د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د مهم آثر«د اهل السنة والجماعة عقیده» تدریس پیل سو

kdru_admin
Mon, Jun 08 2026 9:21 AM
image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د مهم آثر«د اهل السنة والجماعة عقیده» تدریس پیل سو

د کندهار پوهنتون د دارالصالحین لیلیې محصلانو ته، د یاد پوهنتون د مسجد امام محترم مولوي زین العابدین آغا صاحب، د قرآن کریم د تفسیر او ژباړي د رواني لړۍ ترڅنګ، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د مهم آثر « د اهل السنة والجماعة عقیده» د کتاب د تدریس لړۍ پیل کړه، چي شل ورځي به دوام وکړي او یاد درس به د سهار تر لمانځه وروسته ویل کیږي، چي زرونو (زرګونو) محصلانو ګډون پکښي کړی وو.

دغه کتاب د اهل السنة والجماعة هغه سمه او اصیله اسلامي عقیده بیانوي، چي د قرآن کریم او د رسول الله ﷺ د مبارکو سنتو پر بنسټ ولاړه ده، یاده عقیده د صحابه‌کرامو، تابعینو او د اُمت د سترو علماوو او خدمتګارانو له لاري تر موږ پوري را رسېدلې ده.
د کندهار پوهنتون د مسجد امام مولوي زین العابدین آغا صاحب وایي؛ د یاد کتاب د تدریس موخه د محصلانو د عقیدوي پوهاوي لا لوړاوی، د اسلامي عقایدو سم درک او د اهل السنة والجماعة د عقیدې د اصولو ترویج دئ، چي تمه ده، د محصلانو په فکري او ديني روزنه کښي به لا ډېر اغېز ولري.

نېټه: ١٤٤٧/١٢/٢١