د دولتي پوهنتونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو له پاره ديني ـ علمي سيمينار پېل سو

kdru_admin
Mon, Mar 13 2023 2:08 PM
/

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي د دولتي پوهنتونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو له پاره دوه ورځنی ديني ـ علمي سيمينار پېل سو.

سیمینار د قران کريم په مبارکو اياتونو پېل سو.

په دې سیمینار کي د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دکتور لطف الله خيرخواه، د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون مرستيالانو، د کندهار جيدو علماء کرامو، د کندهار پوهنتون او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استادانو ګډون درلود.

د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه، او د علم پراهميت يې خبري وکړې.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دکتور لطف الله خېرخواه پر اسلامي ارزښتونو او د هغو پر ساتنه بحث وکړ.

د کندهار ولايت د والي مرستيال مولوي حيات الله مبارک د اسلامي نظام پر اهميت او د اسلامي امارت پر نظامي پرمختګونه خبري وکړې.

ورپسې د جنوب غرب زون د تميز محکمې رئېس شيخ مولوي سردارمحمد او د علماؤ شورا غړي شيخ مولوي محمد عمر خطابي د ټولني په جوړښت کي د ښه نيت او اخلاص د اغېز او ډولونو په اړه هر اړخيزي خبري وکړې او د ټولو اعمالو له پاره ئې د نيت اخلاص ضروري وباله.

د خرقې مطهرې د خدمت او پالني چارو رياست رئېس  شيخ الحديث مولوي نظرمحمد افغاني بيا د اسلامي او عصري علومو پر اړتيا او اهميت او د اسلام او ايمان پر غوښتنو بحث وکړ.

د جامعې اسلاميې حکيميې مهتمم شيخ مولوي سيداحمد سعيد د جهاد پر حقيقت، ډولونو، اهميت او د مسلمانانو پر مادي او معنوي قوت بحث وکړ.

د سیمينار په ورستيو شېبو کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم  بيا د مسلمانانو د امير د حقوقو او وجائبو په هکله خبري وکړې او د سیمينار اوله ورځ د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله.

Latest news

Wed, Feb 07 2024 10:49 AM
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

Sun, Jan 07 2024 10:26 AM
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

Sat, Jan 06 2024 12:01 PM
Background image

د طب پوهنځي له محصلانو سره مشورتي غونډه وسوه

د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ؛ د طب پوهنځي د رهبرۍ غړو، استادانو او شپږم صنف ېوولسم سیمیسټر محصلانو سره د طب پوهنځي، د پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د غونډو. . .

BACK TO NEWS