د حقوقو او سياسي علومو پوهنځۍ تاریخچه او پيژندنه
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی
سريزه:
د تاريخ په اوږدو کي د يوې ټولني وګړو د سياسي، حقوقي، او اجتماعي شرايطو په پام کي نيولو سره په اختياري او غيري اختياري ډول د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو او د خپلو اړتياو د له منځه وړلو لپاره د علومو له مختلفو ډولونو څخه ګټه اخيستي ده. افغانستان او په ځانګړېتوګه د کندهار ولايت له جګړو څخه اغیزمن سوی، له تعليم او تحصيل څخه وروسته پاتې، او له ډيرو سياسي او ټولنيزو ستونزو سره مخ ولايت دی. ددې لپاره چې د یاد ولایت د وګړو ستونزو او غوښتنو ته له علمي او تحصیلي ادرسه رسيدګي سوې وي؛ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د کندهار پوهنتون په تشکیل کي د هيواد د نوور ولايتونو په شان په ۱۳۹۲ کال کې د دوو څانګو ( اداره او ډیپلوماسي، قضا او څارنوالي ) په درلودلو سره چي اوس مهال ( سیاسي علوم او نړۍ والی اړیکي، حقوق ) یاديږي، تأسيس سوه.
د دې لپاره چي د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی د پيژندني او د ايجاد په اړتيا باندي پوه سو؛ لازمه وبلل سول چي يو معلوماتي کتلاک د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي او د دوو څانګو هرې يوې سیاسي علوم او نړۍ والي اړیکي، او حقوقو څانګي د پيژندني لپاره ترتيب سي، نو په همدې اساس دا کتلاک په خلص ډول او د فهرست په ترتيب سره اماده سوی دی او له دې لاري کولای سو چي د پوهنځی او اړونده دوو څانګو په مورد او همدارنګه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په برحاله وضعيت باندي پوه سو.
په دغه کتلاک کي د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی او همدرانګه د سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو او حقوقو د څانګو پيژندنه، د څانګو ضرورت، اهداف، تدريسي او تحصيلي امکانات، د تدريس شېوي او ميتودونه، د ارزونې او ازموينو طريقې، د پوهنځي کادري غړي او کارمندان، د محصل واضیح تعریف او له هغه وروسته کريکولم او په هغه کي څلور ډوله مضامين لکه اختصاصي، اساسي، اختياري او پوهنتون شموله له ټولو کريډيتو سره يو ځای ذکر سوی دي.
لومړی برخه:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځۍ تاریخچه او پيژندنه
په ۱۳۹۲ل کال کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اساسي پوهنځی په توګه په فعاليت پيل وکړ، دا پوهنځی په سويل ختيځ زون کي په دولتي کچه د حقوقي او سياسي علومو د مسلکي او تخصصي روزني لومړنی مرکز و، تر دې مهاله پدې زون کي ددې علومو په برخه کي په دولتي کچه د مسلکي زده کړو لپاره پوهنځی نه وه. کله چي دې پوهنځی په فعاليت پيل وکړ، د يو شمېر علمي او اکاډميکو کادرونو په ملتيا يې د کانکور له لاري په سلګونو محصلان جذب کړل او د تحصیلي فعاليتونو چټکتيا يې پيل کړه.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د نوي نصاب او کریکولم مطابق دوې څانګي لري (حقوق، سياسي علوم او نړيوالي اړيکي)، کله چي دا پوهنځی تاسيس سوه، نو لومړنی څانګي يې (اداره او ډيپلوماسي او قضا او څارنوالي) وې، خو د ۱۳۹۸ کال څخه وروسته د محصلانو د مسلکي او تخصصي روزني لپاره نوی کريکولم جوړ سو چې ورسره سم د څانګو نوم هم په کریکولم کې تغیر سوی وو، ددې کريکولم له مخي به محصلان د سمستر له پيل څخه په تخصصي څانګو کي روزل کېږي، نو ځکه اوس ددې پوهنځی ځانګي نوي سوې او محصلان د لومړني سمستر څخه د تخصصي روزني په موخه درسي بهير پيلوي.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی له تأسيس څخه تر اوسه پوري د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزني له پاره په خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل مسوليت په پرله پسې توګه پر مخ وړی او تر دې مهاله (۱۴۰۲) پوري ئې په ۲ څانګو او ( ۷ ) دورو کي د لیسانس په درجه (۶۹۱) فارغ التحصیل محصلین ټولنې ته وړاندې کړي دي او دې کار په سويل ختيځ زون کي خپل اغېز ثابت کړی دی. له همدې کبله دا پوهنځی د خپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان له مخي اوږد مهاله موخي لري، تر څو د مسلکي او علمي کادرونو په روزنه کي د ټولني په پرمختګ کي ونډه واخلي او د هيواد په کچه د پرمختګ په روان بهير کي خپل اغېز ثابت کړي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی له تاسيس څخه وروسته خپل کارونه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د رسمي او تائيد سوي کريکولم له مخي پيل کړي دي، خو وروسته پدې کريکولم کي د ښکېلو اړخونو (محصلانو، علمي کادرونو، فارغانو، کارفرمايانو او اړونده سکتورونو) د نظر سنجۍ له مخي بدلونونه راغلي دي، پدې پوهنځی کي د علمي کادرونو روزل د کار د مارکيټ د اړتيا له مخي کېږي، له همدې کبله ددې پوهنځی څخه فارغه محصلان تر دې مهاله د کار په مارکيټ کي د پام وړ ځای لري، د هېواد په کچه په ځآنګړې توګه د سويل ختيځ زون اداري اړتياوي يې تر ډېره بريده پوره کړي دي. اوسمهال ددې پوهنځی فارغان او روزل سوي مسلکي او تخصصي کادرونه د هيواد په بېلابېلو برخو کي په دندو بوخت دي، نه يوازي د افغانستان حکومتي اداري جوړښتونو ته يې لاره پيدا کړې، بلکي د نړيوالو او سيمه ييزو مؤسسو سره په ملي او نړيوالو بستونو کي په کارونو بوخت دي. همدارنګه ددې پوهنځی د کمي او کيفي اغېزمنتيا له مخي په ادارو کي ظرفيتونه لوړ سوي دي، کاري وړتياوي زياتي سوې دي، په عدلي او قضايې برخو کي د مسلکي روش له مخي په ټولنه کي عدالت ته د لاسرسي پروسه چټکه سوېده.
اوسمهال د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځی کې (۲۹۰ )په شاوخوا کښي محصلان او (۱۲) تنه برحاله مسلکي او مجرب علمي کادري غړي، اداري مامورين او خدماتي کارکوونکي موجود دي، چي ۸۵٪ يې ماسټر استادان دي. په دې پوهنځی کي هر ټولګی يو لارښود استاد لري چي د همدې استادانو لخوا د خپلو زده کړيالانو سره منظمي جلسې کېږي. همدارنګه د هرې څانګې د شورا له لاري د څانګو مديريت کېږي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استادانو په لس ګونو څېړنيزي مقالې په ملي مجلو او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کي نشر کړي دي.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د جوړيدو ضرورت او اهميت
د لوي کندهار عدلي، قضايي ، سیاسي او اداري ارګانونه د مسلکي او تخصصي کادرنو له کمښت سره لاس او ګریوان دي. د دې تر څنګ اوږدمهاله کرغيړني جګړې په مختلفو بعدونو کي ددې سیمې د عامو خلګو ژوند د ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. په اړونده برخو کي د دي سيمي د خلګو د ستونزو او مشکلاتو د لیري کولو په موخه و کار پوه کادرونو ته یوه ضروري غوښتنه وه. د دې غوښتني د ليري کولو او خلګو ته د عدلي، قضايي، سیاسی او اداري ارګانونو له لوري د ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه د محلي کادرونو شتون ډير اړين دی. پورته ضرورتونو او اړيتاوو ته په کتو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په کندهار ښار کي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي تاسیس سول.
لرليد Vision:
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی به د سیاسي، اداري، عدلي او قضایي کادرونو په روزلو کې د هیواد په کچه نوموتی پوهنځی وي.
رسالت:
د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی هځه کوي، چې د عصري ټیکنالوژی په مټ د معیاري اکاډمیک چاپیریال په برابرولو سره ټولنې ته په سیاسي، اداري، عدلي او قضایي برخو کې وړ کادرونه وړاندې کړي.
ارزښتونه:
1. اصول او ضوابط ؛
2. - اخلاص او عدالت؛
3. - روڼتیا او کره توب؛
4. - اصول او عمل؛
5. - وړتیا او محاسبه.
موخې (Goals):
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د هیواد د مشرتابه د فرامینو، د نافذه قوانينو، د ملکي لوړو زده کړو قانون، د لوړو زده کړو د مقرراتو، لوايحو او کړنلارو، د کندهار پوهنتون د ستراتيژيک پلان او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ستراتيژيک پلان له مخي دوه ډوله موخي لري، يو ډول يې کُلي موخي دي او بل ډول يې فرعي موخي دي:
لومړی: کُلي يا عمومي موخي
- ټولني ته په حقوقي، اداري او سیاسي برخو کي ژمن کادرونه وړاندي کول؛
- په ملي کچه په حقوقي او سیاسي برخو کي خدمات ترسره کول؛
- په هیواد کي د حقوقي او اداري برخو پياوړتیا؛
- له ملي، سیمه ایزو او نړیوالو پوهنتونونو، څېړنیزو او حقوقي مرکزونو او همدارنګه د دولتي او غیر دولتي مؤسساتو سره هر اړخیزي اړیکي او په یادو برخو کي د مرستو جلبول؛
- په ډیپلوماټیکو برخو کي وړ کادرونه روزل؛
- په ملي کچه په حقوقي اداري او سیاسي ساحو کي د تشو د ډکولو په موخه کادرونه روزل؛
- د نړيوالو معيارونو له مخي د تدريسي معيارونو او تدريسي بهير لوړول؛
- د حکومت او ټولني لپاره د بهترينو رهبرانو، مديرانو او مسلکي حقوقي کادرونو وړاندي کول؛
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی راتلونکي پروګرامونه
- د استادانو د تحصيلي سويې لوړول، لکه ماسټري او دوکتورا ته استول؛
- د خپلو فارغو محصلانو لپاره د ماسټرۍ د پروګرام رامنځته کول او تطبيق؛
- د ټولني د ضروت مطابق د شپي پوهنځۍ ایجادول؛
- د اړونده سکتورونو سره د محصلانو د عملي زده کړو د پياوړتيا په اړه تفاهمليکونه لاسليکول؛
- د انلاين درسي پروسې له لاري د محصلانو د ظرفيت لوړوني پروګرامونه رامنځته کول، تر څو د نړيوالو معتبرو پروهنتونو سره په علمي او اکاډميکي اړيکي کي د محصلانو ظرفيتونه لوړ سي؛
- په حقوقي کلينیک کي د حقوقي برنامو تطبيقول؛
- د پوهنځی لپاره د خپلواک کمپوټر لیب رامنځته کول او د موجوده کتابتون بډایه کول؛
- د کورنيو او بهرنيو پوهنتونو سره د خپلو محصلانو ظرفيت لوړوني او فارغانو د تحصيلو برنامو لپاره د تفاهم ليکونو لاسليکول؛
- د استادانو د علمي کتابونو، مقالو او نورو اثارو لپاره د چاپ زمينه برابرول؛
- د مُډرنو تدريسي روشونو له مخي او د OBE او SCL د ميتودونو په رعايت سره د تدريسي بهير د کمي او کيفي معيارونو اصلاح او برابرول؛
- د تحصيل په بهير کي د زده کړيالانو لپاره د بېلابېلو کلتوري، سپورټي او تفريحي پروګرامونو رامنځته کول، تر څو زده کړيالان زده کړو ته وهڅېږي.
- د حقوقي او سياسي مناظرو او ډيالوګ رامنځته کول؛
- د سياسي علومو د کلب پياوړتيا؛
- د سياسي مسايلو د تحليل د ميتودونو روزنيز ورکشاپونه او کورسونه رامنځته کول؛
- د سياسي وينا د فن او مهارتونو د تقويې په موخه د زده کړیالانو روزنه؛
- د ډيپلوماټيکي تشريفاتو او د نړيوالو اړيکو د آداب او تشريفاتو اړوند د زده کړيالانو روزنه؛
- د څېړنيزو ورکشاپونو او کورسونو دايرول.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی زيربنايې او روبنايې امکانات
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د کندهار پوهنتون په همکاری د تدريسي بهير معيارونو په بشپړولو سره د ښکېلو اړخونو لپاره ټول امکانات برابر کړي دي، تر څو زده کړيالان، استادان، کارمندان او نور اړخونه په اسانۍ سره وکولای سي چی تدريسي او اداري چاري مخته يوسي. پدې پوهنځی کي زيربنايې او روبنايې امکانات په پام کي نيول سوي دي، تر څو د ښکېلو اړخونو د ساتني او هوسايني ټول اړخونه په پام کي ونيول سي.
