په کندهار پوهنتون کښي درې ورځنی دیني سیمینار پیل سو

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۱۷

 

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخه، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د کندهار پوهنتون او د یاد ولایت د خصوصي (میرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا) پوهنتونو له پاره درې ورځنی دیني سیمینار پیل سو.

 

سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، په شروع کي، د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي صاحب، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې وويل: دا د خیر مجلس دئ او په داسي مجالسو کښي د الله تعالی برکت يي؛ کله چي داسي مجالسو ته راځو، په کار ده، چي د شیوخو کرامو بیانونه او لارښووني په پوره توجه واورو، پر خپلو عملي چارو ئې تطبیق کړو او خپل عملونه ورسره پرتله کړو. دغه راز ئې زياته کړه؛ محصلان زموږ او ستاسي له پاره امانت دي، هڅه مو باید دا يي، چي محصلان په ښه توګه وروزو او داسي کادرونه ټولني ته وړاندي کړو، چي سبا د مسلمانانو او خپل ملک د خدمت جوګه يي؛ کله چي پوهنتون ته راځو، باید زموږ اساسي هدف د علم خدمت، د محصلانو روزنه او د مسلمانانو او ټولني خدمت يي. وروسته ښاغلي غزنوي صاحب، د شریعت مطابق د صورت او سیرت جوړولو پر فضیلتو هم هر اړخیز بیان وکړ.

 

ورپسې د ملالۍ پوهنتون رئیس مولوي رحمت الله نیازي صاحب د داسي سیمینارو پر ارزښت، د استادانو پر مقام او مسئولیت، د فکري روزني پر اهمیت او د علم پر ارزښت خبري وکړې.

وروسته د کندهار ولایت د علماوو شورا مرستیال شیخ مولوي اختر محمد زعفراني صاحب د «د اسلامي او الحادي افکارو له نظره د ژوند او نېکمرغۍ د مانا پېژندنه» په نوم خپله موضوع په هر اړخیز ډول بیان کړه او په ځینو برخو کښي ئې استادانو ته لازمي سپارښتني وکړې.

 

دغه راز د کندهار امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست رئیس مفتي کریم الله فقیري صاحب بیا د «د پیغمبرانو علیهم السلام په سیرت کي بنیادي اصول او د هغو بېلابېل برداشتونه» په نوم خپله موضوع تشریح کړه او د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم د مبارکي ورځي په مناسبت ئې هم ګډونوالو ته بیان وکړ.

وروسته د اولي ورځي سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

ڼېټه: ۱۴۴۸/۳/۱۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت