د کندهار ولايت د ابراهيم النخعي تخصصاتو جامعې د طالبانو د جذب له پاره آزموينه واخيستله سوه

د۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذی القعدې پر (۱۰مه) د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومی تالار کي د آزمويني ملي ادارې د کندهار ولايت د ابراهيم النخعي تخصصاتو جامعې د طالبانو د جذب له پاره ازموينه واخيستله.
د آزمويني تر پېل مخکي د علماء کرامو له پاره لارښود غونډه دائره سوه، چي پکښي د ازمويني ملي ادارې اداري او تخنيکي معاون م. رحيم الله حقاــ ني، د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ايوبي د آزمويني ملي ادارې د کمېټې غړو او استادانو ګډون درلود.
د غونډي په پېل کښي د ازمويني ملي ادارې اداري او تخنيکي معاون م. رحيم الله حقاــ ني د علم پر ارزښت خبري وکړې، هغه د دين حفاظت او د دين تطبيق د علماء کرامو او د نظام مسئوليت وباله؛ هغه په آزموينه کښي د طلباء ګډون وستايه، او هغوی ته ئې په امتحان کي د شفافيت ډاډ ورکړ.
د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم هم د طالبانو پر ګډون خوښي څرګنده کړه، او باامنه فضاء ئې د علمي پرمختګو له پاره ښه فرصت وباله؛
وروسته د آزمويني ملي ادارې د کمېټې غړو د امتحان له پاره ګدون کوونکو ته د آزمويني په هکله اړين او لازمي معلومات وړاندي کړل، او هغوی ته ئې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ.
هېره دي نه يي، چي د يادي آزمويني له پاره ۱۱۰ کسانو نوم ليکنه کړي وه، چي تر آزمويني وروسته به کامياب اشخاص د کندهار ولايت د ابراهيم النخعي د تخصصاتو په جامعه کي خپل تحصيل ته ادامه ورکړي.