مرکزي لابراتوار

د مرکزي لابراتوار  پېژندنه

په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار تر جوړېدو مخکي د محصلينو د علمي کچي د لوړولو په موخه عملي تجربې د پوهنځيو په وړو لابراتوارونو کي سرته رسېدلې. دغه کوچني لابراتوارونه د پوهنتون په ښوونه او روزنه، طب، فارميسي او انجنيري پوهنځيو کي شتون درلود، چي د ظرفيت له مخي ډېر واړه او د زياتو محصلينو د ځايولو محدوديتونه په ټولو پوهنځيو کي موجود وه او د يوه پراخ لابراتوار د جوړېدو اړتيا ډېره احساسېدله.

چي په نتيجه کي د پوهنتون د ماسټرپلان سره سم  په کندهار پوهنتون کي د مرکزي لابراتوار د جوړېدو کار په ۱۳۹۰هـ ش کال (۲۰۱۱ عيسوي کال) کي د کاناډا هيواد په مالي مرسته داګري ټيم ادارې له لوري پيل او په ۱۳۹۱ هـ ش کال (۲۰۱۲ عيسوي کال)   کي ئې د جوړېدو ټولي چاري پای ته و رسېدلې او ګټي اخيستني ته اماده سو.

نوموړی لابراتوار په دوه پوړه کی ودان سوی او د لاندي اسانتياوو درلودونکی دی:

لومړی پوړ

  • کانګريټ لابراتوار
  • اسفالټ لابراتوار
  • جيوټيکنيکل لابراتوار
  • هايدرالکس لابراتوار
  • زېرمتون
  • نوم ليکني يا رجسټر له پاره پراخه ساحه

دوهم پوړ

  • لابراتوار عمومي مديريت
  • کېميا لابراتوار
  • بيالوژي لابراتوار
  • فزيک لابراتوار
  • جغرافيه لابراتوار

نوي انجينري پوهنځی تعمير

  • بريښنا څانګه
  • تودوخي څانګه
  • مهندسی څانګه

طبي کمپس

  • بيوشمي څانګه
  • مايکروبيالوژي څانګه
  • هستولوژي څانګه
  • فارميسي څانګه

 

پورتنۍ ذکر سوي ټولي څانګي په بشپړه توګه د کار له پاره چمتو او تر ډېره دبېلا بېلو پوهنځيو د کوچنيو لابراتوارونو څخه مسلکي سامانونه اړونده څانګو ته انتقال سوي دي.

 

لېرلېد

د کندهار پوهنتون  مرکزي لابراتوار به د افغانستان او سيمي په کچه يو نمونه لابراتوار وي ترڅو وټولني ته داسي مسلکي کادرونه په عملي برخه کښي وروزي چي د خپل مسلک اړوند ټولني ته د نړيوالو معيارونو سره سم خدمات وړاندي کړي.

 

رسالت

د کندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار د عملي نوښتونو، اقتصادي پرمختيا او ټولنيز پرمختګ له پاره يو کتلست دی.

مرکزي لابراتوار هڅه کوي چي د ټولني د سوکالۍ له پاره خاص تمرکز  پر علمي او مثمرو تجربو باندي وکړي.

 

موخي

  • په پوهنتون کي د عملي کارونو پياوړتيا.
  • د محصلانو استعداد لوړول  او د عملي  کار سره اشناکول.
  • د پوهنځيو د تد ريسي نصاب معيار په نظرکي نيول.
  • د پوهنځيو د عملي کارونو پياوړي کول او پراخول.
  • د محصلينو د عملي زده کړو معياري کول.
  • د  پوهنځيو په عملي ساحه کی دستونزوله منځه وړل.
  • ټول محصلين د نوي او عصري ماشين الاتو سره اشناکول.
  • د علمي قدرونو له پاره په تخصصي رشته کي لابراتواري اسانتياوي برابرول.
  • مرکزي لابراتوار هڅه کوي چي ټولي لابراتواري کړني په معياري توګه سرته ورسوي.
  • د کندهار د خلکو او پروژو عملي کار په معياري ډول سره په لابراتوار کي اجراء کول.
  • د محصلينو د اړتيا او ضرورت پر اساس لابراتواري لارښووني برابرول تر څو عملي علمي لاسته راوړني ولري.
  • محصلينو ته د زده کړي داسي چاپيريال رامنځ ته کول ترڅو د عملي کړنو رښتنې پوهه ترلاسه کړي او ځان ډاډمن، ژمن او د منلو وړ فارغ کړي.

