مرکزي لابراتوار

د مرکزي لابراتوار  پېژندنه

په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار تر جوړېدو مخکي د محصلينو د علمي کچي د لوړولو په موخه عملي تجربې د پوهنځيو په وړو لابراتوارونو کي سرته رسېدلې. دغه کوچني لابراتوارونه د پوهنتون په ښوونه او روزنه او انجنيري پوهنځيو کي شتون درلود، چي د ظرفيت له مخي ډېر واړه او د زياتو محصلينو د ځايولو محدوديتونه په ټولو پوهنځيو کي موجود وه او د يوه پراخ لابراتوار د جوړېدو اړتيا ډېره احساسېدله.

چي په نتيجه کي د پوهنتون د ماسټرپلان سره سم  په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار د جوړېدو کار په ۱۳۹۰هـ ش کال (۲۰۱۱ عيسوي کال) کي د کاناډا هيواد په مالي مرسته داګري ټيم ادارې له لوري پيل او په ۱۳۹۱ هـ ش کال (۲۰۱۲ عيسوي کال)   کي ئې د جوړېدو ټولي چاري پای ته و رسېدلې او ګټي اخيستني ته اماده سو.

نوموړی لابراتوار په دوه پوړه کی ودان سوی او د لاندي اسانتياوو درلودونکی دی:

لومړی پوړ

  • سيول څانګه
  • هايدرالکس څانګه
  • انرژي څانګه
  • نوم ليکني يا رجسټر له پاره پراخه ساحه

دوهم پوړ

  • لابراتوار آمريت
  • کېميا څانګه
  • بيالوژي څانګه
  • فزيک څانګه
  • زېرمتون

پورتنۍ ذکر سوي ټولي څانګي په بشپړه توګه د کار له پاره چمتو او تر ډېره دبېلا بېلو پوهنځيو د کوچنيو لابراتوارونو څخه مسلکي سامانونه اړونده څانګو ته انتقال سوي دي.

لېرلېد

د کندهار پوهنتون  مرکزي لابراتوار به د افغانستان او سيمي په کچه يو نمونه لابراتوار وي ترڅو وټولني ته داسي مسلکي کادرونه په عملي برخه کښي وروزي چي د خپل مسلک اړوند ټولني ته د نړيوالو معيارونو سره سم خدمات وړاندي کړي.

رسالت

د کندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار د عملي نوښتونو، اقتصادي پرمختيا او ټولنيز پرمختګ له پاره يو کتلست دی.

مرکزي لابراتوار هڅه کوي چي د ټولني د سوکالۍ له پاره خاص تمرکز  پر علمي او مثمرو تجربو باندي وکړي.

موخي

  • په پوهنتون کي د عملي کارونو پياوړتيا.
  • د محصلانو استعداد لوړول  او د عملي  کار سره اشناکول.
  • د پوهنځيو د تد ريسي نصاب معيار په نظرکي نيول.
  • د پوهنځيو د عملي کارونو پياوړي کول او پراخول.
  • د محصلينو د عملي زده کړو معياري کول.
  • د  پوهنځيو په عملي ساحه کی دستونزوله منځه وړل.
  • ټول محصلين د نوي او عصري ماشين الاتو سره اشناکول.
  • د علمي قدرونو له پاره په تخصصي رشته کي لابراتواري اسانتياوي برابرول.
  • مرکزي لابراتوار هڅه کوي چي ټولي لابراتواري کړني په معياري توګه سرته ورسوي.
  • د کندهار د خلکو او پروژو عملي کار په معياري ډول سره په لابراتوار کي اجراء کول.
  • د محصلينو د اړتيا او ضرورت پر اساس لابراتواري لارښووني برابرول تر څو عملي علمي لاسته راوړني ولري.
  • محصلينو ته د زده کړي داسي چاپيريال رامنځ ته کول ترڅو د عملي کړنو رښتنې پوهه ترلاسه کړي او ځان ډاډمن، ژمن او د منلو وړ فارغ کړي.

مرکزي لابراتوار له تاسيس څخه تر اوسه پوري د هيواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په خورا سختو امنيتي،سياسي او اقتصادي شرايطو کي خپل کار ته دوام ورکړی او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو (ښووني او روزني او انجنيري) څخه په مختلفو برخو کي محصلين روزلي دي.