د کندهار پوهنتون په درو پوهنځیو کي د چارو ارزونه وسوه 

kdru_admin
Sun, Mar 29 2026 5:08 PM
image

د کندهار پوهنتون په درو پوهنځیو کي د چارو ارزونه وسوه 

د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري پلاوي، د کمپیوټر ساینس، فارمیسي او ښووني او روزني پوهنځیو علمي، تدریسي او اداري چاري وارزولي، چي پر مهال ئې د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب، د یاد پوهنځیو محترم رئیسانو او مرستیالانو او د عامه پوهاوي او اړيکو آمر محترم نذيراحمد قادري صاحب هم حاضر ول.
د ارزوني په پیل کي شیخ صاحب د پوهنځیو له ریاستو، ټولو څانګو، د استادانو او محصلانو له حاضرۍ، درسي ټولګیو او اداري شعبو څخه په جلا ـ جلا توګه لیدنه وکړه او د چارو روان وضعیت ئې له نژدې و کوت.

وروسته ئې استادانو ته سپارښتنه وکړه، چي د خپلو څانګو د لا پرمختګ له پاره پوره هڅي زیاتي کړي، د ماسټرۍ برنامو د ایجاد په برخه کي کار وکړي او محصلان په ښه او معیاري ډول وروزي. همداراز ئې محصلانو ته بېلابېلي اصلاحي لارښووني هم وکړې او له هغوی ئې وغوښتل، چي خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت مطابق برابر کړي، په خپلو درسو کي لا زیات زیار وباسي او حاضرۍ ته پوره پام وکړي او له بې ځایه غیر حاضرۍ څخه ځان وساتي.

د يادولو وړ ده، چي ياد پلاوى به په ورپسې ورځو کښي په نوبتي ډول د پوهنتون ټول پوهنځي وارزوي.

نېټه: ١٤٤٧/١٠/١٠