په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر د کندهار پوهنتون له رئېس سره ولیدل

kdru_admin
Sat, Sep 23 2023 9:19 AM
/

د چهارشنبې په ورځ په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر هارون دیزي ایري او مل پلاوي ئې د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم سره ولیدل.

 

د لیدني په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان او ترکیې هیوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته هم اشاره وکړه؛ په خپلو خبرو کي ئې د ښووني په برخه کي د یاد بنسټ د ترسره کړو فعالیتو او کارو ستاینه وکړه او هم ئې په دې برخه کي د لا نورو فعالیتونو د پراخوالي او ډېروالي غوښتنه وکړه.

 

د کندهار پوهنتون رئېس دننه پوهنتون کښي د ترکي ژبي د زده کړي د کورس پر پېلېدو، د علامه حبیبي کتابتون سره د کتابو پر مرستي او د خپلو خبرو په ورستیو کي ئې د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه؛ چي په خپله لېسه کښي ټولي کړنلاري د اسلامي او افغاني دود او کلتور سره سمي ترسره کړي.

 

وروسته په کندهار کي د افغان ـ ترک لیسې مدیر هارون دیزي ایري د پروګرامونو د تطبیق په برخه کښي د لازمو آسانتیاؤ د برابرولو له امله د کندهار پوهنتون له رئېس څخه ځانګړې مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه، چي د افغانستان د پوهني نظام ترڅنګ به ولاړ یي او په دې برخه کښي به دوامداره همکاري کوي.

 

وروسته لیدنه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېدله

Latest news

Tue, Dec 05 2023 11:32 AM
Background image

د سهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو له پاره د برېښنايي زده کړو په نوم ورکشاپ پېل سو

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو له پاره د برېښنايي زده کړو په نوم درې ورځنی. . .

Sat, Sep 23 2023 9:19 AM
Background image

په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر د کندهار پوهنتون له رئېس سره ولیدل

د چهارشنبې په ورځ په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر هارون دیزي ایري او مل پلاوي ئې د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم سره ولیدل.

 

د لیدني په پېل کښي د کندهار پوهنتون. . .

Mon, Feb 06 2023 1:11 PM
Background image

An Evaluation of Sub-Skills (Vocabulary, Grammar and Pronunciation) in the Grade 9 English Textbook of Afghan Secondary Schools

 

Rahmatullah Katawazai , Mustafa Haidari, Sandaran SC

 

 

AbstractEnglish language is a part of the school's curriculum in all levels in Afghanistan as a foreign language.. . .

BACK TO NEWS