د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر صاحب، د کندهار پوهنتون له محترمي رهبرۍ سره تر ناستي وروسته، په دوو جلا - جلا سترو غونډو کښي، ښاغلو استادانو، محترمو اداري کارمندانو او قدرمنو محصلانو ته ویناوي وکړې
د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر صاحب، د کندهار پوهنتون له محترمي رهبرۍ سره تر ناستي وروسته، په دوو جلا - جلا سترو غونډو کښي، ښاغلو استادانو، محترمو اداري کارمندانو او قدرمنو محصلانو ته ویناوي وکړې
د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار پوهنتون ته د رسمي سفر په ترڅ کښي، له محترمي رهبرۍ سره اول وکتل او تر کتلو وروسته ئې په دوو جلا - جلا سترو غونډو کښي، ښاغلو استادانو، محترمو اداري کارمندانو او قدرمنو محصلانو ته ویناوي وکړې، چي پر مهال ئې، د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون محترم مرستیالان، د ټولو پوهنځيو ښاغلي رئيسان او محترم مرستیالان، د مستشفی عمر تدریسي روغتون ښاغلي رئیس او محترم متخصص ډاکټران، د آمریتو قدرمن آمران او ټول اداري او خدماتي ښاغلي کارکوونکي او زرونه قدرمن محصلان حاضر ول.
کتنه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ته ښه راغلاست ووايه او خوښي ئې وښووله، چي هغه د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او چارو څخه لیدنه کوي او د پوهنتون له وضعیت څخه ځان خبروي؛ په همدې ترڅ کښي ښاغلي طیبي صاحب، د څو ورځو مخکي پېښي ته هم اشاره وکړه، چي په هغې کښي وحشي رژیم د افغانستان پر خاوره، په ځانګړي ډول د کونړ پر سید جمال الدین افغاني پوهنتون بمبار کړی وو، چي له امله ئې ځيني هيوادوال شهیدان او ټپیان سوي دي؛ هغه د یادي پېښي د شهیدانو له پاره په جنت کښي د لوړو درجو او د ټپیانو له پاره د عاجلي شِفا غوښتنه وکړه او محترم وزیر صاحب ته ئې د دې غمیزي په تړاو د تسلیت مراتب وړاندي کړل.
وروسته د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال محترم پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب په ۱۴۰۴ل. کال کښي د کندهار پوهنتون مهم پرمختګونه له قدرمن وزير صاحب سره شریک کړل او هم ئې د پوهنتون د روان وضعیت، علمي فعالیتو، علمي څېړنو او سته امکاناتو په اړه مفصل معلومات وړاندي کړل؛ دغه راز تر پښتون صاحب وروسته د پوهنتون نورو قدرمنو مرستیالانو هم په خپلو اړوندو برخو کښي خپلي لاسته راوړني او وړانديزونه له محترم وزير صاحب سره شريک کړل.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وويل: د کندهار پوهنتون ټول پرمختګونه ستايم؛ ستاسي قدرمنو استادانو هڅي، کړني او خدمتونه د قدر او درناوي وړ دي، تحصیلي نظام، چي نن په افغانستان کښي پر مخ روان دئ، دا همدا ستاسي استادانو او علماءکرامو د اخلاص، هڅو او دوامداره کار نتیجه ده؛ نن چي د اسلامي امارت د تحصیلي نظام شمله لوړه ده، دا ستاسي استادانو د زحمتو او صادقانه خدمتو ثمره ده؛ ځکه لوړي زده کړي په هيواد کي بنسټیز اهمیت لري او علم یو منل سوی حقیقت دئ، چي د انسانیت پرمختګ، ارتقا او شرافت ورسره تړلی دئ.
قدرمنو استادانو! د دې له پاره، چي لا نور هم مخ ته ولاړ سو او د علم دا لړۍ نوره هم وده وکړي، اړینه ده، چي د احساس او آګاهۍ روحيه لا پیاوړې سي؛ په کار دا ده، چي خپله ژمنتیا او خدمت یوازي د الله تعالی له پاره ترسره کړئ، بې له دې، چي يو وزیر صاحب، د پوهنتون رئیس صاحب یا بل څوک ستاسي فعالیتونه وویني؛ بلکي په اخلاص، صداقت او دوامداره هڅو سره خپل علمي او تربیوي مسئولیتونه ادا کړئ؛ تر څو د ټولني او هيواد له پاره ګټور، بااحساسه او بامسئوليته ځوانان وروزل سي.