مرکزي لابراتوار له تاسيس څخه تر اوسه پوري د هيواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په خورا سختو امنيتي،سياسي او اقتصادي شرايطو کي خپل کار ته دوام ورکړی او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو (ښووني او روزني، طب، فارميسي  او انجينري) څخه په مختلفو برخو کي محصلين روزلي دي.

 

د څانګو تشريح

  • اسفالټ څانګه

اسفالټ څانګه چي د سيول د لابراتوار يو ښه مجهزه او معياري لابراتوار دی چي د اسفالټو د کيفيت د کنټرول او معياري کولو لپاره خورا زياتي تجربي پکښي اجرا کيږي  او ډير معياري ماشينري پکښي موجوده ده او په نوموړي څانګه کښي لاندي ضروري ټيسټونه د اجراء وړدي.

  • Testing of bitumen and polymer modified bitumen
  • Testing of bitumen emulsions and waterproofing
  • Testing of thinned bitumen
  • Internal quality control in plants for the production of bitumen, polymer modified bitumen and bitumen emulsions (continuous or periodic control)
  • Dynamic testing of rheological properties of bitumen and polymer modified bitumen according to EN standards, etc.
  • Testing the quality of asphalt mixtures before and after installation for the purposes of control, design and construction of all types of asphalt layers.
  • Taking of asphalt samples from the pavement by coring and cutting out slabs for laboratory analysis
  • Internal quality control of asphalt production in asphalt mix plants (continuous or periodic control)
  • Production of preliminary mixtures for asphalt concrete, bituminous course layers, SMA, surface treatments, micro asphalts and other types of hot, warm and cold asphalt mixtures,
  • Production of job mixtures in asphalt mix plants.
  • Testing of fundamental mechanical characteristics of asphalt mixtures according to EN standards (rutting, fatigue, modules), etc.

 

 

  • خاوري څانګه

Soil Mechanics and Geotechnical Lab  خاوري  څانګه چي د سيول د لابراتوار يو ښه مجهزه او معياري لابراتوار دی چي د خاوري  د کيفيت د کنټرولولو او معياري کولو لپاره خورا زياتي تجربي پکښي اجرا کيږي  هدف يی د خاورې فزيکي حالت مشخص کول دي کوم چې د هر ساختمان لپاره د خاوري د موادو يو مناسب ډيزاين ته ضرورت سته چي د همدي ډيزاين د لاسته راوړلو او جوړولو لپاره په همدي لابراتوار کښي ښه مجهزه او معياري ماشنري موجوده ده، چي د خاوري مختلفي تجربي په اجرا کيدلاي سي لکه د خاوري فزيکي خاصيتونه چي عبارت دي له ځانګړي جاذبې، رطوبت ، کثافت، خاورې مايع، پلاستيک او انقباض حالت. د خاورې پړسيدو، وړتيا، يوځاي کول، کمپريشن وړتيا، لاسته راوړل کيږي.

 

  • د کانګريټ څانګه

کانګريټ څانګه د سيول د لابراتوارونو له جملي څخه ده چي د تعميراتو او نورو کانګريټي پروژو د کانګريټو او اګرګيټو د موادو دکيفيت او کنټرولولو برخه کي کار کوي، نوموړي لابراتوار کښي ښه معياري ماشينري موجوده ده او کولای سو د کانګريټو مقاومت ، د اوبو اندازه ، ميکس ډيزاينونه ،سيمنـټو کيفيت ، اګرګيټو ټيسټونه، طبقه بندي او نور اړوند ټيسټونه اجراء  کيدلای سي.

 

  • د بريښنا څانګه

د انرژی لابراتوار په بريښنا څانګه کي د انرژی د استعمال او لاسته راوړلو لپاره د مختلفو لارو چارو څخه  د کار اخيستلو لپاره لابراتواري وسايل، مواد، او ماشينونه موجود دي.

