د حقوقو او سياسي علومو پوهنځۍ تاریخچه او پيژندنه

په ۱۳۹۲ل کال کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اساسي پوهنځی په توګه په فعاليت پيل وکړ، دا پوهنځی په سويل ختيځ زون کي په دولتي کچه د حقوقي او سياسي علومو د مسلکي او تخصصي روزني لومړنی مرکز و، تر دې مهاله پدې زون کي ددې علومو په برخه کي په دولتي کچه د مسلکي زده کړو لپاره پوهنځی نه وه. کله چي دې پوهنځی په فعاليت پيل وکړ، د يو شمېر علمي او اکاډميکو کادرونو په ملتيا يې د کانکور له لاري په سلګونو محصلان جذب کړل او د تحصیلي فعاليتونو چټکتيا يې پيل کړه.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د نوي نصاب او کریکولم مطابق دوې څانګي لري (حقوق، سياسي علوم او نړيوالي اړيکي)، کله چي دا پوهنځی تاسيس سوه، نو لومړنی څانګي يې (اداره او ډيپلوماسي او قضا او څارنوالي) وې، خو د ۱۳۹۸ کال څخه وروسته د محصلانو د مسلکي او تخصصي روزني لپاره نوی کريکولم جوړ سو چې ورسره سم د څانګو نوم هم په کریکولم کې تغیر سوی وو، ددې کريکولم له مخي به محصلان د سمستر له پيل څخه په تخصصي څانګو کي روزل کېږي، نو ځکه اوس ددې پوهنځی ځانګي نوي سوې او محصلان د لومړني سمستر څخه د تخصصي روزني په موخه درسي بهير پيلوي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی له تأسيس څخه تر اوسه پوري د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزني له پاره په  خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل مسو‌ليت په پرله پسې توګه پر مخ وړی او تر دې مهاله (۱۴۰۲) پوري ئې په ۲ څانګو  او (   ۷  ) دورو کي د لیسانس په درجه (۶۹۱) فارغ التحصیل محصلین ټولنې ته وړاندې کړي دي او دې کار په سويل ختيځ زون کي خپل اغېز ثابت کړی دی. له همدې کبله دا پوهنځی د خپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان له مخي اوږد مهاله موخي لري، تر څو د مسلکي او علمي کادرونو په روزنه کي د ټولني په پرمختګ کي ونډه واخلي او د هيواد په کچه د پرمختګ په روان بهير کي خپل اغېز ثابت کړي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی له تاسيس څخه وروسته خپل کارونه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د رسمي او تائيد سوي کريکولم له مخي پيل کړي دي، خو وروسته پدې کريکولم کي د ښکېلو اړخونو (محصلانو، علمي کادرونو، فارغانو، کارفرمايانو او اړونده سکتورونو) د نظر سنجۍ له مخي بدلونونه راغلي دي، پدې پوهنځی کي د علمي کادرونو روزل د کار د مارکيټ د اړتيا له مخي کېږي، له همدې کبله ددې پوهنځی څخه فارغه محصلان تر دې مهاله د کار په مارکيټ کي د پام وړ ځای لري، د هېواد په کچه په ځآنګړې توګه د سويل ختيځ زون اداري اړتياوي يې تر ډېره بريده پوره کړي دي. اوسمهال ددې پوهنځی فارغان او روزل سوي مسلکي او تخصصي کادرونه د هيواد په بېلابېلو برخو کي په دندو بوخت دي، نه يوازي د افغانستان حکومتي اداري جوړښتونو ته يې لاره پيدا کړې، بلکي د نړيوالو او سيمه ييزو مؤسسو سره په ملي او نړيوالو بستونو کي په کارونو بوخت دي. همدارنګه ددې پوهنځی د کمي او کيفي اغېزمنتيا له مخي په ادارو کي ظرفيتونه لوړ سوي دي، کاري وړتياوي زياتي سوې دي، په عدلي او قضايې برخو کي د مسلکي روش له مخي په ټولنه کي عدالت ته د لاسرسي پروسه چټکه سوېده.