قدرمنو حاضرانو! په تېر کال کي په تحصیلي نصاب کي ډېر بنسټیز کار سوی دئ، چي له مسلکي مضمونو پرته ئې په نورو برخو کښي بدلونونه راغلي دي؛ اوس پر تاسي لازمه ده، چي دغه نصاب په بشپړ ډول تطبیق کړئ او د هغه ټولو برخو ته په جدي توګه عملي بڼه ورکړئ؛ همداراز اړینه ده، چي د محصلانو عملي کار ته ځانګړې توجه وسي، استادان باید له محصلانو سره په عملي ساحو کي ګډون وکړي، له ټولګیو څخه دباندي ورسره ووځي او د عملي زدهکړي له پاره لازم امکانات او زمينه د پوهنتون له اړوندي رهبرۍ سره په همږغۍ برابره کړي؛ تر څو محصلان یوازي په نظري برخه کښي محدود نه سي؛ بلکي په عملي ډګر کښي هم پیاوړي سي او سبا عملاً پر کار سي؛
دغه راز قدرمنو استادانو ته په کار ده، چي په فکري لحاظ پوره چمتو او سمبال يي او محصلان په داسي سالم فکر وروزي، چي د خپل، چي د خپل هيواد، نظام او ارزښتو ملاتړ وکړي او له پردیو افکارو څخه ځانونه وساتي؛ همداراز کندهار پوهنتون باید د هيواد په کچه لا زیات پرمختګ وکړي او داسي علمي او معیاري مقام ته ورسېږي، چي د افغانستان د پوهنتونو یو مهم مرکز او محور وګرځي؛ ځکه کندهار ولايت د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی محترم مقام دئ او نظام هم دلته متمرکز دئ؛ په پای کښي قدرمن وزير صاحب ټينګار وکړ، چي د محصلانو صورت او سیرت ته باید پوره پام وسي؛ تر څو د علم تر څنګ زموږ قدرمن ځوانان د اخلاقو، شخصیت او اسلامي روزني له پلوه هم پیاوړي وروزل سي.
د لوړو زده کړو قدرمن وزير صاحب د لیدني په وروستیو کښي د وزارت په کچه د بشپړي همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.
وروسته قدرمن وزیر صاحب، محصلانو ته په یوه ستره غونډه کښي وویل: د خوښي ځای دئ، چي د خپلو ګرانو محصلانو سره وینم؛ نننۍ فضا چي زه وینم په کندهار پوهنتون کي ډېر مثبت تغیر راغلی دئ؛ څلور کاله مخکي پوهنتون په دغسي ښايسته حالت کښي نه وو؛ لکه نن چي دئ؛ دغه راز په علمي، اخلاقي، او د صورت او سیرت په لحاظ هم ډېر مثبت تغیر تر سترګو کيږي؛ په واقيعت سره ستاسي په لیدلو ډېر خوشحاله سوم.
قدرمنو ځوانانو! الحمدلله په دې علمي سلسله کي ښه روان یو؛ د هيواد د نورو پوهنتونو ترڅنګ، په کندهار پوهنتون کښي مو تېره ورځ ستاسي د پوهنتون د پام وړ پرمختګونه واورېدل؛ سړکونه جوړ سوي دي، د نوو تعميرو پاته کارونه بشپړ سوي دي، په تدريسي او علمي برخو کښي ډېر پرمختګونه سوي دي؛ ان شاءالله نور به هم پام ور ته کوو؛
ګرانو محصلانو! تاسي چي کوم مسلک غوره کړی دئ او علمي ډګر ته ځانګړی کړی دئ؛ باید پوه سئ، چي په دې دنیا کي تر علم ښه او غوره کار نسته، انسان هغه وخت رښتینی انسان جوړيږي، باکماله او باشرفه کيږي، چي په علم سمبال يي؛ که موږ او تاسي د الله تعالی کتاب او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم احادیثو ته وګورو، د علم ډېر لوړ مقام او ارزښت پکښي بیان سوی دئ، د دنیا او آخرت بریا د علم له لاري ترلاسه کيږي او همدا عزت او مقام دئ، چي الله تعالی ئې د علم له برکته انسان ته ورکوي؛ نو ګرانو محصلانو! که غواړئ چي کامياب سی؛ نو هڅه او زحمت ته اړتیا ده، ستړیا، تکلیف، او دوامداره کار د بریا شرطونه دي؛ دا د عمل میدان دئ؛ دلته باید ځان ستړی کړئ، تر څو سبا خپلو هدفو ته ورسېږئ.
