د حقوقو پوهنځی لنډه پيژندنه:
کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په (۱۳۹۲ل.) کال د دوو تحصلي څانګو (قضا او څارنوالي او اداري او ډیپلوماسي) په لرلو سره تاسيس کړ.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي (۱۰) تنه رسمي استادان لري، چي له دې جملې څخه ئې دوه تنه استادان ماسټران او پنځه تنه د ماسټرۍ په زده کړه بوخت دي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي (۴۶۰) تنه محصلان لري، چي له دې جملې څخه (۴۴۷) تنه نارينه او (۱۳) تنه ښځينه دي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه په لومړۍ دوره کي (۶۵) تنه محصلان په (۱۳۹۶ل.)کال کي فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول، چي یوه پکښي ښځينه وه.
لیرلید:
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی به د سیاسي، اداري، عدلي او قضایي کادرونو په روزولو کي د هیواد په کچه نوموتې پوهنځی وي.
رسالت:
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هڅه کوي، چي د عصري ټکنالوژۍ په مټ د معیاري اکاډمیک چاپیریال په برابرولو سره ټولني ته په سیاسي، اداري، عدلي او قضایي برخو کي وړ کادرونه وړاندي کړي.
اساسي ارزښتونه:
- د اسلام د حقوقي نظام او وضعي قوانینو پېژندنه
- اصول او ضوابط
- اخلاص او عدالت
- روڼتیا او کره توب
- اصول او عمل
- وړتیا او محاسبه
موخی:
- ټولني ته په سیاسي، اداري، عدلي او قضايی برخو کي ژمن کادرونه وړاندي کول.
- په ملي کچي په حقوقي او سیاسي برخو کي د خدماتو ترسره کول.
- په هیواد کي د حقوقي او اداري برخو پیاوړتیا.
- له ملي، سیمه ایزو او نړیوالو پوهنتونونو، څیړنیزو مرکزونو او همدارنګه دولتي او غیر دولتي موسساتو سره هر اړخیزي اړیکي جوړول او په یادو برخو کي د مرستو جلبول.
- په دیپلوماټیکي برخو کي وړ کادرونه روزل.
- په ملي کچي په سیاسي، اداري، عدلی او قضائي برخو کي د تشو د ډکولو په موخه کادرونه روزل.
- د ملت د ارادو د تحقيق په موخه وړ ممثلین روزل.