د ټولو پوهنځيو له رئیسانو سره د معرفت او همږغۍ ناسته وسوه
د ټولو پوهنځيو له رئیسانو سره د معرفت او همږغۍ ناسته وسوه
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون رئيس ښاغلي شيخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي د ټولو پوهنځيو له رئیسانو سره د همږغۍ ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبري غړي او د ټولو پوهنځيو رئیسان حاضر ول.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په شروع کښي د پوهنتون رئيس محترم شيخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي ټولو استادانو ته د ښه راغلاست تر ويلو وروسته وویل: پوهنتون د علم او پوهي رؤڼا ده، زموږ او ستاسي هڅه باید دا يي، چي دې رؤڼا ته لا نور پرمختګ ورکړو او د کیفیت لوړاوي ته ځانګړی پام وکړو؛ دا یوازي د یوه کس مسئولیت نه دئ؛ دا د پوهنتون د ټولو مسئولانو، استادانو او کارکوونکو ګډ مسئولیت دئ؛ که هر څوک خپل ور سپارل سوی مسئولیت په ښه ډول، په اخلاص او احساس سره ترسره کړي؛ نو پوهنتون به حتمي پرمختګ کوي او خپلو موخو ته به رسیږو؛ مجاهدینو خو په خپلو قربانیو ملک په نظامي ډګر کښي آزاد کړ؛ خو اوس زموږ مسئولیت دئ، چي خپل ملک ته په علمي، سیاسي، څېړنیزو او د ټیکنالوژۍ په برخو کښي پرمختګ ورکړو او د نړۍ له پرمختللو ملکونو سره ئې د سیالۍ جوګه کړو.
دغه راز ښاغلي غزنوي صاحب، د کیفیت د لوړاوي په اړه وويل: قوي او اغېزمنه رهبري، د کیفیت د تضمین اصولو ته جدي پاملرنه، د محصلانو عملي زده کړو ته ځانګړې توجه، د استادانو علمي ظرفیت لوړول او د علمي څېړنو پیاوړتیا ده او دې نقطو به لا نوره توجه کوو.
وروسته د کیفيت د لوړاوي آمریت لخوا د کیفيت د تضمین اړوند پرېزنټېشن وړاندي سو او هم د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو خبري وکړې، نوي رئیس ته ئې ښه راغلاست ووایه، د پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه ئې خپل نظرونه، وړاندیزونه او تجربې ورسره شریکي کړې او د کیفیت د لوړاوي، د علمي فعالیتو د پراختیا، د استادانو او محصلانو د ظرفیت د لوړاوي او د پوهنتون د پرمختګ په برخه کښي ئې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ؛ او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ١٤٤٨/٢/۱۹
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت