د محصلانو د لا ښې روزني او پوهنتون د پرمختګ له پاره باید خپل مسئولیتونه نور هم په ښه ډول ترسره سي

kdru_admin
Wed, Sep 23 2026 12:52 PM
د محصلانو د لا ښې روزني او پوهنتون د پرمختګ له پاره باید خپل مسئولیتونه نور هم په ښه ډول ترسره سي

د محصلانو د لا ښې روزني او پوهنتون د پرمختګ له پاره باید خپل مسئولیتونه نور هم په ښه ډول ترسره سي

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس محترم شيخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي په مشري د وږي (سنبلې) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ غړي، د پوهنځيو رئیسان او د آمریتو آمران حاضر ول.

 

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع کښي د پوهنتون رئیس محترم شيخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې وويل: الحمدلله، موږ ټول په علمي شورا کښي د دې له پاره ناست یو، چي څنګه هغه محصل، چي د ملک راتلونکی دئ، په ښه ظرفیت وروزو او څنګه خپل پوهنتون ته لا ترقي ورکړو؛ هغه امانت، چي موږ ته سپارل سوی دئ، په ښه ډول وساتو؛ زه الحمدلله مطمئن یم، چي د پوهنتون هر کس خپل مسئولیت ته ښه متوجه دئ او هر څوک هڅه کوي، چي خپله دنده په ښه ډول ترسره کړي؛ الله تعالی دي ټولو ته خیر ورکړي او زموږ ټولو هڅي دي د پوهنتون د لا پرمختګ او د محصلانو د ښه روزني سبب وګرځي.

ورپسې د معاونيتو درنو مرستيالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د خپلو فعالیتو راپورونه وړاندي کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه ئې معلومات شریک کړل.

 

په دې ناسته کښي د طب پوهنځي له پاره د نوي تعمیر پر جوړېدلو، او په طب پوهنځي کښي د نوي ایجاد سوي (بنسټیز علوم) څانګي پر څرنګوالي، د اقتصاد پوهنځي د ماسټرۍ برنامې له پاره د کانکور پر اخیستلو، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلانو له پاره د عملي کار او آسانتیاوو په موخه د ځینو سافټویرو د آنلاین رانيولو، د انجینري پوهنځي د دوو نوو ماسټرۍ برنامو د ټولګیو پر معیاري کولو، د فارمیسي پوهنځي د استادانو پر کمښت او نوو محصلانو ته د پوهنتون د پېژندني سیمینار پر وړاندي کولو او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث او پرېکړي وسوې؛ د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۱۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت