د کندهار پوهنتون رئېس: استادان باید د تدریس ترڅنګ، د محصلانو فکري او مسلکي روزني ته لا هم ښه پام وکړي
د کندهار پوهنتون په مسجد کي، د نوي سیمیسټر د پېل په اړه د ټولو پوهنځيو له استادانو سره د همږغۍ غونډه وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د رهبرۍ غړي، د پوهنځي رئېسان او ټول استادان حاضر ول.
یاده غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وې (وه ئې) ویل، چي د تېر سمیسټر پر مهال مو د ټولو پوهنځیو څخه څار او ارزونه وکړه، الحمدلله پوهنتون د علمي او اداري پیاوړتیا په لور روان دئ او تر ډېره پوري د پوهنتون په ټولو برخو کي پوره همږغي رامېنځ ته سوې. وروسته ښاغلي مشک عالمزي د استادانو د حاضرۍ پر لا ډېر کنټرول، د HEMIS څخه پر استفادې او په ځینو نورو علمي برخو کي استادانو ته سپارښتني وکړې.
ورپسې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور انجینېر کمال الدین کمال، د علمي څېړنو اړوند معلومات وړاندي کړل، د علمي څېړنو په برخه کي، د استادانو د ظرفيت لوړونه، په کندهار پوهنتون کي د نړۍوال کنفرانس دائرول او د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو نړۍوال ژورنال جوړېدل خپلي علمي لاس ته راوړني وبللې او خپل راتلونکي پلانونه ئې له ګډونوالو سره شریک کړل.
وروسته د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي د محصلانو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وکړې، د محصلانو د حاضریو پر کنټرول ئې ټینګار وکړ او وروسته ئې محصلانو ته د آسانتیاؤ پر برابرولو خپلي لاسته راوړني او راتلونکي پلانونه له استادانو سره شریک کړل.
په پای کي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي د تېر سیمیسټر د نهايي آزمویني د نظم او شفافیت په تړاو د ټولو استادانو څخه ډېره مننه وکړه، چي د اُصولو او قوانینو د لا ښه مطابق ئې آزمویني واخیستلې او په ډېر اخلاص ئې د محصلانو د آزمویني په نظم او شفافیت راوستلو کښي هلي ځلي وکړې، هغه زياته کړه، چي الحمدلله د تېر سیمیسټر په نهايي آزموینه کي تر اوسه هیڅ محصل شکایت نه دئ کړی او دا، دا مانا لري، چي الحمدلله په پوهنتون کښي پوره همږغي، ېووالی، نظم او پرمختګ رامېنځ ته سوی او پوهنتون ورځ تر بلي د پرمختګ په حال کښي دئ.
ښاغلي طیبي په خپلو خبرو کي د الله جلجلاله، رسول صلى الله عليه وسلم او د وخت د امیر پر اطاعت او پیروي هر اړخیزه رؤڼا واچوله او وې ویل؛ د دې نظام پرمختګ او بریالیتوب په اطاعت او پیروي کي دئ؛ نو موږ ټولو ته په کار دا ده؛ تر څو د مشرانو د پرېکړو اطاعت لا نور وکړو او دغه راز په خپلو مېنځو کي هر کله ېووالی او همږغي ولرو. هغه وویل؛ چي استادان د ټولني د فکري رهبرانو په توګه مسئولیت لري او باید د خپل تدریس ترڅنګ، د محصلانو فکري، اخلاقي او مسلکي روزني ته هم پام وکړي.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېته: ۱۴۰۳/۱۱/۱۵