د کندهار پوهنتون رئیس د مستشفی عمر تدریسي روغتون د ډاکټرانو او اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه
د کندهار پوهنتون رئیس د مستشفی عمر تدریسي روغتون د ډاکټرانو او اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه
د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي او د کندهار پوهنتون د دفتر آمر، د پوهنتون اړوند د مستشفی عمر تدریسي روغتون له ډاکټرانو او کارکوونکو سره وکتل؛ د بېلابېلو څانګو، فعالیتو، روغتیايي خدماتو او د ناروغانو د درملني له بهیر څخه ئې لیدنه وکړه.
په پیل کښي ښاغلي غزنوي د روغتون د ډاکټرانو او اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه؛ له هغوی څخه ئې د ترسره کړو هڅو او خدماتو له امله مننه وکړه؛ د ناروغانو د لا ښه خدمت پر اهمیت ئې ټینګار وکړ او د روغتون کارکوونکو ته ئې د هغوی د غوښتنو د منلو او د ستونزو د حل په برخه کښي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د همږغۍ تر ناستي وروسته ئې د روغتون د عاجلو خدماتو (ایمرجنسي)، جراحۍ، عمومي داخله، لابراتوار، غاښو، عملیات خوني (OT)، د جدي مراقبت څانګي (ICU)، کوچنیان وارډ او سترګو څانګي څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو فعالیتونه ئې له نږدې وکتل او د روغتون د کارو څخه ئې خپله خوښي وښودله.
دغه راز د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي د روغتون له بستر ناروغانو سره هم وکتل؛ د هغوی روغتیايي وضعیت ئې وپوښت او د درملني او روغتیايي خدماتو په اړه ئې د هغوی خبري واورېدې.
نېټه: ۱۴۴۸/۳/۲۴
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت