د ژبو او ادبياتو پوهنځی

د ژبو او ادبياتو پوهنځى، چي د کندهار پوهنتون په جنوبي برخه کي موقعیت لري د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي  په (١٣٩٣ل.) کال تأسيس سوی دئ.

دا پوهنځی په یوه نوې درې پوړیزه ودانۍ کي جوړه سوی دئ، چي شپږ غټي، اته منځنۍ او ځلور کوچنۍ درسي خوني لري. درېیم پوړ ئې د اداري کارونو له پاره ځانګړی سوی دئ، چي د پوهنځی ریاست، تدریسي مدیریت، د څېړنو کاري ځای، د کیفیت د تضمین کاري ځای، کتابتون، د غونډو تالار، د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه او د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه په کي شتون لري.

د تشکیل له مخي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی رئیس، مرستیال، تدریسي مدیر، اجرائیه مدیر او اجیران لري. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د لومړي ځل له پاره دوې څانګي پرانستلې، چي یوه د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه او بله د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه ده.

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه شپږ علمي کادري غړي لري، چي په هغو کي دوو تنو  د ماسټرۍ پروګرامونه بشپړ کړي دي او درې نور غړي ئې اوسمهال په خپلو مسلکي برخو کي یو دننه په هیواد او  دوه نور ئې له هیواد دباندي (په هندوستان او ایران کي) د ماسټرۍ پروګرامونه پر مخ بیائې.

د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه هم شپږ تنه استادان لري، چي درې تنه استادان اوس د ماسټرۍ په پروګرامونو لګیا دي، چي یو استاد په هیواد کي دننه او دوه نور استادان له هیواد دباندي (په هندوستان کي) خپلي زده کړي مخته وړي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د کندهار پوهنتون د نورو پوهنځیو په شان په ټولو عمومي او فرعي کمېټو کي غړیتوب لرئ د بېلګي په ډول د پوهنتون پر رهبري شورا او علمي شورا سربېره دکیفیت د ارتقأ، څېړنو، نشراتو، نصاب، نظم او ډسپلین او معنوي ارزښتونو، ملي او نړۍ والو اړېکو، جنډر، ، ممتازو محصلانو او همدارنګه د چاپېریال ساتني او زرغونتیا په کمېټو کي غړیتوب لري.

په ستراتیژیک ډول، یاد پوهنځی پلان لري، چي په راتلونکي کي نه یوازي د ملي ژبو او ادبیاتو څانګي جوړي کړي بلکي د بین المللي ژبو او ادبیاتو څانګي هم لکه د عربي، هندي چینائې، جرمني، فرانسوي او هسپانوي جوړي کړي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پلان لري، چي د ژبي یو پرمختللي لابراتوار هم ولري تر څو د څېړنيزو کړنو او د تدریس ـ زده کړيیزو موخو له پاره وکارول سي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی هڅه کوي تر څو په پرمختللي تکنالوژي سمبال ټولګي د ژبو د محصلانو له پاره چمتو کړي.

په اکاډیمیک ډول،  د پوهنځي د مسلکي پراختیا او ظرفیت لوړوني په برخه کي ټول استادان او  اداري کارمندان هڅه کوي، چي د ماسټري پروګرامونه د دوکتورا تر کچي پوري په هیواد کي دننه یا دباندي بشپړ کړي .

اوسمهال، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پنځه سوه دوه نوي محصلان په دوو موجوده څانګو کي خپلي زده کړي پرمخ وړي او  یاد پوهنځی د څلور کالو په موده (اته سمسټرونو) کي د لوړو زده کړو د وزارت د کريډيټ سیسټم پر اساس د معیاري تدریسي نصاب په پلي کولو سره د لیسانس په کچه فارغین ورکوي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی دواړو څانګو  د (۱۲۵) تنو نارینه او ښځینه محصلانو لومړۍ فراغت غونډه به په (۱۳۹۷ل) کال تر سره سي.

 

 

لېرلید:

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی به د هیواد په کچه د بېلا بېلو ژبو  او ادبیاتو د زده کړي کور وي.

 رسالت:

  • په ملي او نړۍ والو بېلا بېلو ژبو او ادبیاتو کي ادیبان، لیکوالان، کره کتونکي، شنونکي،  ویونکي، ژباړونکي، پنځوونکي او څېړونکي روزل.
  • خپلي ملي ژبي را ژوندي کول او د خپلو ادبیاتو د احیأ زمینه برابرول.
  •  د هیواد د کلتور او فولکلور د ساتني په اړه عامه پوهاوی رامنځته کول.
  • د ملي ژبو د معیاري کولو له پاره هڅه کول.

موخي:

  1. په ملي او نړۍ والو ژبو او ادبیاتو کي د ویناوالو، لوستوالو او لیکوالانو د روزني زمینه برابرول.
  2. د هیواد په کچه د څېړونکو، ادیبانو او روڼ آندو ځوانانو روزل.
  3. د هیواد په کچه د علمي، ژبني او ادبي اثارو شنونکي روزل.
  4. ټولني ته علمي، ادبي او کلتوري کره کتونکي وړاندي کول.
  5. د کتابتوني او ساحوي څېړنو په مرسته ملي ژبي او ادبیات غني کول.

بنسټيز ارزښتونه:

  1. اسلامي، ملي او انساني اصولو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوى.
  2. د لوړو زده کړو لوايحو، مقرراتو او اصولو ته غاړه ایښودل.
  3. ډاډمن درسي او اداري چاپېریال رامنځته کول.
  4. معنوي ارزښتونو او نظم ته ترجیح ورکول.
  5. علمي او مسلکي معيار په نظر کي نيول.