د روغتیايي زدهکړو د فارغانو د ایګزیټ او د څوارلسم ټولګي له فارغانو څخه اختصاصي کانکور
په کندهار پوهنتون کښي د روغتیايي زدهکړو د فارغانو د ایګزیټ او د څوارلسم ټولګي له فارغانو څخه اختصاصي کانکور واخیستل سو
په کندهار پوهنتون کښي د آزموینو عمومي ادارې راغلي هیئت، د کندهار ولایت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټوټو د ٤٦٠٠ فارغانو د ایګزیټ آزموینه واخیسته، چي په پرانیستغونډه کښي ئې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي صاحب، د آزموینو عمومي ادارې راغلی پلاوی او استادانو ګډون درلود.
د غونډي په پیل کښي د آزموینو عمومي ادارې مرستیال، شیخ مولوي رحیمالله حقاني صاحب، د آزمویني د شفافیت په اړه ډاډ څرګند کړ او وې (وه یې) ویل، چي د آزمویني ټولي پوښتني په مهر او لاک راوړل سوي دي او د هر ګډونوال له پاره جلا - جلا سوالونه ترتیب سوي؛ له همدې امله د نقل او هر ډول غیر اصولي کړنو له پاره هیڅ زمینه نه ده برابره.
وروسته د آزمویني عمومي ادارې د هیئت غړی، پوهنمل محمد عارف عرفان، د آزمویني د بهیر، اصولو او طرزالعمل په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندي کړل او له ټولو ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي د آزمویني ټول اصول په پام کښي ونیسي.
د یادولو وړ ده، چي د خصوصي روغتیايي انسټیټوټو د فارغانو ترڅنګ، ۵۴ د څوارلسم ټولګي فارغانو هم په یاده آزموینه کښي ګډون کړی وو، چي د بریا په صورت کښي به د پوهنتون د لیسانس دورې درېیم ټولګي ته شامل او خپلو زدهکړو ته به دوام ورکړي.
نېټه: ١٤٤٨/١/١٠