The Message of Kandahar University’s Chancellor

Kandahar University, established in 1990-1369 under the auspices of the Ministry of Higher Education, holds a prominent position among the five distinguished universities. Located in the former capital and current political and cultural hub of Kandahar, it also monitors the academic and administrative affairs of five provincial universities: Kandahar, Helmand, Oruzgan, Zabul, and Daikundi.

Kandahar University aspires to emerge as a leading institution in various scientific disciplines, providing exceptional education and conducting groundbreaking research for the betterment and advancement of society. Under the leadership of a dedicated, experienced, and proficient leadership team, Kandahar University strives to establish itself as a reputable and esteemed global institution.

Shekh Moulavi Abullrahman tuiabi

Voice Chancller

د (املاء اُصول) په نوم ورکشاپ کښي دوهمه برخه وړاندي سوه

kdru_admin
Thu, Nov 16 2023 10:03 AM
/

د چهار شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د رسنیو مرکز د غونډو په تالار کښي، د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر او د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانگي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د (د املاء اُصول) په نامه، په پېل کړي پنځلس ورځني ورکشاپ کښي، دوهمه برخه وړاندي کړه.

 

په پېل کښي، پوهنمل عطاء الله محمدي د پښتو ژبي پر تاریخي مخینه بحث وکړ، چي په خبره ئې پښتو ژبه ېوه له هندو – اروپايي ژبو څخه ده او ډېر لرغونى تاريخ لري؛ هغه زياته کړه، چي پښتو د سانسکرېټ او اويستا خور ده او له آريک څخه زېږېدلې ده. ورپسې ئې د املاء په دوهمه برخه پېل وکړ او په هغې کښې د نارينه او ښځينه، ضمير او فعل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بېلابېل معلومات سره له بېلګو وړاندي کړل او په ګډونوالو ئې په يادو موضوعاتو کښي عملي کار وکړ.

 

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

 

پنج شنبه:۱۴۴۵/۴/۳۰

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت