د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کښي د ټولو پوهنځیو محصلانو ته بیانونه وسول
د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کښي د ټولو پوهنځیو محصلانو ته بیانونه وسول
د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعالیتو په دوام، د شیوخو کرامو د درسو په لړۍ کښي، د تېرو څلورو ورځو په جریان کښي، د ټاکل سوي مهال وېش مطابق د سهار او ماپښین دورې د ټولو پوهنځیو زرونو محصلانو ته د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت» په نوم بیانونه وکړل
ياد بیانونه د ټاکل سوو پوهنځیو محصلانو ته د ټاکل سوي مهالوېش مطابق د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست سرپرست رئیس محترم مفتي رحمتالله طیب صاحب، د افغانستان اسلامي امارت د جهادي مدرسو رئیس محترم شیخ القرآن والحديث مولوي عبدالواحد طارق صاحب، د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مرستیال قدرمن شیخ الحدیث مولوي سید احمد سعید صاحب، د یاد ریاست د شيکایاتو اورېدلو مسئول محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالوارث حنفي صاحب او د طب پوهنځي محصلانو ته د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب لخوا وسول.
په بیانو کښي قدرمنو شیوخو کرامو د ټاکل سوي موضوع، چي د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت» وه، په اړه د قرآن کریم او احادیثو په رڼا کښي موضوعات وړاندي کړل او هم ئې د اسلامي ټولني په سمون کښي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر ونډي او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کښي د مسلمانانو پر مسئولیتو تفصیلي خبري وکړې؛ دغه راز هغوی محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي خپل ژوند، کړه وړه او علمي فعالیتونه د اسلامي شریعت سره نور هم سم کړي او د دیني او عصري علومو تر څنګ د خپلو اخلاقو، سیرت او شخصیت جوړوني ته لا نور پام وکړي.
د هر بيان په وروستيو کښي د ګډونوالو و پوښتنو ته جوابونه وويل سول او بيانونه د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېدل.
نېټه: ١٤٤٧/١٢/٤