۱. زيربنايې امکانات
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په چاري او تدريسي چاپيريال کي لاندي زيربنايې امکانات د بېلګي په ډول يادولای سو، دا چي پدې پوهنځی کي ټول اړين امکانات په پام کي نيول سوي دي، د ټولو يادونه نا شونې ده، خو ځيني يې د بېلګي په توګه يادولای سو:
- د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپل دايمي تعمير په لرلو سره خپلي چاري مخته وړي، پدې تعمير کي تدريسي او اداري چاري مخته وړل کېږي.
- د اوبو رسولو منظم سيستم: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ښکېلو اړخونو لپاره د اوبو رسولو منظم سيستم لري، د زده کړيالانو، استادانو او کارمندانو لپاره د څښاک صحي اوبه موجودي دي، د اودس، تشنابونو او نورو اړينو مسايلو لپاره د اوبو منظم سیستم موجود دی.
- د بريښنا سيستم: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په کاري او تدريسي چاپيريال کي منظمه او بلا وقفې برېښنا موجوده ده، د ښار عمومي بريښنا، سولر او د جنراتور بريښنا په وسيله د پوهنځی چاري مخته وړل کېږي، په ټولګيو کي د بريښنايې وسايلو له لاري د تدريس چاري رواني دي، په ادارو کي د کمپيوټر او ډيټابيس د سیستم له لاري بريښنايې حکومتولي مخته ځي. دا ټولي چاري د منظمي بريښنا په وسيله تنظيميږي.
- د اور وژني سيستم: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی کي د ناڅاپه اور وژني لپاره منظم سيستم موجود دی، د اور وژني مايع او د اطفايې لارښودونه او نمبرونه موجود دي، زده کړيالانو، استادانو او کارمندانو ته د اور وژني په برخه کي لازمي لارښووني موجود دي.
- د چټلو اوبو او فاضله موادو د ايستلو سيستم: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په کاري او تدريسي چاپيريال کي د پاکۍ د ساتلو په موخه او د چاپيريال د ساتني لپاره د چټلو اوبو او فاضله موادو د ايستلو منظم سيستم لري، ددې سيستم ګټه داده داخلي چاپیريال پاک ساتي او ښکېل اړخونه په پوره نظافت او پاکۍ سره خپلي چاري مخته وړي.
- د امنيت او ساتني سيستم: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ښکېلو اړخونو لپاره د امنيت او ساتني لپاره منظم سيستم لري، ساتونکي، امنيتي کامرې، انظباطي سيستم او د ډيسپلين سيستم لري.
۲. روبنايې امکانات:
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د معنوياتو د ساتني او ارزښت ورکولو په موخه په پراخه کچه روبنايې امکانات لري، پدې پوهنځی کي د ښېکلو اړخونو لپاره دا امکانات په پوره دقت سره په پام کي نيول سوي دي. پدې پوهنځی کي لاندي روبنايې امکانات موجود دي:
- دعوت او ارشاد او د عبادت منظم سيستم: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په کاري او تدريسي چاپيريال کي د اسلام د سپېڅلي دين ارزښتونه او احکام په بشپړه توګه پلي کېږي، د اسلامي سېرت او صورت د جوړولو په موخه د دعوت او ارشاد د آمريت استازی او ددې امریت د شورا غړی موجود دی، تر څو د عقيدوي انحرافاتو مخه ونيسي او د اسلام مبارک دين آوامر او احکام پلي کړي. همدارنګه پنځه وخته لمونځ په جماعت سره د منظم مهالوېش سره ادا کوي او په ټولو دیني او عقیدوي برنامو کې فعاله ګډون لري.
- اداري بډايه فرهنګ: په حقوقو او سياسي علومو پوهنځی کي د اداري سلسله مراتبو په پام کي نيول او د درناوي د روحيې پر بنسټ ټولي کړني د منظمو قواعدو او تعريف سوو اړيکو له مخي ترسره کېږي، ځکه اداري اجراآت د کړنو د اعتبار لپاره اړين ګڼل کېږي.
- اداري سيستم: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ترکيبي اداري سيستم څخه ګټنه کوي، ياني هم د کلاسيک بيروکراټيک اداري نظام او هم د بريښنايې حکومتولۍ آرونه په پام کي نيسي او د دې ترکيبي سيستم له لاري اداري چاري مخته وړي.
- اخلاق او انساني کرامت: په حقوقو او سياسي علومو پوهنځی کي اخلاقي ارزښتونه په بشپړ ډول په پام کي نيول کېږي، د جنسي تاوتريخوالي مخه نيول کېږي، سپکاوی، ټيټ ګڼل، ذاتي نيمګړتياوو ته نه توهين، معلوليت عيب نه ګڼل او نوري ټولي هغه کړني چي انساني کرامت ته سپکاوی کېږي، په بشپړ ډول منع دي. هر انسان ته د انساني کرامت له مخي ارزښت ورکول کېږي، هيڅ ډول قومي، مذهبي، ژبني، سمتي او نور تعصبونه، کينې، بغض او حسد ته ځای نه ورکول کېږي، بلکي په پوره مساوات او ټولو حقه حقونو په مراعت سره خوندي چاپيريال موجود دی.
- انصاب او عدالت: په حقوقو او سياسي علومو پوهنځی کي د ښکېلو اړخونو لپاره د انصاف او عدالت پاليسۍ له مخي اداري چاري د وړتيا پر بنسټ سپارل کېږي، تدريسي چاري د تخصص او تجربې له مخي مخته وړل کېږي، په ازموينو کي د زده کړيالانو پارچې، شقې او نور اړوند مسايل په پوره انصاف او عدالت سره مخته وړل کېږي.
- اکاډميکه آزادۍ: په حقوقو او سياسي علومو کي د بشپړي اکاډميکي آزادۍ له مخي علمي کادرونه کولای سي چي هر ډول څېړني وکړي او پايلي يې د ټولني سره شريکي کړي، د څېړنو د کړنو هيڅ ډول ممانعت نسته.
- روغتيا او سپورټ: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استادان، کارمندان او زده کړيالان د روغتيا په پام کي نيولو سره سپورټ ته هڅول کېږي، تر څو سپورټ وکړي او د منظم فزيکي فعاليت له مخي خپلي روغتيا ته پاملرنه وکړي.
- فرهنګي، هنري او رسنيز فعاليتونه: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ټولني د فرهنګ د بډايني لپاره د پوهنتون په چوکاټ کې په ټولو فرهنګي پروګرامونو لکه مشاعرې، ترنم، د ورځو لمانځل او د منلو او علمي شخصيتونو د درناوي په پار په بېلابېلو پروګرامونو کې په فعال ډول ګډون کړی، تر څو عامه ذهنيت جوړ سي او عمومي فرهنګ مو بډايه سي. همدارنګه د هنري بډايني لپاره د فرهنګي کمېټې لخوا بېلابېل پرورګامونه په پام کي نیول، لکه تمثيل، تياتر او نور. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو چارو او فعاليتونو د نشر لپاره ژمنتيا لري، د پوهنتون د ټولنيزو رسنيو د رسمي پاڼي له لاري وخت پر وخت نشرات کوي او هم د مؤسسې د رسمي ويبپاڼي د لاري منظم نشرات لري.
- نوښتونه او خلاقيتونه: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ښکېلو اړخونو هر ډول نوښتونو او خلاقيتونو ته د ارزښت ورکولو ژمنتيا لري، له همدې کبله وخت پر وخت د کتابونو، مقالو او نورو برخو لپاره نندارتونونه جوړوي او نوښتګر شخصيتونه تشويقوي.
- زرغون چاپيريال: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ښکېلو اړخونو د رواني سلامتيا او د پاکي هوا څخه د ګټني لپاره زرغون چاپيريال، موسمي وني او ګلان لري، تر څو رواني روغتيا وساتل سي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د تحصيلي نظام پېژندنه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی تحصيلي نظام د کريډيټ د سيستم تابع دی، ددې سيستم له مخي د ليسانس په څلور کلنه دوره کي زده کړيالان له ۱۳۶ کريډيټونو څخه کم بايد ونه وايې او زياتوالی يې د تحصيلي رشتې د اړتيا له مخي کېږي. همدارنګه په هر سمستر کي بايد تر ۲۱ کريډيټونو زيات او تر ۱۷ لږ نه وي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ليسانس دوره څلور کاله ده او تر شپږ کاله زياتېدای نسي.
د حقوقو او سياسي علومو په څلور کلنه دوره کي زده کړيالانو ته څلور ډوله مضامين تدريس کېږي، ۱. اساسي مضامين، ۲. تخصصي مضامين، ۳. اختياري مضامين او ۴. پوهنتون شموله مضامین. چي پدې کي اساسي مضامين بايد حد اکثر ۳۰٪ سلنه وي، تخصصي مضامين بايد حدا اکثر ۵۰٪ سلنه وي، اختياري او پوهنتون شموله مضامين بايد حد اکثر ۱۲٪ سلنه وي او ساحوي، عملي کارونه بايد حد اکثر ۸٪ سلنه وي. د اساسي، تخصصي او اختياري مضامينو د کټګوريو د ټاکلو صلاحيت د ډيپارټمنټونو سره دی. يو مضمون په يوه ورځ کي تر دوه ساعته زيات نسي تدرېس کېدای، عملي کارونه تر څلور ساعته او ساحوي کارونه کېدای سي چي ټوله ورځ وي. يو مضمون يا کورس په اوونۍ کي حد اکثر ۵ کريډيټونه تدريس کېدای سي.
هر محصل بايد په سمستر د (۱۷-۲۱) کريډيټونه تعقيب کړي، محصل کولای سي چي په يوه بشپړه دوره کي يوازي د يوه کال لپاره تاجیل واخلي، کله چي تاجيل اخلي بايد د سمستر په پيل کي ځانګړی فورم ډک کړي او طی مراحل يې کړي. خو که چيري يو زده کړيال د يوه کال لپاره غايب سي او غيابت يې د مؤجه دلايلو له مخي وي، د پوهنځی علمي شورا کولای سي چي غيابت يې په تاجيل کي حساب کړي. همدارنګه که چيري ښځينه محصله د حمل پر بنسټ ونسي کولای چي ټاکلې حاضري پوره کړي، د پوهنځی د علمي شورا لخوا کېدای سي چي په کلني تاجيل کي حساب کړل سي. زده کړيالان يوازي د غير مترقبه پېښو په صورت کي د دوهم ځل تاجيل غوښتنه هغه وخت کولای سي چي تحصيلي دوره يې تر شپږو کلونو زياته نسي او د پوهنتون د علمي شورا لخوا تائيد سي.
د پوهنځی د علمي شورا لخوا د هرو ۲۰ زده کړیالانو لپاره يو لارښود استاد ټاکل کېږي، دا لارښود استاد به د زده کړيالانو سره وخت پر وخت غونډي کوي. لارښود استاد د خپلو ټاکلو زده کړيالانو د ټولو اکاډميکو چارو مسؤليت په غاړه لري.
د تدريس ميتودونه(روشونه) Teaching and Learning methods
د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځۍ په دواړو څانګو یعني رهبري او مدريتي ټيم باور لري، چې د زده کړې لپاره بايد له نويو او ګټورو او موثرو ميتودونو څخه استفاده وسي او پخواني استاد محوره ميتودونو ته مخه ښه وواي نو ځکه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نوښتي پاليسي او د کندهار پوهنتون ستراتيژي ته په کتو سره د OBE-SCL محصل محوري ميتود له مخي درسي بهیر مخته وړل کيږي لکه:
- لکچر د پراجکټور او پر تخته د کار کولو له لارې؛
- ګروپي کارTeam work؛
- د درس مطابق د قضيې Case study ايجادول؛
- د پريزنټيشنونو او سمينارونو لپاره د درس اړوند موضوعات ورکول، کورني کارونه په انفرادي او ګروپي شکل؛
- بحث او مباحثه Discussion او د ورځنيو موضوعاتو پيښو مخته کول؛
- د تدريس په پای کي د پوښتنو کول او په يوه پاڼه کي د درس لنډيز له هر محصل څخه ترلاسه کول؛
- د محصل محوري د ميتود له نورو موثرو روشونو او طريقو څخه استفاده کول.
د محصلينو د ارزونې ميتودونه Evaluation Methods:
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو ارزونه په لاندې ډول ترسره کيږي.
- ٪10 - کورني دنده او صنفي فعاليت Homework & Class activities
- ٪10 - پريزينتيشن او ليکل شوي فايل Assignment and Presentation
- ٪20 - د سمستر منځني ازموينه Mid-semester exam
- ٪60 - اخري ازموينه Final examination
محصلين(زده کړيالان) Students:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۲ هـ ش کال او له هغه وروسته هر کال د کانکور د عمومي ازمویني له لاري د لوړو زده کړو د سرته رسولو په موخه نوموړي پوهنځی ته محصلان معرفي کيږي او همدرانګه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د دوو څانګو په درلودلو سره په سلهاوو تنه نارينه او ښځينه محصلين ټولني ته وړاندې سوي دي، چي له هغو جملي څخه يي اوس مهال (۲۹۱ ) تنه نارينه محصلين په خپلو درسونو بوخت دي .
فارغين Graduates:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تر دا مهال يعنې ۱۴۰۲ م کال پورې په دوو څانګو اداره او ډيپلوماسي او قضاء او څارنوالي څانګه کي په (۶۹۱) محصلين فارغين ورکړي دي چي د هغو له جملې په اداره او ډيپلوماسي څانګي څخه په اوو (۷) دورو کي ۲۹۶ تنه نارينه او ۱۰ تنې ښځينه محصلينې او همدرانګه په قضاء او څارنوالي څانګي کي په اوو (۷) دورو کي ۳۸۲ تنه نارينه او ۳ تني ښځينه محصلينې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې او فارغ کړي دي چې د محصلينو سره د مسلسلو ملاقاتونو او معلوماتو له مخې تقريباً ٪۸۰ يې په دندو بوخت دي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اداري کارمندانو پېژندنه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د کاري اغېزمنتيا په موخه اداري تشکيل جوړ کړی دی، ددې تشکيل اړتيا د موجوده کاري او تدريسي چارو د مخته وړلو له مخي سوې ده. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د چارو په رأس کي رئيس، مرستیال، د څانګو لپاره د څانګو آمرين، د حقوقي کلینیک امر، د سياسي علومو د کلب آمر،یو تن عمومي تدریسي مدیر، یو تن اجرائیه مدیر، یو تن جنسي معتمد او ۲ تنه خدماتي کارمندان لري. تشکیلاتي چارټ يي په لاندي ډول جوړ دي:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس پېژندنه
نوم: محمدصادق حریفال
دنده ( پوزیشن): د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئيس او استاد
د مسؤليت مرجع: د کندهار پوهنتون عمومي رياست
تر مسؤليت لاندي افراد: د ډيپارټمنټونو آمرين، د حقوقي کلينيک او سياسي علومو کلب آمرين، د پوهنځی استادان، اداري او خدماتي کارمندان او زده کړيالان.
د دندي موخه: د پوهنځی په اداري او تحصيلي نظام په څارنه، مديريت او رهبرۍ کي د پوهنتون د عمومي رياست استازولي، د پوهنځی زده کړيالانو ته د معياري تحصيلي خدماتو وړاندي کول او د پوهنځی د کيفي او کمي پرمختګ لپاره هڅي کول.
محمد صادق حریفال په ۱۳۶۷ هـ ش کال د لوګر ولایت مرکز کې زېږېدلی دی. هغه لومړنۍ زده کړې د پورک منځنۍ ښوونځې څخه راپيل او په ۱۳۸۴هـ ش کال کې د کلنګار عالي جهادي لیسه څخه فارغ سو، حریفال د لوړو زده کړو په مؤخه د کانکور ازموینې له لاري ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي ته بریالی او په کال ۱۳۸۹ هـ ش کې د یادې پوهنځی د ادارې او ډیپلوماسي څانګې څخه د کادري نمرو په لرلو سره د لیسانس سند ترلاسه کړ.
پوهنیار محمدصادق حریفال په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځۍ علمي کادر ته شامل سو.
محمد صادق حریفال د قراقستان هیواد له مرکزي پوهنتون څخه چي د جمهور رئیس تر نظارت لاندې په نړیوالو اړیکو کې د ماسټري سند ترلاسه کړی دی، نوموړي د بهترین تیزس پراجیکت ایوارډ ترلاسه کړ او په قزاقستان هیواد کې د افغانستان د سفارت له لوري هم د بهترین محصل ستاینلیک ورکول سو. د یاد استاد تیزس او علمي کنفرانس د یاد پوهنتون (APA.KZ) له لوري نشر او په ګوګل سکالر کې شتون لري.
استاد فعلآ دوې مقالي په داخلي ژورنالو او مجلو کي نشر کړي دي، همدارنګه يي دوې مقالې ترلاس لاندې لري تر څو په نړیوالو ژورنالونو او مجلو کي يې نشر کړي.
حریفال د پښتو ژپي ترڅنګ په دري، انګلیسي او اردو ژبو خبرې کولی سي، او ددې ژبو سره بیره له فرانسوي او ترکي ژبو سره هم بلدتیا لري.
استاد حریفال له ۱۳۹۳ کال څخه بیا تر ۱۳۹۹ کال پورې کندهار پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی مرستیال په توګه دنده سرته رسولې ده، فعلآ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
استاد حریفال د خپلو رسمي او غیر رسمي دندو په جریان کې د ګڼو اداراتو څخه ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي.
د اړيکي معلومات:
الیکترونیکی ادرس
د اړیکی شمیره
0707745700 / 0781808313
د دندو لايحه:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس د پوهنځی د علمي او اداري چارو د رهبرۍ او مديريت مسؤليت لري چي په لاندي ډول بنسټيزي دندي لري:
- د لوړو مراجعو په مقابل کي د پوهنځی نمايندګي کول؛
- د پوهنځی د علمي شورا د غونډو د رياست پر غاړه اخيستل؛
- د پوهنځی او مؤسسې د قانوني احکامو، مقرراتو، لايحو او د علمي شورا د پريکړو د تطبيق څخه څارنه کول؛
- د پوهنځی د مالي او علمي چارو څخه څارنه کول؛
- د پوهنځی د فعاليتونو او علمي شورا د پريکړو څخه عمومي رياست او علمي معاونيت ته راپور ورکول؛
- نوري هغه قانوني دندي اجرا کول چي د پوهنځی په رئيس پوري اړه ولري.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د علمي کادرونو او استادانو پېژندنه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د متخصصو، مستعيدو او با تجربه علمي کادرونو په لرلو سره تدريسي چاري مخته وړي، تر دې مهاله په حقوقو او سياسي علومو پوهنځی کي ۲۰ رسمي او افتخاري استادان موجود دي.
|
شمېره |
د استاد نوم |
د تحيصل درجه |
تحصيلي رشته |
|
۱ |
محمد صادق حريفال |
ماستر |
نړیوالي اړيکي |
|
۲ |
شريف الله ميثاق |
ماستر |
سیاسي علوم |
|
۳ |
حکمت الله ملکي |
ماستر |
نړیوالي اړيکي |
|
۴ |
سردارولي شفا |
ماستر |
جنایې علوم |
|
۵ |
امیرجان الهام |
ليسانس |
قضاء او څارنوالي |
|
۶ |
احمدارشاد بارکزی |
ماسټر |
حقوق |
|
۷ |
نصیراحمدنصرتي |
کانديد دوکتور |
تجارت حقوق |
|
۸ |
اقا جان پروتن |
ليسانس |
قضاء او څارنوالي |
|
۹ |
فرید احمد امرخیل |
ماسټر |
نړیوالي اړيکي |
|
۱۰ |
شکرالله دانشمل |
کانديد دوکتور |
جنایې علوم |
|
۱۱ |
شاه اقا بشارت |
ماسټر |
سیاسي علوم |
|
۱۲ |
فضل الخالق للموال |
ماسټر |
عامه حقوق |
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د کمېټو جوړښت او پېژندنه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په خپل جوړښت کي (۱۲) فرعي کمېټې او يوه علمي شورا لري، هره کمېټه په ځانګړې ساحه کي د دندو د لايحې مطابق فعاليت کوي، کمېټې د پوهنځی په حکومتولۍ کي ځانګړې مرسته کړېده.
|
منشي |
مشر/ مسؤل |
شورا / کمېټه |
شميره |
|
محمد صادق حریفال |
محمدصادق حریفال |
علمي شورا |
1 |
|
فرید احمد امرخیل |
فریداحمد امرخیل |
د نصاب او ارزونې کميټه |
2 |
|
امیرجال الهام |
محمدصادق حریفال |
دکيفيت لوړاوي کمېټه |
3 |
|
محمد صادق حریفال |
محمد صادق حريفال |
دستراتيژيک پلان کمېټه |
4 |
|
حکمت الله ملکي |
حکمت الله ملکی |
د څيړنې کمېټه |
5 |
|
شریف الله میثاق |
شريف الله میثاق |
د نشراتو کمېټه |
6 |
|
امیرجان الهام |
امیرجان الهام |
د بريښنايې زده کړو کمېټه |
7 |
|
سردارولي شفا |
سردارولي شفا |
دنظم اوديسپلين کمېټه |
8 |
|
شریف الله میثاق |
شريف الله میثاق |
فرهنګي چارو کمیټه |
9 |
|
اقاجان فروتن |
اقاجان فروتن |
د ازموينو کمېټه |
10 |
|
اقاجان فروتن |
اقاجان پروتن |
د چاپیریال ساتني کمیټه |
۱۱ |
|
شاه آقا بشارت |
شاه آقا بشارت |
د کتابتون کمیټه |
۱۲ |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
دوهمه برخه:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د علمي برنامو تاریخچه او پېژندنه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په خپل جوړښت کي دوې علمي برنامې لري، دواړي علمي برنامې فارغ ورکوونکي دي، ددې برنامو څخه تر دې مهاله ۷ دورې زده کړيالان فارغه سوي دي، پدې زده کړيالانو کي ډيره برخه يې نارينه دي، خو لږ سلنه يې ښځينه زده کړيالاني هم دي، تر دې مهاله د فارغانو سره د اړيکو له مخي زياتره يې په کاري مارکېټ کي ځای کړل سوي دي، او د خپلي هغه وړتيا له مخي چي په پوهنځی کي د بېلابېلو ميتودونو له مخي روزل سوېده، په کاري مارکېټ کي د آزادي سيالۍ له مخي په دندو بوخت دي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی دواړي علمي برنامې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د تاسيس سره سمي رامنځته سوي دي، خو په ۱۳۹۸ کال کي د لوړو زده کړو وزارت د کلسټر له مخي د دواړو څانګو نومونه، کريکولم او مفردات بدل سول، د څانګو لپاره نوي جوازونه واخيستل سول، اوسمهال نوي څانګي په لاندي نومونو سره فعاليت کوي:
۱. د حقوقو څانګه
۲. د سياسي علومو او نړیوالو اړيکو څانګه
دواړي څانګي د عملي کارونو لپاره مشخص پروګرامونه لري، په حقوقو څانګه کي حقوقي کلينيک د زده کړيالانو د عملي زده کړو لپاره فعاليت کوي، په سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګه کي د سیاسي علومو کلب فعاليت کوي، تر څو د دواړو څانګو زده کړيالان په عملي ډول وروزي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د دواړو څانګو څخه تر دې مهاله لاندي زده کړيالان فارغه سوي دي:
۱. د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي پیژندنه
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګه د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي په چوګاټ کي يو اساسي، تخصصي او فارغ ورکوونکي څانګه شميرل کيږي، او د حقوقو او سیاسي په تشکیل کې په ۱۳۹۲هـ ش کال کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي سره هم محاله ایجاد سوی، تر څو د هیواد او په ځانګړي ډول د جنوب غرب حوزې سیاسي، اداري، او له هیواده بهر د هیواد د دیپلوماتیکو او قنسلي استازولیو لپاره، د نړۍوالو حقوقو، د نړۍوالو اړیکو د اصولو، نړۍوالو پالیسو، نړۍوال کېدلو او سیاسي علومو په برخه کي وړ او مسلکي کادرونه وروزي، ځکه چي د ټولني په سياسي، اداري، ډيپلوماټيکي او د سالمي رهبري په برخو کي د مسلکي کسانو نه شتون يو لويه خلا بلل کيږي نو د ټولني په مختلفو برخو کي لکه په اداري، سياسي، مشاوري، رهبري او اړونده نورو برخو کي د خلا ډکولو لپاره د اداره او ډيپلوماسي څانګي ته اړتيا ليدل کېده چي په فعاليت پيل وکړي او همدارنګه افغانستان يو وروسته پاتې هيواد دي، په وروسته پاتې هيوادونو کې ادارات په کلاسيک ډول او د مصلحت له مخې مخته وړل کيږي دا هم يو منل سوي اصل دي چې مسلکي مديريتي او فزيکي کاري قوه د يو هيواد لپاره زيربينا جوړوي، د افغانستان د باسواده قشر کچه ټيټه ده کله چې د سواد کچه ټيټه وي د مسلکي کاري قوي فيصدي خو به بيخي کښته وي.
سیاسي علوم او نړیوالو اړیکو څانګه د پوهنځي د تدريسي ودانۍ په داخل کي د تدریسي خونو او استادانو دکمبودي په وجه په دوه وخته (سهار او ماسپښین) کي تدریسي بهیر پرمخ بیایی.
سیاسي علوم او نړیوالو اړیکو څانګه ته هرکال د کانکور د آزمویني لخوا په مشخص کوډ سره محصلان راپيژندل کیږي، چي او سمهال ۱۵۰ په شاوخوا کښي محصلان او (۵) تنه برحاله استادان لري .
د سیاسي علومو او نړیوالي اړیکي څانګي د جوړيدو ضرورت او اهميت
په ټوله کي د هیواد په داخلي او له هیواده بهر د هیواد په دیپلوماتیکو او قنسلي نمایندګیو، په ځانګړي ډول د هیواد په جنوب لوېدیځه حوزه کي سیاسي او اداري ارګانونو د مسلکي او تخصصي کادرنو دکمښت سره لاس او ګروان وو، نو ددې سیمي د خلکو په بیا بیا غوښتنه د ادارې او دیپلوماسي څانګه ایجاد سوه. د دې تر څنګ زمونږ پر هیواد د ټولو نړيوالو اصولو خلاف د لویو قدرتونو اشغال، اوږدمهاله غمیزي، داخلي جګړې، په مختلفو برخو کي ددې سیمې د عامو خلګو ژوند د ګڼو ستونزو سره مخ کړی وو، نوځکه په اړوند برخو کي د دي سيمي د خلګو د ستونزو او مشکلاتو د لیري کولو په موخه کارپوه کادرونو ته ضرورت سته. د دې ضرورت د ليري کولو او خلګو ته د ښه خدماتو د اجراء او د ښې حکومتولي د معیارونو مطابق د اجراآتو د ترسره کېدو په موخه د محلي کادرونو شتون ډير اړين دی. پورته ضرورتونو او اړتیاوو ته په کتو د اداره او دیپلوماسي څانګه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کي تاسیس سوې ده.
لیرليد (Vision):
سیاسي علوم او نړیوالو اړیکو څانګه به د سیاسي، اداري او حقوقي کادرونو په روزلو کي د هیواد په کچه نوموتې څانګه وي.
رسالت (Mission):
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګه هڅه کوي، چي د عصري ټیکنالوژي او علمي څېړنو په مټ د معیاري اکاډمیک چاپیریال په برابرولو سره ټولني ته په سیاسي، اداري او حقوقي برخو کي ملی او نړيوالو دولتي او غیردولتي ادارو ته وړ کادرونه وړاندي کړي.
موخي (Goals):
- ټولني ته په سیاسي، اداري، دیپلوماتيک او حقوقي برخوکي ژمن کادرونه روزل؛
- د سیاسي او حقوقي رژیمونو مقایسه ای پیژندنه؛
- د قانون د حاکمیت او ملي یوالی پیاوړتیا؛
- دسالمي رهبرۍ او بریالي بهرنی سیاست لپاره د سیاسیونو روزل؛
- د ملت د ارادو د تحقق او ښه حکومتولي د رامنځته کېدو په موخه وړ ممثلین روزل؛
- په سیاسي، اداري برخو کي د شته ستونزو او ننګونو د لمنځه وړلو په موخه علمي څېړني ترسره کول؛
ارزښتونه(Values) :
- اسلامي عقیدي او همدارنګه اسلامي او دیني شعائرو ته په صادقانه توګه احترام لرل؛
- مسلک او احترام؛
- مسلکي زده کړه او اعمال؛
- د اخلاقی اصولو ساتنه او بنسټیز کول؛
- د ملي یوالي د روحیې قوت او د سیاسي ثبات ټینګښت؛
- د انساني کرامت حرمت او هغه ته پوره توجه؛
- وړتیا او اولویت ؛
- د حق پیژندنه او دفاع؛ او
- عمومیت او بي طرفي.
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي د آمر لنډه پېژندنه
نوم : پوهنیار حکمت الله ملکي
دنده: د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي آمر
تر لاس لاندي افراد: د څانګي استادان
د مسؤلیت مرجع: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس
د دندي موخه: د څانګي په تحصيلي او اداري مديريت، رهبرۍ او څارنه کي د څانګي د آمریت استازولي کول او د څانګي د کمي او کيفي پرمختګ لپاره هڅي کول.
الیکترونیکي ادرس: mulki.kdr@gmail.com
د اړیکی شمیره: 0700886277
پوهنیار حکمت الله ملکي د مرحوم محمدایوب زوی، په ۱۹/ لیندۍه۱۳۶۲ هجري لمریز کال د غزني ولایت، ګیلان ولسوالی د آغوجان په کلي کي زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې د آغوجان په عالي لېسه کي راپیل او بیا له همدې لېسې څځه په ۱۳۸۲هـ ش کال کي فارغ سوی. ملکي صاحب د لوړو زده کړو په مؤخه د کانکور ازموینې له لاري ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي ته بریالی او په کال ۱۳۸۷ هـ ش کې د یادې پوهنځی د ادارې او ډیپلوماسي څانګې څخه د کادري نمرو په لرلو سره د لیسانس سند ترلاسه کړ. په ۱۳۸۸ کال یې د افغانستان د حقوقي زده کړو خپلواک ملي مرکز(INLTC) کي د حقوقي ستاژ یوکلنه دوره شروع او په ۱۳۸۹ کال کي یې یاده دوره بشپړه او په عالي درجه فارغ سو. له فراغت وروسته یی د افغانستان د مدافع وکیلانو دخپلواکي ټولني څخه د دفاع وکالت جواز تر لاسه او درې کاله د مدافع وکیل په شغل مصروف و. ښاغلي ملکي هیله درلوده چي د استادي مبارکه دنده اجراء کړي هغه و چي په ۱۳۹۲ لمریز کال کي د کادري آزمویني په پروسه کي د آزاد رقابت له لاري بریالی او د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي علمي کادر ته شامل سو. چي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له لومړنیو استادانو څخه ګڼل کېږي.
پوهنیار حکمت الله ملکي د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په مکتوب د پوهنتونونو د حمایت د پروګرام یا(USWDP) په مالي ملاتړ په داخل د هیواد کي کاتب پوهنتون ته د ماستري برنامي لپاره په ۱۳۹۵ لمریز کال کې معرفي او په ۱۳۹۷ لمریز کال کي یې د ماستري برنامه په لوړه درجه بشپړه کړي.
استاد حکمت الله ملکي فعلآ دوي مقالي نشر او یو شمیر مقالې ترلاس لاندې لري تر څو په نړیوالو او داخلي ژورنالونو او مجلو کي يې نشر کړي. استاد ملکي د پښتو ژپي ترڅنګ په دري او انګلیسي ژبو خبر کولی سي او ددې ترڅنګ له عربي ژبي سره هم بلدتیا لري.
استاد ملکي د علمي کادر غړي په حیث د استادې د مقدسي دندې ترڅنګ د اداره او دیپلوماسي څانګي د آمر په توګه څلور کاله په غیري رسمي او له ۱۳۹۹هـ ش کال راپه دیخوا په رسمي توګه د یادې څانګي د آمر په توګه دنده ترسره کوي.
استاد ملکي د کندهار پوهنتون د څېړنیز مرکز غړی او همدارنګه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د څېړني کمېټې د چارو مسؤلیت او د پوهنځي د نصاب او کریکولم کميټه غړیتوب لري. ښاغلي ملکي د خپلو رسمي او غیر رسمي دندو په جریان کې د ګڼو اداراتو څخه ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي.
د دندو لايحه:
- د ډیپارټمنټ د مجلسونو د ریاست مشري؛
- د ډیپارټمنټ د تمثیل یا کارونو ښکاره کول د لوړو نهادونو پخاطر؛
- د ډیپارتمنټ د اجنډا ترتیب، او پلان ګذاري؛
- اصولي کړنه د مجلس د فیصلې په رڼا کې، لکه د اسنادنو د تقرر تعین، علمی ترفع، او انفکاک؛
- د درسي نصاب د تطبیق، د عملي او ساحوي کارونو څخه نظارت چې د پوهنځي په ډیپارټمنټ پوري مربوط وي؛
- د پوهنځي د ډیپارټمنټ لپاره نوې لاسته راوړنې او د بهبود لپاره یې انکشاف؛
- د ډیپارتمنټ د ضرورت د رفع کولو لپاره بې سارې کوښښونه؛
- د ډیپارټمنټ د اکاډمیکو، او اداري کارونو ترتیب او تنظیم؛
- د ډیپارټمنټ د اعضاؤ کوم چه په خپلو درسونو کې یې ښه ابتکارات او لاسته راوړنې ولري دتقدیر او ستایلو پیشنهاد؛ او د مجازاتو پشنهاد د ډیپارټمنټ د هغو اعضاؤ په مورد کې چه دجدي تخلفاتوسبب ګرځیدلي وي؛
- د ډیپارټمنټ د فعالیتونو پلان جوړول، او د پوهنځي د ریاست علمي شورا ته سپارل؛
- د ډیپارټمنټ د اعضاؤ د اکاډمیکو فعالیتونو ارزیابي په هر سمستر کې او د ډیپارټمنټ په مجلس کې د هغوی څرګندول؛
- او نورې وظیفې کوم چې د قانون د احکامو مطابق د ډیپارټمنټ په آمر پورې اړه لري.
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي د علمي غړو لنډه پېژندنه:
د پوهنیار شریف الله میثاق لنډه پېژندنه
شریف الله میثاق په ۱۹۶۵ه ش کال د غزني ولایت، د ګیلان ولسوالي، د ملاجانان په کلي کي زېږدلی دی.
نوموړي استاد خپلي لومړني زده کړي د غازي پیرمحمد خان له ښوونځي څخه راپیل کړې، ثانوي زده کړي یې د پښتونخوا په کوټه ښار کې د ساینس او تقوا په عالي لیسه کې تر سره کړې او په ۱۳۸۴م کال د غزني ولایت د مقر ولسوالي له شهاب الدین مقر لیسې څخه فارغ سو.
میثاق صاحب په ۱۳۸۴ه ش کال د کانکور په ازموینه کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسې علومو پوهنځۍ ته بریالی او په ۱۳۸۸م کال د یادې پوهنځۍ د ادارې او دیپلوماسې له څانګې څخه په اعلی درجه د لیسانس په کچه فارغ سو.
شریف الله میثاق د یو شمېر نړیوالو موسسو سره د کار کولو وروسته په ۱۳۹۲ه ش کال د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسې علومو د علمي کادر غړی شو. نوموړی په ۱۳۹۵م کال د یادې پوهنځۍ د ادارې او دیپلوماسې څانګي امر، د نصاب او کریکولم کمیټې مسؤل، د یو شمېر کمیټو غړی او اوس مهال د نشراتو کمیټي، فرهنګي ګمیټي او د تقرر او انفکاک کمیټي غړی دی.
میثاق صاحب خپله ماسټري په ۱۳۹۶څخه تر ۱۳۹۸ه ش کال پوري د هند د الله اباد پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې تر لاسه کړه.
میثاق صاحب د پښتو ژپي ترڅنګ په دري، انګلیسي او اردو ژبو کې پوره مهارت لري؛ لیکني او خبرې پرې کولی سي.
نوموړي استاد د لوړو زده کړو وزارت د نوي نصاب او کریکولم مطابق د نړیوالو اړېکو تاریخ په نامه یو تدریسي کتاب لیکلی او چاپ سوی او یو بل تدریسي کتاب یې چاپ ته اماده دی. له دې سره په څنګ کې په کندهار پوهنتون او له پوهنتون څځه بیرون، یو شمېر علمې مقالې او علمي کنفرانسونه یې لیکلې او ارایه کړي دي.
