په کندهار پوهنتون کښي درې ورځنی دیني سیمینار پای ته ورسېد

kdru_admin
Sat, Aug 29 2026 9:13 AM
https://whatsapp.com/channel/0029VaIZiPUJ3juwN3bUhA0T/2741

 

 

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخه، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د کندهار پوهنتون او د یاد ولایت د خصوصي (میرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا) پوهنتونو له پاره درې ورځنی دیني سیمینار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د پیغام په ویلو سره پای ته ورسېد.

 

په یاد سیمینار کښي بېلابېلو شیوخو کرامو: د کندهار امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست رئیس مفتي کریم الله فقیري صاحب، د کندهار ولایت د علماوو شورا مرستیال شیخ الحدیث مولوي اختر محمد زعفراني صاحب، د ستري محکمې قضايي مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالله منير صاحب، د کندهار د دباندنیو چارو رئیس شیخ الحدیث مولوي فضل الحق شاکر صاحب او د جهادي مدارسو عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالواحد طارق صاحب، پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو: د پیغمبرانو علیهم السلام په سیرت کي بنیادي اصول او د هغو بېلابېل برداښتونه، د اسلامي او الحادي افکارو له نظره د ژوند او نېکمرغۍ د مانا پېژندنه، د شریعت موخي او مقاصد، د معاصرو څېړونکو د څېړنو او تشریحاتو په رؤڼا(رڼا) کښي، د نړۍ له نورو نظامو: سیکولریزم، نېشنلیزم او ډیموکراسۍ سره د اسلامي نظام توپیرونه او پر نورو دیني او علمي موضوعاتو بیانونه وسول.

 

د سیمینار په وروستیو کښي د کندهار پوهنتون د دفتر آمر ښاغلي حافظ حکمت الله حکیمي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه، (علماءکرامو، خطیبانو او امامانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی) پیغام تفصیل سره تشریح او ووایه او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

نېټه: ١٤٤٨/٣/١٤

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت