د کندهار پوهنتون د دوهم سمیسټر درسي بهیر

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
image

د کندهار پوهنتون د دوهم سمیسټر درسي بهیر په منظم ډول جريان لري

د (۱۴۰۴–۱۴۰۵ ل.) تحصیلي کال دوهم سمیسټر د روان کال د سلواغې (دلوي) میاشتي په ۱۵مه نېټه، د تېري چهارشنبې په ورځ، په رسمي ډول پیل سو او دا مهال د کندهار پوهنتون په ټولو پوهنځیو او څانګو کي درسونه په منظم او عادي ډول جریان لري.

د دوهم سمیسټر له پیل سره سم د درسي بهیر د سمون، دوام او کیفیت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د کندهار پوهنتون رئیس، محترم شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د کارکوونکو چارو د آمر محترم مولوي محمد اسماعيل سعادت صاحب په ملتيا د بېلابېلو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه، د استادانو او محصلانو د حاضریو څخه ئې کتنه وکړه او هم ئې د تدریسي بهیر د روان وضعیت ارزونه وکړه.
قدرمن شیخ صاحب، د استادانو او محصلانو له منظم حضور څخه خوښي وښودله او د پوهنځیو له رئيسانو صاحبانو څخه ئې وغوښتل، چي د درسي نظم، حاضریو او د تدریس کیفیت ته لا نور متوجه سي؛ ځکه درسو ته پر وخت راتګ، منظم ګډون او د علمي اصولو مراعات د پوهنتون د علمي پرمختګ بنسټ دئ.

د یادوني وړ ده، چي دوهم سمیسټر به د (۱۴۰۵ ل.) کال د چنګاښ میاشتي پر شپږمه نېټه خلاص سي.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۰