د علامه حبيبي کتابتون لنډه پېژندنه

علامه حبيبي  کتابتون  چي په ١٣٧١ لمريز کال کي تاسيس سوئ  دى  تر اوسه  د ستونزمنو شرايط په  درلودلو  سره   بېلابېل پړاوونه  طى  کړيدي  چي  فعلاً   ئې  بويه سارئ  د  سيمي په سطحه  لږ برېښي . دا کتابتون له پيله  تر دې  دمه  د لاندي مديرانو  تر مديريت  لاندي  رهبري سوئ  او  لا  مخ په  وړاندي ځي  . 

  1. محمد داؤد
  2. عبدالله
  3. استاد زمريالى تڼى
  4. استاد قدرت الله (نظري)
  5. استاد شهزاد ګل
  6. استاد سيداحمد (قانع)
  7. استاد محمد نسيم (رسولي )
  8. استاد نوراحمد (سعادت) په سرپرست ډول
  9. استاد نوراحمد (قران مل)

دا کتابتون  د تشکيل  له مخي  څلور عمده برخي لري .

  • عمومي مديريت
  • ريفرنس مديريت
  • تنظيم مديريت
  • توزيع مديريت

دپورته  تشکيل  تر څنګ   د افغانستان  پېژندني ، کارت  توزيع  او  څارني  څانګي  هم  لري  چي  په تشکيل  درسمي  کېدو  له  پاره  به  دکتابتون  اداره  دراتلونکي له پاره  لاس  په  کار سي .  

ليرليد :

په  ملي  او نړيواله  کچه  د علمي څېړنيزو اثارو او اسانتياؤ له پاره  چوپړ .

رسالت :

د کندهار پوهنتون  د استادانو ، محصلانو او کارکوونکو  له پاره  د نړۍ  د پرمختللي  کانګريس او نړيوال انټرنيټي سيسټم  (KOHA) په  معياري خدمتونو  سره  څېړني ، مطالعې او بريښنايي اسانتيا وړ زمينه  مهيا کول .

اهداف :

  • د علمي او څېړنيزو سرچينو را ټول او د لوستونکو  په واک  کي  ورکول .
  • د استادانو او محصلانو علمي سطحه لوړول .
  • کندهار پوهنتون  له  نړيوالو  معيارونو  سره  برابرول .
  • په  علمي  ډګر کي افغان  ولس  له  پاره  چوپړ  .