حقوقي کلينيک
هغه مرکز دی، چي د حقوقو او شرعياتو د پوهنځيو محصلين د عملي حقوقي زده کړو د تر لاسه کولو وروسته، د يادو پوهنځيو د مدافع وکيلانو يا دفاع وکالت جواز لرونکو استادانو تر نظر لاندي حقوقي خدمتونه وړاندي کوي. ( د حقوقي مساعدت د تنظيم مقرره ۳ ماده ۹ فقره)
د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک تاسيس:
د لوړو زده کړو وزارت د رياست انکشاف برنامه های علمي د آمريت تقنين و انکشاف مؤسساتي د دغه مکتوب (۳۲۶/۳۵۵ - نيټه ۳۰/۵/۱۳۹۶) په اساس د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک تاسيس سو.
د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک عمده لاسته راوړني:
- د استئناف محکمې په محوطه کي د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک له لاري د عملي مهارتونو د
- کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک د عدلي او قضايي ارګانونو سره د همکار حقوقي شخصيت په توګه مطرح کيدل؛
- عامو خلکو ته د حقوقي خدماتو او حقوقي مساعدتونو د ارزښت پوهاوی ورکول؛
- د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلينو ته د تيوريکي زده کړو تر څنګ حقوقي او مسلکي عملي مهارتونه او فن ورښوول.
- کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک عمومي مدير د مهارتونو زده کولو او ارتقاء ظرفيت په موخه په مختلفو ورکشاپونو او علمي سفرونو کي ګډون کړی دی.
- تر اوسه پوري د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک له لاري (۲۵۸۳) تنه نيازمندانو ته حقوقي مشورې، حقوقي خدمات او حقوقي مساعدت وړاندي سوي دي.