په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر د کندهار پوهنتون له رئېس سره ولیدل

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۱۹
/

د چهارشنبې په ورځ په کندهار کي د افغان ترک لیسې مدیر هارون دیزي ایري او مل پلاوي ئې د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم سره ولیدل.

 

د لیدني په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان او ترکیې هیوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته هم اشاره وکړه؛ په خپلو خبرو کي ئې د ښووني په برخه کي د یاد بنسټ د ترسره کړو فعالیتو او کارو ستاینه وکړه او هم ئې په دې برخه کي د لا نورو فعالیتونو د پراخوالي او ډېروالي غوښتنه وکړه.

 

د کندهار پوهنتون رئېس دننه پوهنتون کښي د ترکي ژبي د زده کړي د کورس پر پېلېدو، د علامه حبیبي کتابتون سره د کتابو پر مرستي او د خپلو خبرو په ورستیو کي ئې د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه؛ چي په خپله لېسه کښي ټولي کړنلاري د اسلامي او افغاني دود او کلتور سره سمي ترسره کړي.

 

وروسته په کندهار کي د افغان ـ ترک لیسې مدیر هارون دیزي ایري د پروګرامونو د تطبیق په برخه کښي د لازمو آسانتیاؤ د برابرولو له امله د کندهار پوهنتون له رئېس څخه ځانګړې مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه، چي د افغانستان د پوهني نظام ترڅنګ به ولاړ یي او په دې برخه کښي به دوامداره همکاري کوي.

 

وروسته لیدنه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېدله

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

انجینېر اکرام الله صهيب د کندهار پوهنتون د مالي او اداري معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى مالي او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د کندهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره نوى مرستیال وټاکل سو

د دوشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د دې پوهنتون د علمي چارو معاونیت له پاره د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس معرفي سوى نوى علمي مرستيال، پوهنيار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره تحریري آزموینه واخیستله سوه

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار، زابل او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ۴۹ خالي اداري بستونو له پاره د ۲۴۰ کاندیدو کسانو څخه. . .

BACK TO NEWS