دهغو له جملي  موږ پر معيارونو برابر د او بو د انرژي څخه د بريښنايی انرژی د توليد لپاره ټوربينونه لرو او د دغو ټوربينونو د معرفت ، نصب او فعاليت په اړه منظمی تجربي د محصلانو لپاره اماده او وخت په وخت يی تر سره کولای سو، چی د دغو تجربو پواسطه کولای سي يو محصل په عملي ډګر کي لوی ټوربينونه اداره او مديريت کړي.

ددي سربيره داسي وسايل هم په اختيار کي لرو چی د لمريزي انرژی څخه د بريښنايی انرژی لاسته راوړلو کار ځني اخيستل کيدلای سي، هيره دي نه وي چی دا سامانونه په دومره اندازه تکميل او پوره دي چی کولای سو په عملی ډول يو د لمريزي انرژی څه د بريښنا لاسته راوړلو يو کوچنی سيسټم د محصلانو په موجوديت کي اماده کړو، د دغه ډول عملي کار پواسطه نور محصل کولای سي په ورځني ژوند کي لمريزه  بريښنايی سيسټمونه وچلوي.همدارنګه د بريښنايی سرچيني څخه بيا تر کورونو پوري د بريښنا تر توزيع پوري د ټولو لارو چارو دپاره مکمل لابراتواري وسايل لرو ، زموږ سره يی د عملي کار او تجربو لپاره مختلف او ګټور وسايل موجود دي د هغوی له جملي څخه يی transformers, relays, stabilizer   او داسي نور مهم وسايل موجود دي.

  • د تودوخي څانګه

د انرژي لابراتوار په تودوخي څانګه کي بيا نور مهم او د پام وړ ماشينونه او وسايل موجود دي. په لومړی سر د تعميراتو د ګرمولو او يخولو لپاره د منظمو سيسټمونو د ډيزاين او عملي کولو لپاره زموږ سره په دي اړه لازم موډلونه او ماشينونه شتون لري چی له هغي جملي مهم او مشهوره يی Air Condition  اوducts    يادولای سو، د دغو ماشينونو په استعمال او تجربي کولو سره محصل کولای سي په خپل سری ډول د يو مکمل تعمير دپاره د AC  سيسټم ډيزاين ، براورد او په پای کي عملي کړي.

همدارنګه داسي لابراتواري وسايل چی د لمريزي انرژی څخه د تودوخي لاسته راړولو لپاره کار کوي شتون لري د هغو له جملي د تودوخي پواسطه د اوبو تودولو مکمل سيسټم د ميوو وچولو او پخلی کولو ماشينونه او تجربي اماده او وخت په وخت تر سره کيږي، د دي ترڅنګ  د تودوخي د انتقال موضوع چی زموږ د ورځني ژوند يو ګرمه موضوع ده، په دي برخه کی هم تر ديرشو زيات لابراتواري ماشينونه په لاس کي لرو،چی دا هر ماشين د ورځني ژوند يو مهم اصل او خپل ځانګړی ځای لري، د مثال په ډول يی cooling tower , domestic heat circuit  ماشينونه يادولای سو.

همدارنګه د تعميراتو د بريښنا د لين کشي لپاره مکمل وسايل د محصيلنو د تجربو کولو لپاره په اختيار کي لرو چی دغو سامانونو باندي د ښه تمرين کولو وروسته محصل کولای سي په عملي ډول په تعميرونو کی منظمه او پر معيارونو برابره لين کشي ډيزاين، براورد او په عملي شکل د غوښتونکو لپاره اماده کړي.

د انرژي لاسته راوړلو په يو بله برخه کي چی د کچره سويو موادو څخه انرژي لاسته راوړل کيږي ، هم يو ماشين (digester) موجود دی چی کولای سو د ورځني ژوند د بيکاره سويو توکو څخه د دغه ماشين پواسطه د استفادي وړ ګاز لاسته راوړو.

