوي او په پراخه کچه په دیني سیالیو کي ګډون کوي؛ همدارنګه د اسلامي شریعت هغه احکام او مسائل چي ۱۴۰۰ کاله مخکي وضع سوي دي؛ نن هم په هماغه اصلي بڼه زده کيږي، تکراريږي او عملي کيږي، چي دا یو ستر ویاړ او د افتخار ځای دئ؛ محصلانو ته هم دا په کار ده، چي د الله تعالی جل جلاله شکر ادا کړي، چي داسي مشران لري، چي د دنیوي پرمختګ ترڅنګ د اُخروي بریا او اسلامي روزني له پاره هم توجه کوي، د تېر شل کلن اشغال پر مهال که څه هم کفارو د افغانانو پر فکر او ذهنیت پراخ فکري جنګ شروع کړې وو؛ خو الحمدلله د اسلام سره د افغانانو مینه او تړاو هيڅکله کم نه سو او هيڅ ځواک ئې د ختمولو توان نه درلود.
په وروستيو کي شیخ صاحب، د دې سیالۍ د تنظیم په برخه کي له ټولو زیار ایستونکو استادانو او اړوندو مسئولانو څخه مننه وکړه، چي دا علمي او تشویقي غونډ‌ه ئې په ښه ډول چمتو کړې وه.

وروسته د غونډي په جریان کي د افغانستان د اسلامي امارت د ستري محکمې قضايي مرستيال محترم شیخ القرآن و الحديث مولوي نور الله منير صاحب، د کندهار د دباندنیو چارو رئیس محترم الحاج شیخ مولوي فضل الحق شاکر صاحب، د کندهار د ابراهیم النخعي (رح) جامعې رئیس محترم قاضي عبدالصادق غزنوي صاحب او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس محترم مولوي انعام الله سمنګاني صاحب محصلانو ته هر اړخیزي ویناوي وکړې، چي په ترڅ کي ئې د علم پر ارزښت، د زده‌کړو پر اهمیت او د یو باهدفه ژوند پر اړتیا مفصلي خبري وکړې؛ قدرمنو ویناوالو محصلان وهڅول، چي د خپل وخت او ځوانۍ له ارزښتناکو شېبو څخه اغېزمنه او سمه استفاده وکړي، خپل تمرکز پر زده‌کړو وکړي او له بې‌ ځایه بوختیاوو، په ځانګړي ډول د ټیلیفون له ناسم او زیات استعمال څخه ډډه وکړي؛ همدارنګه ئې له محصلانو څخه وغوښتل، چي باید د عصري علومو تر څنګ له دیني زده‌کړو سره خپله مینه لا زیاته کړي، ځانونه په علمي او فکري لحاظ پیاوړی کړي؛ د ټولني د اصلاح او خدمت له پاره چمتو واوسي او محصلان ئې دې ته هم وهڅول، چي د مسئولیت، تعهد او اخلاص په روحیه سره د هيواد د پرمختګ او ثبات له پاره خپله ونډه واخلي.

په وروستیو کي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدماتو او همږغۍ رئیس محترم قاضي کلیم الله محمدي صاحب وویل: د خوښۍ ځای دئ، چي نن موږ د «تعلیم الاسلام» کتاب سیالۍ د پايلو په غونډه کي راټول سوي یو؛ دا ډول سیالۍ محصلان هڅوي، چي خپله فکري وده لوړه کړي او د علم د ترویج لامل ګرځي؛ «تعلیم الاسلام» هغه کتاب دئ، چي د اسلامي عقیدې ترڅنګ د شریعت اساسي احکام په واضح او ساده ډول بیانوي؛ نو محصلانو هغه څه چي مو په دې کتاب کي زده کړي دي؛ باید عملي ئې کړی او د خپل ژوند برخه ئې وګرځوئ؛ موږ پوره هڅه کوو، چي ستاسي د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ د ظرفیت لوړوني، عملي کار او فکري روزني ته هم پام وکړو؛ په پای کښي د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه کوو، چي د داسي علمي سیالیو په تنظیم کي ئې هڅه او زیار ایستلی دئ.

د ویناوو تر بشپړېدو وروسته د سیالۍ د پایلو اعلان وسو، چي پکښي د انجنيري پوهنځي محصل ښاغلی عبدالمجید د ۸۷.۱۰ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ. هغه ته د هڅوني په موخه نوی ۲۰۲۶ ماډل جاپانی سېونټي موټرسایکل په انعام کښي ورکړل سو؛ ورپسې نورو ممتازو محصلانو ته، چي شمېر ئې ۳۳ ته رسېدئ، بېلابېلي جايزې ورکړل سوې، چي پکښي بايسېکلونه، د لوړ معیار کمپیوټرونه،iPad  او نوري تحفې شاملي وې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۴