کیفیت د تضمین د ېوولسو معیارو د پوهاوي او د یادو معیارو د تطبیق او ارزوني د پېژندني سیمینار دائر سو
د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتوند مسلکي پرمختيايي مرکز او د کيفيت د تضمين آمريت د ګډ پلان پر اساس، په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي د کندهار پوهنتون د علمي کهول غړو ته د کیفیت د تضمین د ېوولسو معیارو د پوهاوي او د یادو معیارو د تطبیق او ارزوني د پېژندني ورکشاپ دائر سو.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد په دولتي او شخصي پوهنتونو کښي د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروسه، د پوهنتونو د غښتلتیا او لا ګړنديتوب له پاره ډېره مهمه وبلله او زياته ئې کړه، چي د یادي پروسې نظارت او څارنه لا هم نور شفافیت ته لاره هواره یي، او هم مسئولان خپلو مسئولیتو ته متوجې کوي.
وروسته ښاغلي زاهد د کیفیت د تضمین ېوولس معیارونه (رسالت او ستراتيژي، په ټولنه کښي د پوهنتونو رول، حکومتولي او رهبري، مالي او اداري سرچينې، علمي پروګرامونه، څېړنه، استادان او پوهنځي غړي، د محصلانو تجربې، د کیفیت تضمين او ارتقا، کتابتون او معلوماتي سرچينې، تدریس او معلوماتي ټېکنالوژي او تفريحي امکانات) تشریح او په اړه ئې معلومات وړاندي کړل، چي په خبره ئې دا هغه معيارونه دي، چي پوهنتونونه خپلو ټاکلو هدفو ته په رسېدلای سي؛ د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول.
د سیمينار په وروستيو کښي، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د کیفیت د لوړاوي د ١١ اصلي او ٤٧ فرعي معیارو تطبیق د پوهنتونو د پرمختګ له پار مهم یاد کړل او د یادو معيارو د تطبیق په برخه کښي ئې، د استادانو ونډه مهمه وبلله؛ همداراز شېخ صاحب وويل: اوس ښه زمینه برابره ده، له دې فُرصت څخه ګټه واخلئ، محصلان په دیني او عصري علومو ښه سمبال کړئ، د محصلانو ذهنیت لا ښه جوړ کړئ، د اسلام، هیواد او آزادۍ په خوند او ګټو ئې پوه کړئ؛ تر څو همدا ځوانان د اسلام، هیواد او نظام د ساتني، پرمختګ او دوام له پاره کار وکړي او هم د نورو هیوادو سیالان جوړ سي. هغه و ټولو ګډونوالو ته د بشپړي همکارۍ ډاد ورکړ.