استاد میثاق د خپلو رسمي او غیر رسمي دندو په جریان کې د ګڼو اداراتو څخه ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي دي.
د اړیکي معلومات
نوم: پوهنیار شریف الله ميثاق
دنده: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد
څانګه: اداره او دیپلوماسي
الیکترونیکي ادرس: smeesaq@gmail.com
د اړیکي شمیره: 0707707286
د پوهنیار ممتازالدین ممتاز پېژندنه
ممتازالدین ممتاز د ۱۳۷۱هـ ش کال د جدي د میاشتي پر لسمه نېټه د کندهار ښار اړوند په شپږمه ناحیه کي زېږېدلی دئ.
نوموړي خپلي ثانوي زده کړي په ظاهرشاهي عالي لېسه کي ترسره او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کي له همدې لېسې څخه فارغ سو. استاد په ۱۳۹۲ هـ ش کال کي د کانکور ازمویني له لاري د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی او په ۱۳۹۶ هـ ش کال کي د همدې پوهنځي له ادارې او ډيپلوماسۍ څانګي څخه په لومړي درجه د لیسانس سند ترلاسه کړ.
استاد په ۱۳۹۷ هـ ش کال کي د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي علمي کادر ته شامل سو.
استاد په ۱۳۹۸ هـ ش کال کي د لوړو زده کړو په موخه د چین هیواد ته ولاړ او په ۱۴۰۰ هـ ش کال کي ئې له (CCNU) پوهنتون څخه د نړۍ والو اړیکو په څانګه کي د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
پوهنیار ممتازالدین ممتاز فعلاً د کادري حقوقو په ساتني سره د مالیې وزارت اړوند د دولتي شرکتونو په عمومي ریاست کي د حقوقي چارو د ریاست دنده په غاړه لري او د خپل کادري مکلفیت له مخي د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کي د تدریس چاري پرمخ وړي.
استاد د پښتو ژبي ترڅنګ په دري، انګلیسي او اردو ژبو خبري کولای سي.
د اړیکي معلومات :
نوم: پوهنیار ممتازالدین ممتاز
د نړۍ والو اړیکو ماسټر
دنده: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اداره او دیپلوماسي څانګي استاد
څانګه :اداره او ډيپلوماسي
برېښنايي پته: mumtaz.kdu@gamil.com
د اړیکي شمېره: 0700 352 610
د استاد فریداحمد امرخیل پيژندنه
فریداحمد امرخیل په ۱۳۶۹ هـ ش کال د هلمند ولایت مرکز(لښکرګاه) کې زېږېدلی دی. هغه لومړنۍ زده کړې د شهید انجنیر عبدالمتین د منځنۍ ښوونځې څخه راپيل او په ۱۳۹۰هـ ش کال کې د همدی لیسه څخه فارغ سو، امرخیل د لوړو زده کړو په مؤخه د کانکور ازموینې له لاري کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي ته بریالی او په کال ۱۳۹۶ هـ ش کې د یادې پوهنځی د ادارې او ډیپلوماسي څانګې څخه د کادري نمرو په لرلو سره د لیسانس سند ترلاسه کړ.
پوهنیار فریداحمد امرخیل په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځۍ علمي کادر ته شامل سو.
پوهنیار فریداحمد امرخیل د قراقستان هیواد د دولتی پوهنتون (APA.KZ) ، د ډيپلوماسی انستیتوت څخه په ۱۴۰۱ کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې خپل ماسټري بشپړه کړی دی، د یاد استاد تیزس او علمي کنفرانس د یاد پوهنتون (APA.KZ) له لوري نشر او په ګوګل سکالر کې شتون لري.
استاد فعلآ دوې مقالي په داخلي ژورنالو او مجلو کي نشر کړي دي، همدارنګه يي دوې مقالې ترلاس لاندې لري تر څو په نړیوالو ژورنالونو او مجلو کي يې نشر کړي.
امرخیل د پښتو ژپي ترڅنګ په دري، انګلیسي او اردو ژبو خبرې کولی سي، او ددې ژبو سره بیره له قزاقی او روسی ژبو سره هم بلدتیا لري.
اداری تجربه: استاد امرخیل په ۱۳۹۷ کال کې د آزاد رقابت دلاری د هلمند ولایت د ښارجوړولو او ځمکو ریاست د محاسبی عمومی مدیریت ته بریالی او تر ۱۳۹۹ کال پورې يي نوموړی دنده مخته یوړه، د ۱۳۹۹ کال وروسته استاد امرخیل د کمپیوتری ازموینی د لاری د افغانستان د کرنیزو علومو او تګنالوژي ملي پوهنتون ته چي په کندهار ولایت کې موقیعت لری، د بهرنیو اړیکو آمریت ته بریالی سو او یاده دنده يي د ۱۴۰۲ کال پوری مخته یوړه. همدارنګه استاد امرخیل د ۱۳۹۶ کال څخه تر ۱۳۹۹ کال پوری د اراکوزیا د خصوصی د لوړو زده موسیسی د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی کې د استاد او بشری منابع د آمر په توګه دنده سرته رسولې ده، فعلآ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اداری او ډيپلوماسی څانګه کې دنده ترسره کوي.
د اړيکي معلومات:
نوم: فریداحمد امرخیل
دنده ( پوزیشن): د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ، د اداری او ډيپلوماسی څانګي استاد
د مسؤليت مرجع: د حقوق اوسیاسی علومو پوهنځی د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو څانګه
الیکترونیکی ادرس
د اړیکی شمیره
0707798146
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو برنامي د فارغ التحصیل واضح تعریف
د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو برنامې (د بهرنیو چارو وزارت او اړوند نماینده ګیو، په دولتي ادارو ، د مرکز او ولایتو حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو، علوم اکاډمي او څیړنیزو مراکزو او اړوند د اخلي او بهرنیو مؤسساتو) لپاره د مسلکي او متخصص کاردونو د روزني په منظور ایجاد سوې ده. په همدي اساس د ادارې او دیپلوماسي علمي برنامه هغه شخص د خپل فارغ التحصیل په صفت پيژني، چي (۱۴۹) کریډیټونه په یوه تحصیلي دوره کښي، چې د ورځي له خوا په څلور کاله او (۸) سمستره کې پوره او د پوهي، مهارتونو او روش (سلوک) په برخو کښي د لاندي شرایطو درولودونکي وي:
۱: د پوهي او علم په برخه کي: د (سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو) علمي برنامي فارغ التحصیل باید په دي واتونیږي چي د لیسانس په کچه د (د سیاسي علومو او دیپلوماسي په فن او مهارتونو، نړیوالو اړېکو، حقوقي لیکنې، د اداري او مدیریت په مهارتونو او سیاسي موضوعاتو باندي حاکم وي)، د ژبي (اوریدلو، ویلو، لیکلو او لوستلو) پر څلورو مهارتونو باندي تسلط ولري، ترڅو په دې وتوانیږي، چي د (سیاسي علومو او نړیوالو اړېکو په چارو) د متخصص په صفت په ټولنه کې د کار وړتیا ولري.
۲ـ د مهارتونو په برخه کي: د (سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو) د علمي برنامې فارغ التحصیل هغه شخص دی، چې حد اقل (یو له باندنیو ژبو سره بلدتیا، ښه مدیریت او د کمپیوټر مهارتونو سره) اشنايې ولري او په دي برخه کښي د خپلو ستونزو د حل توانايي ولري.
۳ـ د کړنو او چلند په برخه کي: د (سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو) د علمي برنامي فارغ التحصیل هغه شخص دی، چي د (نړیوالو اړېکو او ډیپلوماسي) تخصصي او مسلکي مضامین د هیواد نافذه قوانینو ته په احترام، اکاډمیک اصولو په رعایتولو، وطندوستي او د اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو په نظر کي نیولو سره يې ترلاسه کړي، ټولو د غه ارزښتونو ته ژمن او د هر ډول تبعیض او تعصب څخه پاک وي.
|
PEO 4 |
PEO 3 |
PEO 2 |
PEO 1 |
د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکي څانګي متوقعه پایلې
|
شمیره |
|
د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي فارغ به له فرغت سره سم وکولای سي د خپل مسلک اړوند د ټولو اخلاقي معیارونو او اسلامي او ملي روحیي په لرلو سره په کار پوه حقوقي مشارو، ځیرک سیاستمدار، تکړه څیړونکي، وړ مدیر او غښتلي قانون پوه په توګه خپلي وړتیاوي څرګندې کړي |
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی فارغ به له فراغت سره سم وکولای سي د تقنین د علمي او عملي مهارتونو په درلودلو سره د قوانینو طرحي جوړې او د حقوقي لیکنې د مهارتونو په لرلو سره وکولای سي چي معیاري حقوقي اسنادو د ترتیب او مهارتونه په عمل کي پلي کړي. |
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنڅي فارغ به له فراغت سره سم وکولای سي د ماهر ساسیتمدار، مخکښ ډیپلومات او د هیواد د اخلي او بیروني سیاست د پلي کولو اړوند مهارتونو د تطبیق وړتیاوې ورلري |
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغ به له فراغت سره سم وکولای سي د مختصص څارنوال، قاضي او مدافع وکیل په توګه ټولنې ته د خدمت جوګه وي. |
||
|
۲ |
۱ |
۳ |
۱ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي چې د یو ماهر ډیپلومات په توګه ډیپلوماتیک مهارتونه په عمل کې پلي کړای سي. |
۱ |
|
۲ |
۳ |
۱ |
۲ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم د حقوقی لیکنې د مهارتونو په لرلو سره وکولای سي چې معیاري حقوقي اسناد ترتیب او تنظیم کړي. |
۲ |
|
۲ |
۲ |
۳ |
۱ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي د وړ سیاستمدار په توګه د هیواد د داخلي او بیروني سیاست په مخ ته وړلو کي مخکښ شخص واوسي |
۳ |
|
۲ |
۲ |
۲ |
۲ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي د ټاکنو په برخه کې د کارپوه حقوقي مشاور په توګه حقوقي مهارتونه په عمل کې پلې کړي. |
۴ |
|
۳ |
۱ |
۲ |
۲ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي د اسلامی او ملي روحیه په لرلو سره د هیواد په سیاسي د ستګاه کي کارو به وکړي. |
۵ |
|
۲ |
۳ |
۱ |
۱ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي چې د مدیریت اړوند مهارتونه په پوره تخصص او مسلکتیوب سره پلي کړي. |
۶ |
|
۳ |
۲ |
۱ |
۲ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای شي چې د دفاع وکالت اړونده د ټولو اخلاقي معیارونو او اسلامي او ملي روحیي په لرلو سره خپله دنده به مخ ته وړي. |
۷ |
|
۱ |
۳ |
۱ |
۱ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي د تقنین د علمي او عملي مهارتونو په لرلو سره د قوانینو طرحې به جوړې کړي. |
۸ |
|
۲ |
۱ |
۲ |
۲ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي چې د حقوقي او سیاسي څیړنو په پایله کې حقوقې او سیاسي ستونزو ته مناسبې د حل لارې پیدا کړي. |
۹ |
|
۲ |
۳ |
۱ |
۲ |
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې فارغ به د فراغت سره سم وکولای سي چې د خپل مسلکي پوهې په لرلو سره د اساسي قانون مطابقت له نورو عادې قوانینو، نړیوالو تړونونو او بشر حقوقو نړیوالې اعلامې سره وڅیړي. |
۱۰ |
|
۲.۱ |
۲.۱ |
۱.۷ |
۱.۶ |
مجموع |
|
|
۳= ډیر تړاو لري. ۲= منځنی تړاو لري. ۱= لږ تړاو لري. |
|||||
د قضا او څارنوالۍ(حقوقو) د څانګي تاریخچه او پېژندنه
د حقوقو څانګه د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي په چوګاټ کي يو اساسي، تخصصي او فارغ ورکوونکي ديپارتمنت شميرل کيږي. د حقوقو څانګه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې په ( ۱۴۳۵ یا ۱۳۹۲) کال کي تأسيس سوه، تر څو د هیواد او په ځانګړي ډول د جنوب غرب حوزې عدلي او قضایي ارګانو لپاره وړ او مسلکي کادرونه وروزي. د حقوقو څانګه اوس مهال (۶) تنه کادري غړي لري.
د حقوقو څانګه له تأسيس څخه تر اوسه پوري د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزني له پاره په خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل مسوليت په پرله پسې توګه پر مخ وړی او تر دې مهاله پوري ئې د لیسانس په درجه تر (۱۴۰۲) کال پوري ( ۳۸۲ ) فارغ التحصیل محصلین ټولنې ته وړاندې کړي دي.
