محصلان: راځئ، چي د نهالانو په په کښېنولو سره د پوهنتون چاپېريال زرغون کړو

kdru_admin
Mon, May 13 2024 2:48 PM
Tree

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو او د دې پوهنتون اداري کارکوونکو د يادي څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي په لارښوونه؛ د پوهنتون په بېلابېلو ځایو کښي، لسونه نهالان کښېنول او هم ئې هغه نهالان چي تېرو وختو کښي کښېنول سوي ول، خو بادو او دوړو خراپ کړي ول؛ بیرته سم کړل.

 

د نهالانو د کښېنولو پر مهال محصلانو پر ټولو نورو محصلانو هم ږغ وکړ، چي د نهالانو اېښوول او د درختو پالل صدقه جاريه ده؛ بايد ټول خلک ئې ساتني او مراقبت ته متوجې سي او تر خپله وسه دغه د خير په کار کښي برخه واخلي

همداراز د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال انجینېر اکرام الله صهيب د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل؛ چي دوی په تېر کال کښي د کندهار پوهنتون د ښکلا او زرغونتیا له پاره د پام وړ کار کړی؛ چي په خبره ئې په دې وروستیو کښي ئې شاخوا (۱۵۰۰) مثمير او غیر مثمېر نهالان او بېلابېل زینتي بوټي کښېنولي، او هم په پوهنتون کښي دننه، د ګلدان د جوړولو پروژې چاري جریان لري، چي په نږدې وختو کښې به جوړ او ګټه اخیستل ځني شروع سي.