او په پای کی د اوبو د ذخيره کولو، انتقالولو، موثره استعمال، توزيع کولو او مديريت کولو لپاره ګڼ شمير ماشينونه موجود دي، د دغو ماشينونو په واسطه د اوبو د انتقال توزيع او ذخيره کولو په اړه محصلينو لپاره تجربي موجودي دي، د دغو ماشينونو سره بلدتيا هم په ټولنه کی يو مهم رول لوبولای سي او د ټولني يو غټ مشکل چی پآکو اوبو ته نه لاسرسی او په عموم کی د اوبو کمښت دی، ورته رسيده ګي کيدلای سي.

 

  • د هايدراليکس څانګه

هايدراليکس څانګه  چي د مرکزي لابراتوار اړوند فعاليت کوي او د انجنيري پوهنځی پوري اړه لري د هايدراليکس  څانګه ده، دا څانګه د انجنيري مربوط په مختلفو اړخونو کي لکه  د Hydraulic  ،Fluid mechanic  ، Hydrology ، Water supply  او Ground Water  بخش کښي د تجربو مسوليت په غاړه لري.

د هايدرالکس لابراتوار کي د ټيسټو له پاره  ډير معياري او د نړي د مشهورو کمپنيو  لابراتواري وسايل، مواد، او ماشينونه موجود دي، لکه  د  Armfield کمپنی مشهوره ماشينري، هايدروسټاټيک بينچ ،اورفيز، برنولي، رينفال ماشين، ارشميديز قانون، برنولي قانون، وينچر فلوم  او نور معياري وسايل موجود دي چي ښه منظم ټيسټونه  په تر سره کيدلاي سي.

همدارنګه په هايدراليکس څانګه کښي د ويسکاسټي لپاره يا هغه مايعات چي لزوجت يي معلوم سي کولاي سي لاسته يي راوړي، چی وسايل او ماشينري  يي شتون لري او ددي تر څنګ داسي وسايل هم په اختيار کي لرو چي کولاي سي د ابياری په برخه کښي د اوبو سرعتونه او اندازي لاسته راوړلای سو او په ښه توګه کار ځني اخيستل کيدلاي سي، او همدارنګه کولاي سي د کانالونو، ويالو او بدرفت سيسټمونو کښي ټيسټونه په اجراء سي.

د رينفال ماشين په واسطه کولای سو چي په خاوره کښي د اوبو د جذب قابليت او اندازه معلومه کړو او هغه خاوره چي د ساحي څخه د سمپل په شکل لاسته راغلي ده، هايدروګراپ يي معلوم کړو يعني رنآف او بيس پلو لاسته راوړو.

 

  • د مايکروبيالوژي څانګه

مايکروبيالوژي لابراتوار چی محصلينو ته مايکروبيالوژي مضمون اړوند د مجهزو عصري وسايلو په لرلو سره د عملی تدريس له پاره جور سوي، په دي لابراتوار کي د عملي تدريس په موخه د باکټريا مختلفي ميډياوي يا کلچررونو تر څنګ مختليف باکټريا يي ټيسټونه تر سره کيږي. 

 

  • بيوشيمي څانګه (Biochemistry Laboratory )

د بيوشيمي لابراتوار چی محصلينو ته د بيوشيمي مضمون اړوند عملي کارونو له پاره جور سوی دی (, fats, Glucose , KFT  LFT…..) او داسی نور ضروري  ټيسټونو د تر سره کولو له پاره وسايل لري.

 

  • هستولوژي څانګه (Histology Laboratory)

د هستولوژي لابراتوار چي محصلينو ته د هستولوژي او هستوپتالوژي مضامينو اړوند عملي کار له پاره جور سوی دی،  په دي لابراتوار کي محصلينو ته د هستولوژي او هستوپتالوژي جوړ سوي سلايډونو په واسطه د نارمل انساج او سرطاني انساج ښودل کيږي.