دا مهال د حقوقو څانګه د تدريس مشترکه ودانۍ لري چي په کي کتابتون او د تمثیلي محکمې خونه شتون لري
د حقوقو څانګي ته هرکال د کانکور له لارې محصلان راپيژندل کیږي، چي او سمهال یو سلو اوویا ( ۱۴۰ ) په شاوخوا کښي محصلان او (۶) تنه برحاله استادان لري.
د حقوقو څانګې د جوړویدو ضرورت او اهميت:
یوازی لوي کندهار نه، بلکې ټول افغانستان په سياسي، رهبري او اداري برخو کي له ستونزو سره مخ دی، همدارنګه د هيواد په قضايي سيسټم هم د بي شميره ستونزو سره مخ يوو چي د عمدغه ستونزو د رفع کولو لپاره د ټولني په عدلي ، قضايي ،حقوقي او اړوند په برخو کي د مسلکي کسانو نه شتون يو لويه خلا بلل کيږي، نو د ټولني په مختلفو برخو کي لکه په حقوقي، قضايي، عدلي او اړونده نورو برخو کي د خلا ډکولو لپاره د قضاء او څارنوالي څانکي ته اړتيا ليدل کیده، چي باید په فعاليت پيل وکړي، د دې تر څنګ اوږدمهاله تپل شوي جګړې په مختلفو بعدونو کي ددې سیمې د عامو خلګو ژوند د ګڼو ستونزو سره مخ کړيدي. نو د همدغه اساسي اړتياوو په بنا لازمه بلل کيږي چي د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي همدغه ډيپارتمنت ايجاد سي او محصلين په کي جذب سي او وروسته ټولني ته د متحصصو او متهعدو کسانو په ډول د خدمت لپاره وړاندي سي.
لیرليد (Vision):
د حقوقو څانګه د عدلي او قضايي کادرونو په روزنه کې د هیواد په کچه نومونې څانګه وي.
رسالت (Mission):
- د اسلامی او ملی ارزښتونو په ړڼا کی د افغانی ټولنی او نړیوالو پرمختګونو په نظر کی نیولو سره د لسانس په کچه کادرونو روزل؛
- د دینی او ملی ارزښتونو په ړڼا کی ژمن قاضیان او څارنوالان روزل؛
- د عادلانه محاکمی د اصولو د ټینګښت په موخه مسلکی او ورزیده مدافع وکیلان ټولنی ته وړاندی کول؛
- دولتی ، غیر دولتی حکمی او حقیقی اشخاصو ته د مشاوریت په برخه کی مسلکی حقوقی مشاورین روزل.
ارزښتونه(Values)
- د افغانستان د حقوقی نظام پيژندنه؛
- با کیفیت لوړی زده کړی؛
- د ملی یوالی د روحی ټينګښت؛
- برابری او ناپيلتوب؛
- وړتیا او محاسبه؛
- د قضا او څارنوالي ډيپارټمنټ اهداف(Goals)؛
- د حقوقي، عدلي او قضايي ارګانونو د پياوړتیا په موخه د مسلکي کادرونو تقدیمول؛
- ټولنې ته د تقنین په برخو کې ژمن متخصصین کادرونو وړاندی کول؛
- په اړونده درسی نصاب کی د ټولنی د اړتیاو سره سم بیا کتنه، تغیرات او اصلاحات راوستل؛
- د روزل شوو مسلکي کادرونو په ذريعه په ټولنه کي د قانون حاکميت بهیر سره مرسته کول؛ او
- سالمه اداره او د کارموندنی لپاره زمینه سازی.
د قضاء او څارنوالي (حقوقو) څانګي د آمر لنډه پېژندنه
نوم: سردارولي شفا
دنده: د حقوقو څانګي آمر او استاد
تر لاس لاندي افراد: د څانګي استادان
د مسؤلیت مرجع: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس
د دندي موخه: د څانګي په تحصيلي او اداري څارنه، مديريت او رهبرۍ کي د څانګي د آمریت د استازولي کول او د تحصيلي خدماتو په وړاندي کولو سره د څانګي د کمي او کيفي پرمختګ لپاره هڅه کول
الیکترونیکي ادرس: Sardarwalishifa1365@gmail.com
د اړیکي شمیره: 0700581012 / 0783900144
سردارولی شفأ په۱۳۶۵ هـ ش کال د غزني ولایت او د اجرستان په ولسوالی کې زیږدلي دي.
هغه لومړنۍ زده کړې، منځنۍ زده کړې او لیسه د سنګر په عالی ښوونځې کې راپيل او په ۱۳۸۵هـ ش کال کې فارغ شو، شفأ د لوړو زده کړو په مؤخه د کانکور ازموینې له لاري ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي ته بریالی او په کال ۱۳۹۱ هـ ش کې د یادې پوهنځی د ادارې او ډیپلوماسي څانګې څخه د کادري نمرو په لرلو سره د لیسانس سند ترلاسه کړ.
پوهنیار سردارولی شفأ په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځۍ علمي کادر ته شامل شو.
سردارولي شفأ د ننګرهار پوهنتون څخه په حقوقو کې د ماسټري سند د الف درجه( A greed ) کې ترلاسه کړی دی، نوموړي د بهترین تیزس د ( مجني علیه د واقع کېدو عوامل او د مخنېوي لاري) تر عنوان لاندې دفاع او په (۹۱) نمرو سره ارزیابی شو.
استاد فعلآ دوې مقالې نشر او دوي مقالی او یو علمی اثر ترلاس لاندې لري .
شفأ د پښتو ژپي ترڅنګ په دري اوانګلیسي ژبو خبرې کولی شي. ا
استاد فعلآ قضأ او څارنوالي ډیپارتمینت د آمر په حیث دنده ترسره کوي.
د دندو لايحه:
- د ډیپارټمنټ دمجلسونو د ریاست مشري.
- د ډیپارټمنټ د تمثیل یا کارونو ښکاره کول د لوړو نهادونو پخاطر.
- د ډیپارتمنټ د اجنډا ترتیب، او پلان ګذاري.
- اصولي کړنه د مجلس د فیصلې په رڼا کې، لکه د اسنادنو د تقرر تعین، علمی ترفع، او انفکاک.
- د درسي نصاب د تطبیق، د عملي او ساحوي کارونو څخه نظارت چې د پوهنځي په ډیپارټمنټ پوري مربوط وي.
- د پوهنځي د ډیپارټمنټ لپاره نوې لاسته راوړنې او د بهبود لپاره یې انکشاف.
- د ډیپارتمنټ د ضرورت د رفع کولو لپاره بې سارې کوښښونه.
- د ډیپارټمنټ د اکاډمیکو، او اداري کارونو ترتیب او تنظیم.
- د ډیپارټمنټ د اعضاؤ کوم چه په خپلو درسونو کې یې ښه ابتکارات او لاسته راوړنې ولري دتقدیر او ستایلو پیشنهاد، او د مجازاتو پشنهاد د ډیپارټمنټ د هغو اعضاؤ په مورد کې چه دجدي تخلفاتوسبب ګرځیدلي وي.
- د ډیپارټمنټ د فعالیتونو پلان جوړول، او د پوهنځي د ریاست علمي شورا ته سپارل.
- د ډیپارټمنټ د اعضاؤ د اکاډمیکو فعالیتونو ارزیابي په هر سمستر کې او د ډیپارټمنټ په مجلس کې د هغوی څرګندول.
- او نورې وظیفې کوم چې د قانون د احکامو مطابق د ډیپارټمنټ په آمر پورې اړه لري.
د قضاء او څارنوالي (حقوقو) څانګي د علمي غړو لنډه پېژندنه
د پوهنمل نصيراحمد نًصرتي پېژنه
پوهنمل نصيراحمد نُصرتي د نثاراحمد زوی د حاجي نصرالدين لمسی د فراه ولایت د مرکز اوسېدونکی دی. په ۱۹۹۲م کي د فراه ولایت په نوبهار سیمي کي زېږېدلی، لومړنۍ زده کړي يې په ۲۰۰۸م کي د فراه ولایت په نوبهار عالي لېسه کي کړي، وروسته يې په ۲۰۱۳م کي لیسانس د هرات د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی تر لاسه کړی دی. ښاغلي نُصرتي په ۲۰۱۷م کي د هند په جامعه ملیة اسلامیة پوهنتون کي د حقوقو په برخه کي ماسټري هم کړې ده. نصرتي د ۲۰۱۴م کال راهیسي د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد په توګه دنده تر سره کوي او اوسمهال د فرانسی په هیواد کی د دوکتورا په پروگرام کی مصروف دی.
د احمد ارشاد بارکزي لنډه پيژندنه
احمد ارشاد بارکزی د تاج محمد خان زوی په ۱۹۹۰ م کال په کابل ښار کې زیږیدلی دی. نوموړی په ۲۰۰۵ کال کی د استاد عبدالحق بیتاب عالی لیسه څخه په علی درجه فارغ شوی دی. استاد احمد ارشاد بارکزی په ۲۰۱۱ کال کی د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی د قضا او څارنوالی څانګی څخه فارغ شوی. په ۲۰۱۲ کال کی د وکالت دفاع جواز ترلاسه او لس کاله د حقوقی مشاور او مدافع وکیل په حیث خپلو وطنوالو ته حقوقی او جزایی برخو کی خدمات ترسره کړي دی. یاد استاد په ۱۳۹۳ کال کی د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی په کادری برخه کی جذب شو. استاد بارکزی اوس مهال د مالیزیا نړیوال اسلامی پوهنتون د مقایسوی حقوقو په برخه کی په ماستری بوخت دی. استاد په دری، پښتو، انګلیسی او اردو ژبو خبری او لیکل کولای شی.
نوم: احمد ارشاد بارکزی
دنده: استاد
څانګه: قضا او څارنوالي
د اړیکې شمېره: +60 18-251 9738
ایمیل آدرس: Aib788@yahoo.com
د نوماند پوهنیار امیــرجان الهام لنډه پېژندنه
امیرجان الهام د نورمحمد زوی په کال ۱۳۷۴هـ.ش کي د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کي زیږیدلی دئ. خپلي ابتدايي زده کړي يې د کندهار ولایت په شهید داوي منځنۍ ښوونځي کي په کال ۱۳۸۶هـ.ش کي را پيل او په ۱۳۹۶هـ.ش کي د کندهار ولایت د ظاهر شاهي عالي لیسۍ څخه په علی درجه فارغ سو. الهام صاحب د کانکور د لاري په کال ۱۳۹۶هـ.ش کي د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالۍ څانګي ته بریالی سو او له همدې څانګي څخه په ۱۴۰۰هـ.ش کي د کادري نمرو په ترلاسه کولو سره د لیسانس سند تر لاسه کړ.
امیرجان الهام په ۱۴۰۱هـ.ش کال کي د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی/د قضاء او څارنوالۍ څانګي علمي کادر ته شامل سو.
الهام صاحب د پښتو ژپي ترڅنګ په دري اوانګلیسي ژبو خبري کولای سي.
استاد فعلآ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د مرستیال په حیث دنده ترسره کوي.
د اړیکي معلومات
نوم: نوماند پوهنیار امیرجان الهام
دنده: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد او مرستیال
څانګه: قضاء او څارنوالي
الیکترونیکي ادرس: Amirhanelham711@gmail.com
د اړیکي شمیره: 0703783562
د نوماند پوهنیار آقاجان فُروتن لنډه پېژندنه
نوماند پوهنیار آقاجان فُروتن د عبدالمجید زوی د ولی محمد لمسی د غور ولایت د تیورې ولسوالی اوسېدونکی دی. په ۱۳۶۹هـ.ش کال کي د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د استوان په کلي کي زېږېدلی، لومړنۍ زده کړي يې په ۱۳۹۳هـ.ش کال کي د کندهار ولایت په ظاهرشاهي عالي لېسه کي کړي، په ۱۳۹۳ هـ ش کال کي د کانکور ازمویني له لاري د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ته بریالی او وروسته يې په ۱۳۹۸هـ.ش کال کي د لیسانس سند د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالی د څانګې څخه تر لاسه کړی دی. ښاغلي فُروتن د ۱۴۰۱هـ.ش کال راهیسي د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د استاد په توګه دنده تر سره کوي.
