د رهبري شورا نوبتي ناسته وسوه
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول ښاغلي غړي، د پوهنځيو محترم رئيسان، د آمریتو قدرمن آمران او اړوند محترم اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: د الله تعالی شکر ادا کوو او دا د افتخار ځای دئ، چي الله تعالی موږ او تاسي اول د علم له نعمت څخه برخمن کړي یو او بیا ئې موږ او تاسي ته په داسي اکاډیمیک چاپېریال کي د خدمت او مسئولیت فُرصت راکړی دئ، او هم د محصلانو د علمي روزني ترڅنګ د هغوی د فکري او روحي ودي له پاره هم کار کوو.
دغه راز شیخ صاحب زیاته کړه، د خوښۍ ځای دئ، چي تېره اونۍ زموږ د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو د محترم مرستیال په مشري یو شمېر استادانو کابل ته سفر کړی وو؛ الحمدلله، د اقتصاد پوهنځي، ژبو او ادبیاتو پوهنځي او انجینري پوهنځي اړوند د ماسټرۍ برنامو د فعاله کولو له پاره د یادو برنامو علمي دفاع په بریالیتوب سره وسوه؛ ان شاءالله، ډېر ژر به دغه ماسټرۍ برنامې په رسمي ډول فعالي سي او محصلانو ته به د لوړو زده کړو نوې زمینه برابره سي.
زه همېشه دا خبره کوم، چي ګډ کار، همږغي او یووالی حتماً پرمختګ ته لاره هواروي؛ خو که خدای مه کړه بېاتفاقي رامنځ ته سي؛ نو کارونه له ستونزو سره مخ کیږي او پرمختګ کمزوری کیږي؛ نو په کار ده، چي ټول په ګډه، د تفاهم او همکارۍ په فضا کي، د پوهنتون د پرمختګ له پاره کار وکړو.
ورپسې د علمي چارو معاونیت، د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کي ئې د پوهنځيو رئیسانو صاحبانو او ښاغلو آمرانو وانديزونه واورېدل او د همکارۍ ډاډ ئې ورکړ.
همداراز په ناسته کي د محصلانو د مونوګرافو د دفاع پر وخت، د غوره مونوګرافو د ټاکلو او د غوره مونوګرافو د ستاینغونډي پر جوړولو، د اقتصاد پوهنځي، ژبو او ادبیاتو پوهنځي او انجینري پوهنځي اړوند د دوو ماسټرۍ برنامو د فعاله کولو په موخه پر راتلونکو پلانو، د پوهنتون اړوند د «منډیګک» او «نارنج» مجلو پر ډیزاین او چاپ، د «تعلیم الاسلام» کتاب د سیالۍ پر جوړولو او چمتووالي، د علمي څېړنو پر پراختیا او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث وسو، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۱۹