٢٢٠ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسيمو په ترڅ کښي ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د ښووني او روزني پوهنځي له دوولسو بېلابېلو څانګو څخه ٢٢٠ محصلان فارغه او د شاندارو مراسيمو په ترڅ کښي، چي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شيخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ محترم غړي، د کندهار د پوهني ریاست رئېس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي صاحب، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مرستیال شيخ الحدیث والتفسیر مولوي سیداحمد سعید صاحب، د پوهنځیو محترم رئېسان، د فارغانو د کورنیو قدرمن غړي، د ښووني او روزني پوهنځي درانه استادان او فارغان حاضر ول؛ ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول.
مراسيم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول. په سر کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ مولوي عبدالحکیم کریمي صاحب د انساني قاچاقو په اړه د عالیقدرامیر المؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه توشیح سوی قانون ګډونوالو ته بیان کړ.
وروسته د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر شېخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد ندیم صاحب خپله وینا وکړه؛ ښاغلي وزير صاحب وويل: دا د خوښۍ ځای دئ، چي نن د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي ٢٢٠ محصلان له څلور کالؤ زحمتو وروسته فارغيږي؛ ټولو فارغانو ته دي مبارک يي؛ تاسي ېو مهم پړاو پای ته رسولی؛ خو خپلي زدهکړي باید تر دې ځایه و نه دروى؛ بلکي نور هم دوام ورکړئ او خپل راتلونکی لا روښانه کړئ.
ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه: هغه سند، چي نن تاسي ترلاسه کوئ، دا ستاسي د څلورو کالؤ د زحمت ېو امانت دئ؛ هڅه وکړئ، چي د دې امانت حق ادا کړئ؛ د خپلي ټولني، خپل دین او خپل هيواد له پاره د خدمت وسیله ئې وګرځوئ.
هغه همداراز د انساني قاچاق پر موضوع هم خبري وکړې او فارغانو ته ئې سپارښتنه وکړه؛ که څوک قاچاقي سفر کوي؛ نه ېوازي خپله به له ستونزو سره مخ سي؛ بلکي د هغوی کورنۍ به هم پرېشانه يي؛ الحمدلله، اوس اسلامي نظام د ټولو اهل او وړ کسانو له پاره د کار مناسب چاپېریال برابر کړی؛ تاسي باید له دیني او عصري دواړو علومو برخمن اوسئ؛ ځکه زموږ ټولنه دواړو ته اړتیا لري.
ورپسې د ښووني او روزني پوهنځي محترم رئېس پوهنمل ولي محمد عزیزي ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ د پوهنځي لنډه تاريخچه ئې بيان کړه او فارغان ئې وستایل، چي څلور کاله ئې زحمت کښلى.
بيا د پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ عبدالرحمن طیبي صاحب، ټولو فارغانو ته مبارکي وويله، وروسته ئې د يادو فارغانو کورنیو ته وویل: ستاسي هیله دا وه، چي موږ ستاسي اولادونه په سمه توګه وروزو؛ الحمدلله نن مو دا هیله پوره سوه؛ ستاسي اولادونه مو په اسلامي مفکوره او عصري علومو سمبال فارغه کړل. هغه د تېر څلور کلن نظم، د استادانو زحمتونو او د محصلانو د ښه زحمت کښلو ستاینه وکړه او وې ویل: الحمدلله، تر اوسه هيڅ محصل له پوهنتون او استادانو څخه شکایت نه لري.
په وروستیو کي شېخ صاحب فارغان وهڅول، چي خپل سیرت او صورت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سنتو سره لار نور برابر کړي.
په پای کې د کندهار د پوهني ریاست رئېس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي صاحب، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مرستیال شېخ الحدیث والتفسیر مولوي سیداحمد سعید صاحب، هم ویناوي وکړې؛ هغوی فارغان د اسلامي نظام او هيواد خدمت ته وهڅول او دا ئې د ویاړ ځای وباله، چي نن مسلکي او وړ استادان فارغيږي.
د غونډي په وروستیو کښي ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او مراسيم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۰
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمریت