د ګازي مشروباتو زیانونه او د سالم ژوند اړتیا

kdru_admin
Tue, Jan 27 2026 1:42 PM
image

 

روغتیا د انسان له پاره د خدای جل جلاله تر ټولو لوی نعمت دئ؛ خو له بده مرغه ډېری خلک ناسم خوراک او ناسم څښاک په لويو ناروغیو اخته کړي، چي يو هم د دغه ناسم خوراک څخه ګازي مشروبات دي، چي نن سبا په ټولنه کي ډېر عام سوي دي.

طبي څېړني ښيي، چي ګازي مشروبات د انسان پر بدن منفي اغېز لري، دا ګازي مشروبات د غذا له هضمولو سره هيڅ مرسته نه کوي؛ بلکي د هاضمې سیسټم ته سخت زیان رسوي. د ګازي مشروباتو زیات استعمال د وزن د زیاتېدو، شکري، د زړه د ناروغیو او حتی د سرطان لامل کيږي؛ څېړونکي وایي: هر کال په نړۍ کي شاوخوا ۲۰۰ زره کسان د هغو ناروغیو له امله مري، چي د ګازي مشروباتو له ډېر استعمال سره تړاو لري؛ له دې ډلي څخه شاوخوا ۴۵ زره کسان د زړه د ناروغیو، نږدې ۶،۵۰۰ کسان د سرطان څخه؛ پاته نور د شکري او نورو مزمنو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

روغتیاپالان سپارښتنه کوي، چي د ګازي مشروباتو پر ځای باید عادي اوبه وڅښل سي؛ طبیعي د مېوو اوبه وکارول سي او د خوږو او مصنوعي څښاک، استعمال کم یا پرېښودل سي.

په پای کي ویلای سو، چي ګازي مشروبات د انسان صحت ته یو زیانمنوونکی ګواښ دئ؛ راځي! چي د سالم ژوند له پاره له دې زیانمنوونکو مشروباتو څخه ډډه وکړو او سالم څښاک خپل عادت وګرځوو.

نېټه:١٤٤٧/٨/٧