د ویسا اکاډیمي زده کوونکو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

kdru_admin
Mon, Jan 26 2026 10:50 AM
image


په کندهار کي د ویسا اکاډیمي د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو ۳۰ زده کوونکو، د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون، د انجنيري پوهنځي اړوند د مطالعې پارک، پوهنځيو، عمومي لابراتوار او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم ئې په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د ليدني په پيل کي د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمر محترم نذيراحمد قادري لومړی ټولو زده کوونکو ته، ښه راغلاست ووايه، بيا ئې د کندهار پوهنتون پېژندني سیمینار ورته وړاندي کړ، چي په هغه کښي ئې د کندهار پوهنتون تاريخچه، پوهنځي، آمریتونه، مستشفی عمر تدریسي روغتون، د ماسټرۍ برنامې او د کندهار پوهنتون د علمي او خدماتي مرکزو په اړه معلومات ځای پر ځای کړي ول.
 ورپسې د علامه حبیبي کتابتون آمریت د معلوماتي ټکنالوژي عمومي مدير نوراحمد قرآن مل د علامه حبیبي کتابتون د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل؛ زده کوونکو ته ئې د ژوند په نورو برخو کښي نېکي او ښې لارښووني وکړې او زده کوونکي ئې مطالعې کولو ته تشویق کړل. 
په وروستیو کښي راغلو زده کوونکو ته، د کندهار پوهنتون عمومي لابراتوار هم ور وښوول سو او د هر لابراتوار لابرانټ د اړوند لابراتوار په اړه راغلو زده کوونکو ته هر اړخيز معلومات ورکړل. زده کوونکو د کندهار پوهنتون له مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوى ښه هرکلى ئې وکړ.
نېټه: ١٤٤٧/٨/۶