اوسمهال د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځی کې (۲۹۰ )په شاوخوا کښي محصلان  او  (۱۲) تنه برحاله مسلکي او مجرب علمي کادري غړي، اداري مامورين او خدماتي کارکوونکي موجود دي، چي ۸۵٪ يې ماسټر استادان دي. په دې پوهنځی کي هر ټولګی يو لارښود استاد لري چي د همدې استادانو لخوا د خپلو زده کړيالانو سره منظمي جلسې کېږي. همدارنګه د هرې څانګې د شورا له لاري د څانګو مديريت کېږي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استادانو په لس ګونو څېړنيزي مقالې په ملي مجلو او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کي نشر کړي دي.

 

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د جوړيدو ضرورت او اهميت

د لوي کندهار عدلي، قضايي ، سیاسي او اداري ارګانونه د مسلکي او تخصصي کادرنو له کمښت سره لاس او ګریوان دي. د دې تر څنګ اوږدمهاله کرغيړني جګړې په مختلفو بعدونو کي ددې سیمې د عامو خلګو ژوند د ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. په اړونده برخو کي د دي سيمي د خلګو د ستونزو او مشکلاتو د لیري کولو په موخه و کار پوه کادرونو ته یوه ضروري غوښتنه وه. د دې غوښتني د ليري کولو او خلګو ته د عدلي، قضايي، سیاسی او اداري  ارګانونو  له لوري د ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه د محلي کادرونو شتون ډير اړين دی. پورته ضرورتونو او اړيتاوو ته په کتو د حقوقو او سیاسي علومو  پوهنځي په کندهار ښار کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي تاسیس سول.

لرليد Vision:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی به د سیاسي، اداري، عدلي او قضایي کادرونو په روزلو کې د هیواد په کچه نوموتی پوهنځی وي.

رسالت:

د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی هځه کوي، چې د عصري ټیکنالوژی په مټ د معیاري اکاډمیک چاپیریال په برابرولو  سره ټولنې ته په سیاسي، اداري، عدلي او قضایي برخو کې وړ کادرونه وړاندې کړي.

ارزښتونه:

1.            اصول او ضوابط ؛

2.            - اخلاص او عدالت؛

3.            - روڼتیا او کره توب؛

4.            - اصول او عمل؛

5.             - وړتیا او محاسبه.

موخې (Goals):

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د هیواد د مشرتابه د فرامینو،  د نافذه قوانينو، د ملکي لوړو زده کړو قانون، د لوړو زده کړو د مقرراتو، لوايحو او کړنلارو، د کندهار پوهنتون د ستراتيژيک پلان او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ستراتيژيک پلان له مخي پوهنځي خپلې موخې لري:

موخي

  • ټولني ته په حقوقي، اداري او سیاسي برخو کي ژمن کادرونه وړاندي کول؛
  • په ملي کچه په حقوقي او سیاسي برخو کي خدمات ترسره کول؛
  • په هیواد کي د حقوقي او اداري برخو پياوړتیا؛
  • له ملي، سیمه ایزو او نړیوالو پوهنتونونو، څېړنیزو او حقوقي مرکزونو او همدارنګه د دولتي او غیر دولتي مؤسساتو سره هر اړخیزي اړیکي او په یادو برخو کي د مرستو جلبول؛
  • په ډیپلوماټیکو برخو کي وړ کادرونه روزل؛
  • په ملي کچه په حقوقي اداري او سیاسي ساحو کي د تشو د ډکولو په موخه کادرونه روزل؛
  • د نړيوالو معيارونو له مخي د تدريسي معيارونو او تدريسي بهير لوړول؛
  • د حکومت او ټولني لپاره د بهترينو رهبرانو، مديرانو او مسلکي حقوقي کادرونو وړاندي کول؛