راډیو تخنیک د زده کړي یو میاشتنی ورکشاپ
د راډیو تخنیک د زده کړي یو میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي اړوند د رسنيو عملیاتي مرکز په آمريت کښي، د ياد پوهنځي د اول ټولګي (۶۷) محصلانو ته، د رسنیو د عملیاتي مرکز د راډيو تخنيک مدیر عتيق الله عادل د راډیو تخنیک د زده کړي ورکشاپ پای ته ورساوه.
په یاد ورکشاپ کي محصلانو ته د یوې مياشتي په موده کښي، په عملي توګه سره د راډیو تخنیک ټول د ضرورت وړ وسایل ور وپېژندل سول، د ثبت او ژوندۍ سټيدیوګانو د جوړښت، اړتیا او استفادې اړوند محصلانو ته لازمه زده کړه ورکول سوه، همدارنګه د مایکو، مکسرو، ټرانسمېټر، انتن په دندو او د هغوی په استعمال پوه کړل سول، د دې ترڅنګ د ژوندۍ سټيډیو په نشراتو عملاً پوه کړل سول، چي ژوندي نشرات څنګه کیږي؟ د میکسر د فیډرونو استعمال باید څنګه وسي؟ تر څو اورېدونکي پوه سي، چي تخنیک کار مسلکي شخص دئ، پلې لیست څنګه جوړیږي؟ د خپروني ثبت د لایف نشراتو څخه څنګه وسي؟ او تکرار ئې بیا تر ایډیټ وروسته څنګه نشر سي؟
همدارنګه په ثبت سټډیو کښي په ټولو محصلانو ږغونه ثبت سول او په دې پوه کړل سول، چي په اډاب اډېشن پروګرام کښي ږغ څنګه ثبتیږي، څنګه ایډيټ کیږي او تر ایډیټ وروسته بیا پلې لیسټ ته څنګه ور اضافه کیږي او نشریږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۸