د اړیکي معلومات
نوم: نوماند پوهنیار آقاحان فُروتن
دنده: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد
څانګه: قضاء او ځارنوالي
الکترونیکی آدرس: forotanaqajan@gmail.com
د حقوقي کلينيک تاريخچه او پېژندنه
د حقوقي کلينيک له لاري زده کړي يو د هغه موثره تګلارو څخه دي چي د عملي مهارت په زده کولو او عملي کولو کي مرسته کوي او د تجربو د سرليک په توګه ګټه ورڅخه اخيستل کيږي.
څرګنده ده، چي د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي رسالت دا دی چي د هيواد په کچه عدلي اوقضايي ارګانونو ته په اکاډميک لحاظ مسلکي، په کار پوه او متعهدکادرونه روزي، اوپه دې برخه کي يې هيڅ ډول هڅي نه دي سپمولي.
دوی دخپل ځوريدلي او مظلوم ولس لپاره خپل دغه سپېڅلي هوډ ته ژمن دي، چي دا لوی رسالت ته به کار کوي، چي په هغه کي د قانون حاکميت، داسې عدلي اوقضايي سيستم رامنځ ته کول چي په عادلانه محاکمې باندي ولاړوي، د اشخاصو حقوق او وجايب پکښي خوندي وي او د اسلامي او بشري حقوقو تحفظ اوساتنه چي د انسانانو د اجتماعي اوفطري غوښتنوڅخه ده، رامنځته کوي.
د حقوقو او شرعياتو دواړي پوهنځي په عدلي اوقضايي برخه کې د خپل ولس د بچيانو د لا ښې معياري او عصري روزني او د دې هيواد د عدلي او قضايي نظام د ثبات او پر مختګ لپاره په دې بسنه نه کوي، بلکي د هيواد د نافذه قواننيو په رڼا کي له هري هغي منبع څخه کار اخلي چي په دې برخه کي مؤثريت او مفيديت ولري .
د دې لپاره چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلينو لپاره د عملي کارونو زمينه مساعده سي چي دا عملي زده کړي په خپله د دوی د تحصيل په مرحله کي د مسلکي حقوقي زده کړو يو مناسب فرصت دی، تر څو د څلور کلني تحصيلي دورې په بشپړولو سره کاملاً عملي کار ته په تيوريکي او عملي لحاظ آما ده وي، همدارنګه د د همدې لاري به مسلکي او متعهدانه حقوقي خدمات په ځانګړي توګه هغو بې بضاعته کسانو ته چي په وړيا ډول حقوقي خدماتو ته اړتيا لري وړاندي سي، نو د کندهار پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي دا پرېکړه وکړه چي د افغانستان د حقوقي مساعدتونو د مقررې د (۷) مادې د (۴) فقرې پر بنسټ د حقوقي کلينيک په جوړولو اقدام وکړي.
دا چي هره اداره بايد رسمي او منل سوی ليرليد، رسالت، موخي او ارزښتونه ولري چي د هغې فعاليتونه پکښي پداسي توګه ځای پرځای سوي وي د لوړو زده کړو ديوې فعاله ادارې لپاره متناسب وي او د هغه ادارې د عمده ارزښتونو اوبېلونکوځانګړتياو ښکارندوی وي.
لرلید( Vision)
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی حقوقي کلنیک به د عدلي او قضايي کادرونو په عملي او مسلکي روزنه کي د هیواد په کچه نوموتی بنسټ وي.
رسالت(Mission)
- حقوقي کلینیک تعهد کوي چي داسلامي او ملي ارښتونو په رڼاکي د افغاني ټولني او د نړیوالو پرمختګونو په نظرکي نیولو سره د لیسانس دورې محصلانو ته په عملي او مسلکي برخه کي زمینه برابره کړي؛
- حقوقي کلینیک تعهد کوي چي د اسلامي اوملي ارزښتونو په رڼا کي ژمن قاضیان، د فرامینو او احکامو د تطبیق څارونکي، مدافع وکیلان اوحقوقي مشاورین وروزي؛
- حقوقي کلینیک تعهد کوي چي دولتي، غیر دولتي حکمي او حقیقي اشخاصو ته د مشاوریت په برخه کي مسلکي حقوقي مشاورین وروزي.
موخي (Goals)
۱: دټولني بی بضاعته طبقو په ځانګړي ډول دښځو اوماشومانو لپاره دحقوقي مرستو ته دلاس رسي زمینه برابرول .
۲: د کندهار پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علوموپوهنځي محصلینو ته دمسلکي مهارتونو اولوړا وي په منظور دبرنامي تاسیس.
۳: په جزایی او مدني برخه کي د دفاع وکالت د مهارتونوسره دحقوقواوسیاسی علومو پوهنځی دقضاء اوڅارنوالي څانګي داخري کال دمحصلینو اشناء کول .
۴: دطرفینو درضایت په صورت کي داسلامي شریعت داحکامو او دافغانستان دنافذه قوانینو په رڼاکي مراجیعینو ته حقوقي مشوري ورکول
ارزښتونه (Values)
۱: د اسلام سپیڅلي دین ته درناوی؛
۲: دقانون حاکمیت ته احترام درلودل؛
۳: با کیفیته خدمات ارایه کول؛
۴: دملي یوالي دروحي ټینګښت؛
۵: برابری او عدم تبیض؛
۶: وړتیا او محاسبه .
د حقوقي کلینیک د آمر لنډه پیژندنه
نوم: شکر الله دانشمل
دنده: دحقوقي کلینیک آمر
د مسؤليت مرجع: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس
تر لاس لاندي افراد: د حقوقي کلينيک اداري کارمندان، ټرينر، سوپروايزر او مشاور استادان
د دندي موخه: په حقوقي کلينيک د عملي زده کړو له لاري د تحصيلي او اداري مديريت، رهبرۍ او څارني په برخه کي د رياست استازولي او د کلينيک د کمي او کيفي پرمختګ لپاره هڅي کول.
الیکترونیکي ادرس:
د اړیکي شمیره:
د حقوقی کلینیک دامر ددندو لایحه:
- د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو تنظیم او ترتیب ترڅو ټاکل شوي موخې ترلاسه کړي.
- د محصلینو د حاضری جوړول، مربوطه استاد ته تسلیمي او راپور یی ترتیب کول.
- عمومی پلان سره سم ربعوار،کلنی کاری پلانونو تنظیمول ترڅو ټاکل سوی موخی ترلاسه کړی
- داستادانو او محصلینو په مرسته دمدني او جزای اجراتو اړوند دعملی زده کړو لپاره مناسبه فضابرابرول
- به محصلینو دهري عملی کړني داجرا لپاره لارښود ترتیب کول
- دهري عملی کړني دمخه دمحصیلینو دمنځه څخه قاضي،مدافع وکیل،څارنوال،عدلی طب ډاکتر،متهم مجرم او نور دضرورت په اساس ټاکل اوهغوی ته قضیه تشریح کول
- داستادانو لخوا محصیلینو او عامو خلګو ته دحقوقی مشورو دورکړي زمینه برابره ول
- محصلینو ته دجزایی اجراتو مدني پیښواو عدلي طب اړوند ورکشاپونه دایرول
- دعدلی قضایی ارګانونو سره دهمکاری داجاد زمینه برابرول
- دحقوقي کلینیک اړوند ټولی نشراتي چاری تعقیب کول
- محاکمو څارنوالیو، دارالوکالو،حقوقی مراکزو او نورو سره دوخت او زمان دغوښتني مطابق تړونونه امضا کول
- محصلینوته دعملی چارو ښونی په منظور دتمثیلی محکمی داجاد لپاره قضیه، صورت دعوه،اودفاعی چمتو کول،
- داستادانو او مدافع وکیلانو په مرسته په مدني جزایی او نورو حقوقي برخو کی دمحصلانو دعملي کچي لوړول او هغوی ته دمدافع وکالت مهارتونه ښول
- نوري هغه کړني سرته رسول چي دمربوطه ریس له لوری دقانون په چوکاټ کی سپارل کیږی
د سياسي علومو کلب پېژندنه
داچي په معاصرو ډیپلوماتيکو او سیاسی اړیکو په تکتیکونو او تخنیکونو کښې چټک بدلونونه راغلي، د دغو تکتیکونو او تخنیکونو سره د محصلانو د مسلکي بلدتیا په موخه د دې پوهنځي په چوکاټ کې د سياسي علومو کلب ایجاد سو ، تر څو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي محصلانو ته د سیاست او نړیوالو اړیکو سره د عملي او مسلکي علاقه د زیاته سي، د دې کلب په مټ به د یادې څانګي محصلان وکولای سي د تيوريکي زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو مهارتونه تر لاسه کړي. عملي برنامې د محصلانو د مسلکي ظرفيت، سیاسی بصیرت او همدارنګه په ملي او نړیواله کچه د ورځنیو مهمو سیاسي مسایلو د تحلیل او تجزیي د توانايي په لوړولو کښي رغنده اغېز لري، چي په جریان کښې به محصلانو ته د ډیپلومایتکو او سیاسی اړیکو د موضوعاتو، کورنیو او نړیوالو سیاسی بحثونو، سمینارونو، ویبنارونو او د قضي مطالعي(case study)په اړه د جر او بحث زمینه برابره سی. د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو د څانګي د محصلانو لپاره د یادو نویو تکتیکونو او تخنیکونو سره مسلکي پوهاوي ارزښت ته په ګتو سره آمید سته، چي د دې کلب فعاليتونه به د محصلانو په مسلکې ظرفيت لوړونه کې مثبت تمام سي.
هغه فعالتونه چي په اوسني وخت کې د دې کلب له لاری تر سره کیږی. په لاندي ډول په پام کي نيول سوي دي، البته دا پروکامونه کېدای سي د وخت په تېرېدو د محصلانو د غوښتني او حالاتو ته په کتو سره بدلون وکړي:
۱. د سياسي وينا فن:
د سياسي علومو په کلب کي د زده کړيالانو د عملي روزني لپاره د سياسي وينا د فن پروګرام تر لاس لاندي دی، تر څو زده کړيالان وکولای سي چي د سياسي وينا فن په تيوريکي او عملي ډول زده کړي، پدې برخه کي زده کړيالانو ته د عملي تمرين له مخي د سياسي وينا د کولو تکتيکونه ورښودل کېږي. پر دريځ درول کېږي، تمرين په کېږي، تر څو د مخاطبينو له اغېز څخه خلاص سي او د جرئت په پيدا کولو سره وکولای سي چي په عامه دريځونو باندي خبري وکړي.
۲. د سياسي مسائيلو تحليل:
د سياسي علومو کلب هغه تکتيکونه چي په معاصرو ډیپلوماتیکو اړیکو کې د رامنځته سوی کړکیچونو ، د کړکیچونو د تحلیلونو اصولو او نورمونو مطابق تحليل او سپړي، د دې مسایلو عملي څیړل به محصلانو ته د دې توان ورکړي چي کولای سي چي د ليکنو، رسنيو او نورو لارو څخه د سياسي مسايلو د تحليل مهمي برخي زده کړي او په مسلکي ډول د ټولني د عامه افکارو د هدايت او مديريت لپاره تحليلونه وړاندي کړي، ټولنه اړتيا لري چي کره او دقيق معلومات تر لاسه کړي، ددې معلوماتو سرچينې هغه مسلکي او تخصصي کادرونه دي چي پدې برخه کي يې زده کړي کړي وي، نو ځکه پدې کلب کي به په زده کړيالانو کي دا وړتيا پيدا کېږي چي د روانو او تاريخي سياسي مسائيلو په اړه تحليلونه وړاندي کړي.
۳. ډيپلوماټيکي تشريفات:
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو محصلانو ته د ډيپلوماټيکي تشريفاتو په برخه کې د سياسي او ډيپلوماټيکي غونډو او مراسمو کي د ترتیباتو او ناستي په تشريفاتو کې عملي زده کړی ورکول ، تر څو په عملي ډول او د تمرین له لاری نوموړي تشريفات ترسره کړي.
۴. ډيپلوماټيکي مذاکراتو تنظیمول تخنیکونه:
د سياسي علومو په کلب کي د ډيپلوماټيکي مذاکرې د فن او مهارتونو په اړه عملي پروګرامونه په پام کي نيول کېږي، تر څو زده کړيالان د مذاکرې او چنې په مهارتونو پوه کړي، پدوی کي دا فني او تخنيکي برخي وروزي او د تمرين له مخي يې تجربه کړي. د سياسي علومو کلب پر نوموړو پروګرامونو سربېره زيات نور پروګرامونه هم په پام کي لري، لکه پوهنتون ته د سياسي شخصيتونو دعوتول او دلته پر سياسي مسايلو بحث کول، د سیاسي ريښتني پوهي د خپرولو لپاره د علمي او څېړنيزو موادو خپرول او تر ټولني پوري رسول، د عامه ذهنيت جوړول او په ځانګړو سيآسي مسايلو کي څېړني کول.
لرلید Vision:
د سیاسي علومو کلب به د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي محصلانو ته د تیوریکي، مسلکي، تخصصي او عملي مهارتونو د روزلو په برخه کې د هیواد په کچه نوموتی مرکز وي.
رسالت Mission:
سیاسي علومو کلب تعهد کوي، چي د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو د څانګي محصلانو ته د معاصرو ډیپلوماتیکو تکتیکونو، تخنیکونو او سیاسی مسایلو د شننو په برخه کې د تخصصي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي، تر څو یاد محصلان ټولني ته د خدمت جوګه وګرځي.
موخي Goals:
۱: د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د فرامینو او نافذه قوانینو په پام کي نیولو سره په اسلامي، افغانی، مسلکي او تخصصي روحیه سمبال محصلان روزل، ترڅو وکولای سی د هیواد په ډيپلوماتیکه دستګاه کې د شته ستونزو د تشخیص تر څنګ د مناسبو حل لارو په پیداکولو کې مرسته وکړي.
۲: په سیاسی مسایلو کښي د عملي ګډون له لاري د محصلانو د کاري ظرفیتونو پیاوړي کول؛
۳: په ډیپلوماتیکو مذاکرو، کنفرانسونو، غونډو او ناستو کښي د ګډون له لاري د محصلانو ظرفیت لوړول؛
۴: په ډیپلوماتیک تشریفاتو کښې د بیرغ درولو، ښه راغلاست، لاسو ورکولو، کښیناستلو، د میز د ډول..... او نورو تخنیکونه په برخه کې د محصلانو د عملي پوهه لوړول؛
۵: د بهرنیو چارو ریاست په همکاری په ډیپلوماتیکو کنفرانسونو او غونډو کې د محصلانو ګډون لپاره زمینه برابرول؛
۶: محصلانو د عملي زده کړي په موخه د پوهنتون او پوهنځی په کچه د هیواد او نړی د سياسي مسایلو په اړه ډیپلوماتیکو کنفرانسونو او روزنیز ورکشاپونو دایرولول؛
۷ : د توان مهمو مسایلو بحث او تحلیل دایر کول، په حضوري او انلاین ډول سره ملي او نړیوالو سياسي شخصیتونو دعوت کول؛
۸: په ډیپلوماټیکي تشریفاتو او نړیوالو کنفرانسونو پوري اړوند د تشریفاتو اجراتکتیکونه او تخنیکونه پیاوړتیا؛
۹: د سياسی وینا او مهارت د وړتیا پیاوړتیا په موخه د محصلانو لپاره د سیمنارنو او ورکشاپونه ترسره کول
۱۰: د سياسی مسایلو د تحلیل اړوند د تکتیکونو د زده کړي په موخه محصلانو ته سیمنارونه او عملي پروګرامونه دایرول؛
۱۱: د ډیپلوماټیکي مذاکرې د تکتیکونو او مهارتونو د روزني لپاره د محصلانو د رول پلي پروګرامونه تر سره کول؛
۱۲: د بهرنیو چارو وزارت او اړوند ریاستونو څخه د علمي سیر په موخه د سفرونو او نږدی لیدنی زمینه برابرول.
ارزښتونه Values:
۱: د اسلام مقدس دین احکامو ته احترام؛
۲: د هیواد د مشرتابه د فرامینو او نافذه قوانینو په پام کې نیول؛
۳: په ډيپلواماتیکو تشریفاتو پوری اړوند نړیوالو نورمونو ته احترام؛
۴: ملي روحیه په پام کي نیول؛
۵: علمي او عملي فعالیتونو ته ژمنتیا.
د سياسي علومو کلب د آمر لنډه پېژندنه
نوم: فرید احمد امرخیل
دنده: د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد او د سیاسي علومو کلب امر
د مسؤليت مرجع: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس
تر لاس لاندي افراد: د کلب اداري کارمندان او ټرينر استادان
د دندي موخه: د عملي زده کړو مدیريت، څارنه او رهبري او د سیاسي علومو د کلب د کمي او کيفي پرمختګ لپاره هڅي کول.
الیکترونیکي ادرس:
د اړیکي شمیره:
د سياسي علومو د کلب د آمر د دندو لايحه:
- د سياسي علومو د کلب لپاره د کلنۍ نيازسنجۍ ترسره کول او د مهمو پروګرامونو ډيزاينول؛
- د کلني عملي پروګرامونو د تطبيق په موخه عملياتي او کاري پلانونه جوړول؛
- د سياسي علومو د کلب د هري برنامې لپاره د ازموينو اخيستل او د برنامې د غړو ټاکل؛
- د مجربو او مسلکي استادانو لخوا د کلب د پلان سوو عملي پروګرامونو ترسره کول؛
- د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د څآنګي سره د پروګرامونو په مخته وړلو کي همږغي کول؛
- د زده کړیالانو ترمنځ په عملي کړنو کي سيالۍ ترسره کول او د ژوري هيئت ټاکل؛
- د زده کړيالانو لپآره د علمي سيرونو وړانديز کول؛
- د نصاب څخه د خارج فعاليتونو تشخيص او په زده کړيالانو ترسره کول؛
- د زده کړيالانو لخوا د رول پلې Role Play پروګرامونه ترسره کول؛
- د اړتيا سره سم د پوهنځی لخوا د نورو سپارل سوو دندو ترسره کول.
درېيمه برخه:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د علمي برنامو تدریسي نصاب
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی تدريسي نصاب په ۱۳۹۸ کال کي د کلسټر له لاري نوی کړل سو، ددې نصاب له مخي د کار د مارکېټ اړتياوي په پام کي نيول سوي دي، تر څو له يوې خوا د کار په مارکېټ کي د اړتيا سره سم علمي کادرونه وړاندي کړي، له بلي خوا د نړيوالو معيارونو سره سم د تحصيلي او تدريسي کيفيت لوړاوی وکړي. د افغانستان د لوړو زده کړو نظام کرار کرار د مسلکيتوب پر لور حرکت کوي، په نوي نصاب کي د حقوقو څانګه او د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګه موجوده ده، ددې څانګو تخصصي مضامين نوي سوي دي، زده کړيالان د لومړي سمستر څخه پيلېږي.
لومړی- د حقوقو (قضاء او څارنوالي) څانګي تدريسي نصاب
د حقوقو څانګه د ۱۳۹۸ کال د نوي تدريسي نصاب له مخي رامنځته سوه، تر څو زده کړيالان په حقوقي برخه کي په مسلکي ډول وروزل سي، ددې څانګي مضامين د کار د مارکيټ سره سم ډيزاين سوي دي، ټول مفردات يې نوي دي او د معياري تدريسي موادو څخه يې د استفادې سپارښتنه کړېده، له همدې کبله د کندهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی لخوا د نوموړي تدريسي نصاب د ښه تطبيق لپاره بېلابېل تدريسي ميتودونه په پام کي نيول سوي دي، تر څو له يوې خوا په تيوريکي ډول د زده کړيالانو ظرفيت لوړ سي او له بلي خوا په عملي ډول ظرفيت لوړ سي.
د مطالعې ساحې:
د قضأ او څارنوالي څانګي د تخصصي مطالعې ساحې په لاندي ډول دي:
- د مدني، جزايي او تجارتي قوانينو او اصولو تحليل او تجزيه،
- د حقوقي قواعدو احيا او تفسير،
- دفاع وکالت،
- مدني او جزايي محاکمو اصول،
- د جرم کشف، تحقيق، تعقيب او د منځه وړل،
- اداري حقوق،
- تجارتي، عيني، کورني، حقوق او وجايب او ميراث،
- محاکم، څارنوالي او حقوقي مشورتي بنسټونو اړوند.
د قضأ او څارنوالي ( حقوقو ) څانګي کاري ساحې:
د قضأ او څارنوالي څانګي فارغ التحصيل د هغه نظري او عملي زدکړو ته په کتو سره چي په څلورکلنه تحصیلي دوره کي يې تر لاسه کړي دي، په دولتي او غير دولتي معتبرو نهادونو کي د خدمت کولو په موخه اسختداميدلای سي:
- لوړو زدکړو وزارت کي،
- ښووني او روزني وزارت کي،
- ملي دفاع وزارت کي،
- د پارلمان استازولي،
- د کادر په صورت کي په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کي تدريس،
- په مسقلو کميسيونونو کي،
- کورنيو چارو وزارت کي د جرم د کشف په برخه کي،
- قضائيه قوه کي؛ د مرکز، ولايت او ولسواليو په کچه په ټولو برخو کي،
- د مدافع وکيلانو په ټولنه کي،
- په مرکزي، ولايتي او ولسواليو په سطحه رياستونو او مديريتونو مشري کول،
- څارنوالي په ټولو برخو کي،
- حقوقي مشاورتونه او داسي نور...
همدارنګه د قضأ او څارنوالي څانګي فارغ التحصلان کولای سي د سياسي علومو د فارغ التحصلانو په څېر په سياسي او ديپلوماتيکو برخو کي هم فعاليت ترسره کړي او همدارنګه کولای سي چي، د خپلو تخصصي برخو ترڅنګ په سياسي علومو او نړيوالو اړيکو کي هم ماستري او دوکتورا تر ګچي زدکړي وکړي.
دوهم- د اداره او ډیپلوماسي (سياسي علومو او نړيوالو اړيکو) څانګي درسي نصاب
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګه د تخصصي زده کړو لپاره د نوي نصاب مطابق ډيزاين سوېده، تر څو زده کړيالان پدې برخه کي مسلکي وروزل سي او د افغانستان په سياسي دستګاه کي فعاله ونډه واخلي، ددې برخي د زده کړيالانو لپاره د کار د مارکيټ سره سم تدريسي نصاب د لوړو زده کړو وزارت لخوا په ۱۳۹۸ کال کي د کلسټر له لاري ډيزاين سو، تر څو د مسلکيتوب له مخي او نړيوالو معيآرونو سره سم تدريسي او تحصيلي خدمات وړاندي کړل سي.
د ادارې او ډيپلوماسي ( سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ) څانګي کاري ساحې:
د ادارې او ډيپلوماسي څانګي فارغ التحصيل د هغه نظري او عملي زدکړو ته په کتو سره چي په څلورکلنه تحصیلي دوره کي يې تر لاسه کړي دي، په دولتي او غير دولتي معتبرو نهادونو کي د خدمت کولو په موخه اسختداميدلای سي:
- بهرنیو چارو وزرات؛
- لوړو زدکړو وزارت کي؛
- ښووني او روزني وزارت کي؛
- ملي دفاع وزارت کي؛
- د پارلمان استازولي؛
- د کادر په صورت کي په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کي تدريس؛
- په مسقلو کميسيونونو کي؛
- کورنيو چارو وزارت کي د جرم د کشف په برخه کي؛
- بهرنيو چارو وزارت کي؛ د مرکز، ولايت او ولسواليو په کچه په ټولو برخو کي؛
- د مدافع وکيلانو په ټولنه کي؛
- په مرکزي، ولايتي او ولسواليو په سطحه رياستونو او مديريتونو مشري کول؛
- حقوقي مشاورتونه او داسي نور...
همدارنګه د ادارې او ډيپلوماسي څانګي فارغ التحصلان کولای سي د قضأ او څارنوالي څانګي د فارغ التحصلانو په څېر په حقوقي، قضأيي او عدليي برخو کي هم فعاليت ترسره کړي او همدارنګه کولای سي چي، د خپلو تخصصي برخو ترڅنګ په عمومي حقوقو او خصوصي حقوقو کي هم ماستري او دوکتورا تر ګچي زدکړي وکړي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی کتلاک چي د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت لوړاوي د معيارونو سره سم جوړ سوی دی، د پوهنځی لخوا د استادانو او مسلکي شخصيتونو لخوا کارشناسي سو، وروسته د نشراتو او فرهنګي کمېټې او علمي شورا لخوا په لاندي ډول تائيد سو:
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کتلاک د نشراتو د کمېټې په ( ) نمبر پروټوکول او ( ) نېټه غونډه کي ثبت او تائيد سو.
پوهنیار شريف الله میثاق
د نشراتو او فرهنګي کمېټې مسول
د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی کتلاګ د علمي شورا په( ) نمبر پروټوکول او ( )نیټه غونډه کي ثبت او تائيد سو.
پوهنیار محمدصادق حریفال
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس