د دولتي پوهنتونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو له پاره ديني ـ علمي سيمينار پېل سو

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي د دولتي پوهنتونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو له پاره دوه ورځنی ديني ـ علمي سيمينار پېل سو.
سیمینار د قران کريم په مبارکو اياتونو پېل سو.
په دې سیمینار کي د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دکتور لطف الله خيرخواه، د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون مرستيالانو، د کندهار جيدو علماء کرامو، د کندهار پوهنتون او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استادانو ګډون درلود.
د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه، او د علم پراهميت يې خبري وکړې.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دکتور لطف الله خېرخواه پر اسلامي ارزښتونو او د هغو پر ساتنه بحث وکړ.
د کندهار ولايت د والي مرستيال مولوي حيات الله مبارک د اسلامي نظام پر اهميت او د اسلامي امارت پر نظامي پرمختګونه خبري وکړې.
ورپسې د جنوب غرب زون د تميز محکمې رئېس شيخ مولوي سردارمحمد او د علماؤ شورا غړي شيخ مولوي محمد عمر خطابي د ټولني په جوړښت کي د ښه نيت او اخلاص د اغېز او ډولونو په اړه هر اړخيزي خبري وکړې او د ټولو اعمالو له پاره ئې د نيت اخلاص ضروري وباله.
د خرقې مطهرې د خدمت او پالني چارو رياست رئېس شيخ الحديث مولوي نظرمحمد افغاني بيا د اسلامي او عصري علومو پر اړتيا او اهميت او د اسلام او ايمان پر غوښتنو بحث وکړ.
د جامعې اسلاميې حکيميې مهتمم شيخ مولوي سيداحمد سعيد د جهاد پر حقيقت، ډولونو، اهميت او د مسلمانانو پر مادي او معنوي قوت بحث وکړ.
د سیمينار په ورستيو شېبو کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم بيا د مسلمانانو د امير د حقوقو او وجائبو په هکله خبري وکړې او د سیمينار اوله ورځ د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله.