د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلان
د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د تېرو کلونو ترڅنګ په (۱۴۰۵ل.) کال کي هم د تخصص د اکمال په آزموینه کي لوړي نومرې ترلاسه کړي دي
له نېکمرغه د کندهار پوهنتون اړوند د طب پوهنځي ۱۸ محصلان د (۱۴۰۵ل.) کال د تخصص د اکمال بستو په آزموینه کي د هيواد د بېلابېلو لویو روغتونو په بېلابېلو تخصصي څانګو کي په ښو نومرو بریالي سوي دي؛ د ياد پوهنځي د مسئولانو په خبره؛ دغو محصلانو په خپلو هڅو او د استادانو د لارښوونو په برکت وکړلاى سواى، چي په یاده ملي آزموینه کي د پام وړ لاسته راوړنه ولري او د تخصصي زدهکړو له پاره د هيواد په مهمو روغتونو کي ځای ترلاسه کړي.
دغه راز د کندهار پوهنتون رهبري یادو بریالیو محصلانو ته د زړه له تله مبارکي وایي او هیله لري، چي دوی به په خپلو راتلونکو تخصصي زدهکړو کي هم لا ډېري بریاوي ترلاسه کړي او د خپل مسلک له لاري به د هيواد د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا او د خلکو د خدمت په برخه کي مهمه ونډه ولري.
د یادوني وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو په تېرو کلونو کي هم د تخصص د اکمال په آزموینه کي د پام وړ بریاوي ترلاسه کړي دي، چي دا لاسته راوړنه د یاد پوهنځي د علمي پرمختګ او د لوړو طبي زدهکړو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۰