دغه راز، ګرانو محصلانو! ستاسو د نصاب، تدریسي چاپېریال، او د ماهرو استادانو په برخه کي پوره هڅي سوي دي؛ ستاسي نصاب معياري سوی دئ، نصاب کښي مو بدلونونه راوستلي دي، نصاب مو د نړۍ له پوهنتونو سره برابر سوی دئ؛ ستاسي د استادانو د ظرفیت لوړولو له پاره هم هڅي رواني دي او د لوړ استعداد لرونکو کسانو روزني ته ځانګړی پام کيږي؛ موږ فعلاً د افغانستان په نړۍوال اسلامي پوهنتون کښي شاوخوا ۸۰۰ کسان په دوکتورا او ماسټرۍ بوخت لرو، چي دا به په راتلونکي کښي ستاسي له پاره مسلکي روزل سوې علمي ذخیره يي؛ دغه راز، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د شفاهي سپارښتني له مخه، د هيواد د ټولو پوهنتونو ۱۲۰۰ ممتاز محصلان په یوه نوملړ کي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ته معرفي سوي دي، چي وروسته به د لوی رياست تر ارزوني وروسته د هيواد په بېلابېلو برخو کي په دندو وګومارل سي.
محصلانو! خپل اخلاق نور هم سم کړئ، د مشرانو لا ښه عزت وکړئ، د خپلو اوامرو لا ښه اطاعت وکړئ او خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو سره سم برابر کړئ؛ د افغانستان اسلامي امارت ستاسي ترقي او پرمختګ غواړي؛ تاسي به سبا دلته د رهبرۍ پر چوکیو یاست؛ د نننيو وزيرانو ځای ناستي به سبا تاسي سی، د افغانستان راتلونکی تاسي یاست او د نظام چاري به تاسي ته سپارل کيږي؛ نو ښه دئ، چي داسي علمي او وړ کسان واک ته ورسيږي، نظام هيڅ نژادي، قومي، یا سمتي توپیر ته نه ګوري؛ ټول افغانان يو دي؛ ټول په نظام کښي د خدمت حق لري او په دې بايد مطمئين اوسی.
محصلانو ته تر وينا وروسته قدرمن وزير صاحب، استادانو او اداري کارکوونکو ته بیان وکړ، هغه وویل: د تحصیلي نظام اوسنی پرمختګ ستاسي استادانو د هڅو، زحمتو او اخلاص پایله ده، هغه فکرونه چي تر افغانستان دباندي د افغانستان د اسلامي نظام دښمنانو درلودل، چي د اسلامي امارت په راتګ سره به تحصیلي نظام سکوت سي، الحمدلله فکرونه ئې غلط ثابت سول؛ او ستاسي د استادانو د هڅو، اخلاص او وفادارۍ له برکته د افغانستان تحصیلي نظام پر مخ روان او د پرمختګ په حال کي دئ، زه د افغانستان د ټولو پوهنتونو له قدرمنو استادانو څخه ځانګړې مننه کوم، چي د دې تحصیلي نظام په پرمختګ کي کوښښ کوي، الله تعالی دي له ټولو څخه راضي سي.
قدرمنو استادانو! اوس مهمه دا ده چي دا تحصیلي مزل څنګه نور هم پر مخ یوسو؛ اړینه ده چي هر یو خپل مسئولیت ته جدي متوجه سو او دا هڅه وکړو چي محصلان د نظري زدهکړو ترڅنګ په عملي ډګر کي هم وروزو؛ ترڅو داسي اماده سي چي په ټولنه کي په مؤثره توګه کار وکړي او له فراغت وروسته د کار زمینه ورته برابره سي.
د محصلانو پر عملي روزنه باید لا زیات تمرکز وسي، په کار ده، چي محصلان په خپل مسلک کي په هره برخه کي پوره وروزل سي؛ ځکه یوازي په نظري زدهکړو د محصلانو سمبالول په ټولنه کي پرمختګ نه راولي، موږ لیدلي دي، چي ډېر محصلان فارغ سوي؛ خو په عملي ډګر کي له ستونزو سره مخ دي؛ له همدې امله لکه څنګه چي نظري زدهکړي مهمي دي، عملي زده کړي هم همدونه ارزښت لري او باید دواړو ته په يوه اندازه پام وسي.
همداراز، قدرمن استادان دي د نوي تحصیلي نصاب په تطبیق کي جدي هڅه وکړي او هغه مضمونونه چي بدلونونه پکښي راغلي دي، تدريس کړي؛ تر څو تحصیلي بهیر لا معیاري او اغېزمن سي.
همدا ډول ښاغلي وزير صاحب د بېلابېلو پوهنځيو د مختلفو ټولګيو تدريسي بهير او هم ئې د دارالصاالحين ليليې بېلابېلي برخي وکتلې؛ د محصلانو سره ئې وليدل؛ هغوی د ښاغلي وزير صاحب، د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او خپلو استادانو څخه د منني ترڅنګ؛ خپلي غوښتني او وړانديزونه له وزير صاحب سره شريک کړل.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