په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر د کندهار پوهنتون له رئېس سره ولیدل

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۱۹
/

د چهارشنبې په ورځ په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر هارون دیزي ایري او مل پلاوي ئې د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم سره ولیدل.

 

د لیدني په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان او ترکیې هیوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته هم اشاره وکړه؛ په خپلو خبرو کي ئې د ښووني په برخه کي د یاد بنسټ د ترسره کړو فعالیتو او کارو ستاینه وکړه او هم ئې په دې برخه کي د لا نورو فعالیتونو د پراخوالي او ډېروالي غوښتنه وکړه.

 

د کندهار پوهنتون رئېس دننه پوهنتون کښي د ترکي ژبي د زده کړي د کورس پر پېلېدو، د علامه حبیبي کتابتون سره د کتابو پر مرستي او د خپلو خبرو په ورستیو کي ئې د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه؛ چي په خپله لېسه کښي ټولي کړنلاري د اسلامي او افغاني دود او کلتور سره سمي ترسره کړي.

 

وروسته په کندهار کي د افغان ـ ترک لیسې مدیر هارون دیزي ایري د پروګرامونو د تطبیق په برخه کښي د لازمو آسانتیاؤ د برابرولو له امله د کندهار پوهنتون له رئېس څخه ځانګړې مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه، چي د افغانستان د پوهني نظام ترڅنګ به ولاړ یي او په دې برخه کښي به دوامداره همکاري کوي.

 

وروسته لیدنه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېدله

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۸:۴۶
Background image

(Google Forms) په نوم ورکشاپ دائر کړل سو

د (Google Forms) په نوم ورکشاپ دائر کړل سو

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د یاد مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي د (Google Forms) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۸:۳۳
Background image

د کیفیت پیاوړتیا څېړنیز سمپوزیم دائر سو

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، اقتصاد پوهنځي، د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون د ناروغانو د رضایت تعینوونکي عوامل اړوند څېړنیز سمپوزیم وړاندی کړ، چي پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۸:۲۷
Background image

د سميسټر نهايي آزمویني پېلي سوې

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم، د ۱۶ اونیو تدریسي او زده کړیز بهیر د خلاصېدو سره، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو نهایي آزمویني. . .

BACK TO NEWS