 

 

  • د بيولوژي څانګه

د کندهارپوهنتون د مرکزي لابراتوار په وداني کی د بيولوژي د څانګي ځانګړي لابراتوار يو علمي عصري مرکز دي

چي د بيولوژيکي علومو په عملي زده کړه او څيړنه کي مهم رول لوبوي دا لابراتوار د حيواني او نباتي علومو لکه عمومي بيولوژي، ماليکولي بيولوژي، زولوژي، مايکروبيولوژي، ايکالوژي، هستولوژي، جنتيک، اناټومي اوفزيولوژي، نباتات، نباتي فزيولوژي، او داسي نورو اساسي اوتخصصي برخو تمرکزکوي ذکرشوي لابراتوار د مختليفو او پرمختللوسامان الاتو په درلودلوسره دليسانس په کچه په عملي برخه کي د محصلينو د روزني يو پياوړی مرکز دی،  همدارنګه دا لابراتوار د محصلينو د ليسانس د دوري د پايليک د بشپړولو له پاره د عملي کارونو او څيړونو يو مرستندويه مرکز دی چي په دغه ټولو برخوکي مختليفي تجربي سرته رسوي، چی لاندي ذکر سوي دي.

  • د حجري مشاهده کول
  • د موډل په مرسته دپوستکي مشاهده او کتنه.
  • د موډل په واسطه دانسان دهضمي سيستم نسجي طبقي بيانول.
  • د مايکروسکوپ سره دمحصلينو اشنايي کول.
  • د چارټ په مرسته دانساجو ښودنه .
  • د نباتاتوپه پاڼوکي دسلولوز نسج کتنه .
  • دکلورو پلاست کتنه.
  • تبخيرپه نباتاتوکي.
  • دويني دګروپونو معلومول.
  • سلايډ اوکورسلايډ ښودنه.
  • دلابراتوار ډولونه پيژندل.
  • دکلچرميډيا جوړول.
  • په عملي ډول دکب د ظاهري جوړښت مشاهده کول.
  • مايتوسيس حجري ويش ښودنه په موډل کي.

 

 

  • د کيميا څانګه

کيميا څانګه چی د مرکزی لابراتوار اړوند فعاليت کوي او د ښووني او روزني پوهنځی پوری اړه لري، دا څانګه د ژوند په مختليفو اړخونو کي د کېميا د رول او کېمياوي تجربو مسوليت په غاړه لري.

دا څانګه بيا د خپلو زياتو تجربو او زياتو کاري وسايلو د درلودلو له کبله زيات د اهميت وړده او د کار د لا ښه سمون لپاره يي کارونه د يو تن مسلکي لابرانټ لخوا پر مخ وړل کيږي، چی په ټوله کی ۱۱۱ قلمه ماشينونه وسايل او۱۲۰ قلمه مختليف کېمياوي مواد د تجربو اجراکولو لپاره په واک کي لري.

د کېميا په لابراتوار کي زياتي عملي تجربي سر ته رسيږي، چی يو څو يی عبارت دي لکه، دکاليو مينځلو صابون جوړول، دکاليو مينځلو صابون جوړولو په طريقه پوهيدل او د صابون څخه په ورځني ژوند کي د نظافت او پاکوونکي مادي په حيث کار اخيستل، په عضوي مرکبونو کي د کاربن او هايدروجن عناصرو پيژندنه، او غواړو پوه سو چي هر عضوي مرکب د کار بن او هايدروجن عنصر لري، د ايتلين غاز استحسال، د ايتلين غاز په خواصو پوهيدل، د اوبو برقي تجزيه، د اکسيجن فيصدي او داسي نوري عملي تجربي.

 

  • د فزيک څانګه

د کندهارپوهنتون د مرکزي لابراتوار په وداني کی دفزيک دڅانګي ځانګړي لابراتوار يو علمي عصری مرکز دي، چي د فزيکي  علومو په عملي زده کړه او څيړنه کی مهم رول لوبوي دا لابراتوار د عمومي فزيک ،نورفزيک اوداسي نورو اساسي اوتخصصي برخو تمرکزکوي ذکرشوي لابراتوار د مختليفو او پرمختللوسامان الاتو په درلودلوسره دليسانس په کچه په عملي برخه کي د محصيلنو دروزني يو پياوړی مرکز دی همدارنګه دا لابراتوار د محصيلنو دليسانس د دوري د پايليک دپوره کولو لپاره د عملي کارونو او څيړنو يو مرستندويه مرکز دی چي په دغه ټولو برخوکی مختليفي  او د استفادي وړ تجربي سرته رسول کيږي.

