د کندهار پوهنتون د ١٤٠٥ل. کال فارغانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله رالېږل سوی پيغام

kdru_admin
Sat, Jun 27 2026 9:14 AM
image

د کندهار پوهنتون د ١٤٠٥ل. کال فارغانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله رالېږل سوی پيغام: تاسي به په اسلامي نظام کي مهمه وظیفه پر غاړه لرئ؛ د هغه تګلاره به خپله هم عملي کوئ او نور به هم عمل کولو ته رابولئ!

د کندهار پوهنتون د ١٤٠٥ل کال د ١۱ (طب، انجنیري، فارمیسي، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو، عامه اداره او پالیسي، ژورنالیزم او عامه اړیکو، ژبو او ادبیاتو، ښووني او روزني، شرعیاتو او کمپیوټر ساینس) پوهنځیو څخه ۷۵۴ محصلان فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه په يوه پرتمینه غونډه کښي وړاندي سول، چي پر مهال ئې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورور محترم الحاج شیخ الحدیث مولوي عبدالله صاحب، د کندهار والي محترم الحاج ملا شیرين آخند، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړو ځواکونو قوماندان او د کندهار امنیه قوماندان طالب حاجي مولوي صاحب، د سهېل لوېدیځ زون د تمیز د عالي مقام رئیس شیخ مولوي شراف الدین صاحب، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر مقام ځانګړی استازی شیخ مولوي روح الله صاحب، د آزموینو د عمومي ادارې مرستیال شیخ مولوي رحیم الله حقاني صاحب، د هلمند پوهنتون رئیس مفتي شریف الله ابو احمد صاحب، د مهمند نړۍوال ګروپ مؤسس حاجي محمد صدیق مهمند صاحب، د کندهار د پوهني رئیس الحاج شیخ مولوي فخرالدین نقشبندي صاحب، د کندهار ولايت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانو د تعقيب او نظارت رئیس طه مولوي صاحب، د خصوصي پوهنتونو ښاغلو استازو، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو رئیسانو صاحبانو، قدرمنو استادانو، ګرانو فارغانو او د ګرانو فارغانو د کورنیو ښاغلو غړو برخه اخیستې وه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه؛ په شروع د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق حریفال صاحب ویناوي وکړې؛ دوی لومړی ټولو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې وویل:  نن هغه ورځ راورسېده، چي تاسي له کلونو راهیسي ور ته په انتظار واست، د زده‌کړو په دې موده کښي تاسي ته نظام او ملت ډېر امکانات برابر کړي ول؛ تر څو په علم، پوهه او مهارت سمبال سی او تر فراغت وروسته د خپل اولس، نظام او ټولني خدمت وکړای سی. نن په حقیقت کښي ستاسي د مسئولیتو نوی پړاو پیليږي؛ تاسي پوهېږی، چي نړۍ د علم، څېړني، ټیکنالوژۍ او پرمختګ پر لور په چټکۍ روانه ده؛ نو اړینه ده، چي تاسي هم د خپلي پوهي او تخصص په مټ خپل ملک له نورو ملکو سره سیال کړی، د ملک د آبادۍ او پرمختګ له پاره کار وکړی او خپل اولس د پردیو له احتیاج او اړتیا څخه وژغوری؛ په کار ده، چي په صداقت، اخلاص او مسئولیت ‌پالني سره خپل رسالت ترسره کړی او د علم له لاري د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ سبب وګرځی.
وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وويل: "ګرانو فارغانو! څلور کاله مو دلته وخت راسره تېر کړ او ستاسي د روزني او زده‌ کړو له پاره ستاسي استادانو په پوره اخلاص او زحمت کار وکړ؛ الله تعالی دي هغوی ته د دې خدمت غوره اجر ورکړي؛ نن چي ستاسي د فراغت په دې خوښۍ کښي ستاسي د کورنیو غړي هم ګډون لري، زه هغوی ته ډاډ ورکوم، چي ستاسي اولادونه څلور کاله زموږ سره ستاسي يو امانت وو؛ موږ هم د هغوی د علمي او اخلاقي روزني له پاره خپله پوره هڅه کړې ده او په ښه علمي کیفيت مو در فارغه کړل؛ ګرانو فارغانو! تاسي اوس د پوهنتون له مرحلې څخه د عملي ژوند ډګر ته داخليږى؛ له دې وروسته ستاسي مسئولیت لا ډېريږي او تمه درڅخه کيږي، چي خپله ترلاسه کړې پوهه د خپل دین، ملت، نظام او ټولني د خدمت له پاره وکاروئ؛ اميد لرم، چي د خپلو استادانو او کورنیو هیلي به ور پوره کړى او په خپلو مسلکي برخو کښي به د ملک د پرمختګ او آبادۍ له پاره خپله ونډه واخلی؛ په پای کښي تاسي ټولو فارغانو ته د زړه له تله مبارکي وایم او په راتلونکي ژوند کښي د لا ډېرو بریاوو، پرمختګو او خدماتو دؤعا درته کوم".
ورپسې د کندهار والي محترم الحاج ملا شیرین آخند فارغانو ته وويل: "الله تعالی دي تاسي د خپل ملت او ملک له پاره ګټور او بااحساس کادرونه وګرځوي؛ ټولو ته مبارکي وايم؛ الحمدلله اوس د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی دئ او دواړه د یوې علمي او روزنیزي ادارې په توګه فعالیت کوي؛ موږ د جهاد په دوره کښي د پوهنتونو څخه هم استشهاديان درلودل، چي هغوی هم د اسلامي نظام د حاکمیت له پاره قربانۍ ورکړې او په جهاد کښي ئې فعاله ونډه اخیستې وه. نن ماشاءالله ستاسي په صورت او سیرت کښي مثبت بدلون لیدل کیږي او د شریعت له اصولو سره مو ځانونه عیار کړي دي؛ له تاسي څخه غوښتنه لرم، چي پر همدې مستقیمه لاره ثابت قدمه پاته سئ، له خپل علم څخه د دین، ملت او ملک د خدمت له پاره ګټه واخلئ او د اسلامي او ملي ارزښتو د ساتني ترڅنګ د ټولني د پرمختګ له پاره هم خپل مسئوليت ادا کړئ".
وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورور محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالله صاحب، د آزموینو د ملي ادارې مرستیال شیخ مولوي رحیم الله حقاني صاحب، د هلمند پوهنتون رئیس مفتي شریف الله ابو احمد صاحب او د مهمند نړۍوال روغتون رئیس حاجي محمد صدیق مهمند صاحب ويناوي وکړې او وې ويل: دا چي تاسي فارغان د نظام لویه سرمایه یاست؛ نو اوس مو مسئولیت دئ، چي د خپل ملت د ستونزو او اړتیاوو د حل له پاره کار وکړئ او د ټولني د درد دوا وګرځئ؛ هر یو باید په خپل مسلک او تخصص کښي د نظام، ملت او ملک خدمت ته ملا وتړئ، خپل علم او وړتیاوي د خلکو د هوسایني او پرمختګ له پاره وکاروئ او ډاډ درکوو، چي اسلامي امارت ستاسي پوره ملاتړ کوي.
د غونډي په وروستیو کښي د يادو فارغانو له پاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ليکل سوی پیغام واورول سو، چي پکښي راغلي ول: «محترمو وروڼو! نن تاسي په یوه بابرکته مجلس کښي ګډون لری او دا ډول مجلسونه د خیر او برکت سرچینه يي؛ ځکه ټول د اصلاح، مشورې او د خپلو مسئولیتو د ښه ترسره کولو په نیت راټول سوي یاست؛ موږ باید د خپلو مسئولیتو د په سمه توګه ادا کولو له پاره مشورې، مذاکرې او هڅي وکړو؛ تر څو الله جل جلاله مو په دغه درانه امتحان کښي بریالي کړي.
الله جل جلاله په دې وروستۍ زمانه کښي، چي فتنې پکښي ډېري سوي دي، موږ ته د دین، اسلام او شریعت د خدمت فرصت راکړی دئ؛ پخوا به د انفرادي عباداتو د ترسره کولو مسئولیت وو؛ خو اوس الله تعالی د مسلمانانو د اجتماعي او عمومي چارو مسئولیت هم موږ ته را سپارلی دئ؛ نو اړتیا ده، چي ټول په ګډه د دغه مسئولیت د ادا کولو له پاره هڅه وکړو او خپل مکلفیتونه په ښه توګه ترسره کړو او دغه راز د اسلامي امارت د شرعي موقف دفاع او د هغه د تګلاري عملي کول د ټولو مسئولیت دئ»

په پیغام کښي دغه راز د جهادي آثارو او تاریخي ارزښتونو د ساتني پر اهمیت هم ټینګار سوی وو او له ټولو غوښتنه سوې وه، چي د دغو آثارو د خوندیتوب او اړوندو قوانینو د عملي کولو په برخه کښي پوره همکاري وکړي؛ ترڅو راتلونکو نسلونو ته د اسلامي مبارزې او قربانیو تاریخ په سمه توګه انتقال سي.

د پیغام په پای کښي د غونډي د ګډونوالو، استادانو، مسئولانو او خدمت کوونکو له هڅو څخه مننه سوې وه او دؤعا سوې وه، چي الله تعالی دي د ټولو زحمتونه او خدمتونه قبول کړي؛ دغه راز له ګډونوالو غوښتل سوي وه، چي د نظام د مسئولانو له پاره دؤعاوي وکړي او د خپلو سپارل سوو مسئولیتو په ترسره کولو کښي له اخلاص، استقامت او مسئولیت‌پالني څخه کار واخلي.
د غونډي په وروستیو کښي ټولو فارغانو ته په نوبت سره تبریک پاڼي ورکول سوې؛ په ژوند کښي د بريا دؤعاوي ورته وسوې او غونډه پاى ته ورسېده،

نېټه:١٤٤٨/١/١٠