پوهنتون پېژندنه

كندهارپوهنتون په(۱۳۶۹ل.- ۱۹۹۰م.)كال كي تاسيس سو او په ترتيب سره دكرهڼي پوهنځی (۱۳۶۹ل.)، طب پوهنځی (۱۳۷۲ل.)، انجنېري پوهنځی (۱۳۷۹ل.)، ښووني  روزني پوهنځی (۱۳۸۲ل.)، شرعياتو پوهنځی (۱۳۸۸ل.)، اقتصاد پوهنځی (۱۳۸۹ل.)، ژورناليزم پوهنځی (۱۳۹۱ل.)، دحقوقو او سیاسي علومو پوهنځی (۱۳۹۲ل.)، عامه اداره او پالیسي پوهنځی (۱۳۹۲ل.)، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی (۱۳۹۳ل.)، کمپیوټر ساینس پوهنځی (۱۳۹۳ل.) او ستوماتولوژي پوهنځی(۱۳۹۴ل.)  پكښي تاسيس او فعاله سول. دپوهنتون له تاسيس څخه تراوسه پوري ئې دهيواد دځوان نسل دسالمي روزني له پاره په خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل كار ته دوام ورکړى دئ او دمختلفو پوهنځيو (طب، انجنېري، کرهڼي، ښووني او روزني، شرعیاتو، اقتصاد او ژورنالیزم ) څخه ئې په مختلفو برخو كي فارغين وركړي دي. کندهار پوهنتون دجنوب لويديځ زون په سطحه دټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو دمؤسسو دڅارني مرکز دئ او همدا راز ئې په (۱۳۸۷ل.) کال کي لومړى فليال (څانګه) په هلمند کي، دوهم ئې په (۱۳۹۱ل.) كال کي په اروزګان کي او درېیم ئې په (۱۳۹۶ل.) کال کي په زابل کي پرانیستل.کندهار پوهنتون تر(۱۳۸۳ل.) کالپوري دخپلو تدريسي، اداري او ليلې دچارو دپرمخ بيولو له پاره ځانګړى ملکيت يا مځكه  نه درلوده او دکندهار ولايت مقام  په مرسته ئې، دکندهار ښار په مختلفو دولتي ودانيو کي خپلي تدريسي چاري پر مخ وړلې، ترڅو چي په (۱۳۸۳ل.) کال کي ئې اوسنۍ ساحې ته، چي دکندهار ښار په شمالي خوا، نهمه ناحيه کي دلوويالې پرغاړه  موقعيت لري، را انتقال سو. اوس مهال کندهار پوهنتون، دکرهڼيز فارم، کادري روغتون او دعينو مېني دمځکي په شمول ټوله (۳۵۰) هکتاره ملکيت لري.کندهارپوهنتون کرهڼيز فارم، کادري روغتون، مرکزي لابراتوار، عمومي کتابتون، دهوا پېژندني، کارموندني، معلوماتي تكنالوژۍ، رسنیو، څېړني، پاچا خان او انګليسي ژبي د زده کړي مرکزونه لري.پاچا خان علمي څېړنیز مرکز دهیواد په پوهنتونونو کي یوازینی بې جوړې مرکز دئ، چي دنه زور زیاتي(عدم تشدد) په اړه فعالیتونه ترسره کوي او په (۱۳۸۷ل.) کال کي تاسیس سوی دئ.د کارموندني مرکز(Career Center) دلومړي ځل له پاره په (۱۳۹۰ل.) کال کي دهېواد په سطحه، دکندهارپوهنتون په نوښت، دامريکا دمتحده ايالاتود بالسټېټ پوهنتون په مرسته جوړسو. ترڅو دپوهنتون دفارغو او برحاله محصلينو سره  دکار په موندلو، كاري ظرفيتونو او مسلكي مهارتونو په لوړولو كي مرسته وكړي او په دې برخه كي په ډېره لږه موده كي ډېري لاسته راوړني لري.کندهارپوهنتون، دافغانستان دملي پوهنتونونوله جملې څخه دئ، چي دهيواد د(۳۴) ولاياتو څخه تر(۱۰۰۰۰) زيات محصلین او د(۲۰) ولاياتو څخه (۵۵۸) استادان، اداري مامورين او خدماتي کارکوونکي لري.كندهارپوهنتون دهيواد په سطحه دلويو دولتي پوهنتونونو او په نړۍ واله سطحه دمعتبرو پوهنتونو سره علمي او تخنيكي اړيكي لري، لكه دآسيايي تكنالوژۍ انستيوت (AIT) او ماهيدول پوهنتون – تايلينډ، مالايا پوهنتون- مالېزيا، جانس هاپکنز(Johns Hopkins University)، پوردو پوهنتون او بال سټېټ پوهنتون – دامريكا متحده آيالات، هانګ دانګ پوهنتون -  جنوبي كوريا، دبُوخم پوهنتون او دبرلين تخنيكي پوهنتون – جرمني، (JNU) –هند، Santiago De Compostela پوهنتون- اسپانیا او دسيستان – بلوچستان پوهنتون او زابل پوهنتون – ايران. کندهار پوهنتون په خپل تشكيل كي تراوسه پوري (۱۲) پوهنځي لري، چي ددغو پوهنځيو څخه دښووني او رزوني، كرهڼي، اقتصاد او شرعياتو پوهنځيو كي دشپې څانګي هم لري او (۴۲) فارغ ورکوونکي څانګي لري.