د ښووني او روزني پوهنځي محصلانو ترمنځ د حسن قرائت سیالي وسوه

kdru_admin
Wed, Jan 17 2024 10:42 AM
د ښووني او روزني پوهنځي محصلانو ترمنځ د حسن قرائت سیالي وسوه

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د مسلکي پرمختیايي مرکز په همکاري، د همدې پوهنځي د بېلابېلو څانګو د (۳۹) محصلانو ترمنځ؛ د درې کسیزه هیئت په حضور کښي، د حسن قرائت سیالي وسوه، چي پکښي د دعوت او ارشاد آمر، د پوهنځیو استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو حاضر ول.

سیالي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ ورپسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي د قرآن کریم، حسن قرائت او تجوید پر اهمیت خبري وکړې.

وروسته د ښووني او روزني پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګي استاد او د هیئت غړي محمد تمیم عزیزي د یادي سیالۍ د جوړښت او ترتیب په اړه له ګډونوالو سره معلومات شريک کړل.

ورپسې سیالي پېله سوه، چي د ټولو قاریانو تر قرائت ویلو وروسته، لس غوره قرائت ویونکي اعلان او د ستاینلیکو ترڅنګ په بېلابېلو جایزو تشویق او وستایل سول.

مراسم د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

دو شنبه: ۱۴۴۵/۷/۴

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

Latest news

Mon, May 13 2024 3:20 PM
Background image

د (۱۴۰۲ل. او ۱۴۰۳ل.) نهایي آزمویني د سه شنبې په ورځ پېلیږي

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه.

ناسته چي د قرآن کریم د څو. . .

Mon, May 13 2024 3:02 PM
Background image

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو علمي سېر وکړ

د تېري پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو په موخه، د ميروېس نيکه زيارت او ملا حسن آخوند د. . .

Mon, May 13 2024 2:54 PM
Background image

د سیرت النبي ﷺ د سیالۍ پايلي د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې

د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت او د دعوت او دعوت ارشاد آمریت په همکاري، په ېوه شانداره غونډه کښي، د. . .

BACK TO NEWS