د منجمينټ او تشبثاتواداري څانګه

دمنجمينټ او تشبثاتواداري څانګه د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی سره نښتې ده، چي په کال ۱۳۸۹ ه.ل. کي په فعاليت شروع کړی. د اقتصاد پوهنځی د پنځو څانګو څخه مشتمل سوې، چي د هغو له کبله يې دمنجمینټ اوتشبثاتواداره يوه څانګه ده. د نوموړي څانګي درسي مواد، کورس پاليسی او کریکولم د لوړو زده کړو د وزارت د علمي کميټې له خوا تصویب سوي دي.د اقتصاد پوهنځی دنوموړي څانګه څخه څلور دورې د ورځی او یو دوره د شپي له خوا محصلین ټولني ته د ښه خدمت په موخه د لیسانس په کچه فارغ کړي دی.نوموړي څانګه څلور استادان لري. نوموړې څانګه دری ماسټران  اویوپوهیالی استاد لري. لیرلید او رسالت یي په لاندي ډول دي.

ليرليد:

د منجمنټ او تجارت څانګه به د غوره ژوند، سوداګريزه چاپيريال او ښېرازه ټولني جوړولو لپاره د سوداګرۍ، مديريت او مربوطه برخو کي د باکيفيته علمي خدماتو وړاندي کولو ته ژمنه څانګه وي.

 

رسالت:

د ادارې او تجارت څانګه د سوداګرۍ او مديريت په برخه کي د معياري خدماتو په وړاندي کولو سره مسلکي محصلين روزي تر څو په پوره عزم سره وکولای سي په ملي سطحه د سوداګرۍ او مشرتابه په برخه کي ګټور تمام سي.