 

  • د محصولي قوي پيداکول
  • کثافت پيداکول
  • مشابه مستقيم الخط حرکت پيژندل
  • دحرارت اندازه کول .
  • دانعکاس قوانين پيژندل .
  • پروجکتورجوړول .
  • دکلوروپلاست کتنه
  • دسترګی فزيکي جوړښت
  • مايکروسکوپ اوتلسکوپ پيژندل
  • حقيقي اومجازي تصوير په لاس راوړل
  • دلابراتوار ډولونه پيژندل
  • ذربين پيژندل

 

 

 

 

شميره

عکس

معلومات

1

 

نوم: نذير احمد  

تخلص: وفا

وظيفه: د مرکزي لابراتوار عمومي مدير

څانګه: عمومي

تحصيل: ليسانس

nazir.muez@yahoo.comبريښناليک:  

+93 (0) 700 327 494موبايل:

2

 

نوم: ولي محمد

تخلص: محمدي

وظيفه: د کيميا څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار دکيميا څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: walimuhammad3387@gmail.com

+93 (0) 703 695 232موبايل:

3

 

نوم: احسان الله  

تخلص: صابر

وظيفه: د کانکريټ څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د کانکريټ څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: ehsanullahsabir1991@gmail.com

+93 (0) 700 323 177موبايل:

4

 

نوم: محمد قسيم

تخلص: نعمي

وظيفه: د فزيک څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د فزيک څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: qasimnaimi261@gmail.com

+93 (0) 704 445 261  موبايل:

5

 

نوم: رفیع الله

تخلص: حلیم

وظيفه: د تودوخي څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د تودوخي څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: rafibark971@gmail.com

+93 (0) 708 777 167موبايل:

6

 

نوم: نعمان

تخلص: پښتون

وظيفه: د مهندسی څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د مهندسی څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: numanfaridon1@gmail.com

+93 (0) 705 556 883 موبايل:

7

 

نوم: میرویس

تخلص: ارین

وظيفه: د هایدروالکس څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د هایدروالکس څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: mirwaisaryan03@gmail.com

+93 (0) 703 703 598موبايل:

8

 

نوم: علی احمد

تخلص: صالحی

وظيفه: د بیوشیمي څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د بیوشیمي څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: aliahmadsalihy@gmail.com

+93 (0) 706 640 918 موبايل:

9

 

نوم: محمد هاشم

تخلص: رسولي

وظيفه: د مایکروبیالوژي څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د مایکروبیالوژي څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: mohammadhashimrasooli25@gmail.com

+93 (0) 707 848 346 موبايل:

10

 

نوم: ذبیح الله

تخلص: فیضي

وظيفه: د هستولوجي څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار د هستولوجي څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: faizinawak@gmail.com

+93 (0) 700 353 207موبايل:

11

 

نوم: محمد موسی

تخلص: اکرمي

وظيفه: د جیوتکنیکل څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار جیوتکنیکل څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: akramimmusa51@gmail.com 

+93 (0) 704 671 737 موبايل:

12

 

نوم: شاه جهان

تخلص: باوري

وظيفه: د فارمسي څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار فارمسي څانګه

تحصيل: ډیپلومه په فارمسي کي

بريښناليک: bawari231@gmail.com

+93 (0) 705 996 704 موبايل:

13

 

نوم: اقبال احمد

تخلص: رحيمي

وظيفه: د بريښنا څانګي لابرانټ

څانګه: د مرکزي لابراتوار بريښنا څانګه

تحصيل: ليسانس

بريښناليک: iqbalahmadyasir5@gmail.com

+93 (0) 700 472 628 موبايل:

د مرکزي لابراتوار معلومات د اړتيا په وخت کي

14

 

نوم: د کندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار

مخفف: KUCL

څانګي: ۱۵ مختليفي څانګي

بريښناليک: kucentrallaboratory@yahoo.com