د علم المیراث په نوم یو میاشتنی ورکشاپ پيل سو

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۴۱
image

د علم المیراث په نوم یو میاشتنی ورکشاپ پيل سو

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همغږۍ آمریت اړوند د حقوقي کلینیک مدیریت، د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي د يادي پوهنځي او د شرعياتو پوهنځي د څلورم کال محصلانو ته، د شرعیاتو پوهنځي د استاد محترم پوهنیار عابد احمد صمیم په همکارۍ د علم المیراث په نوم یو میاشتنی ورکشاپ پیل کړ، چي یاد ورکشاپ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه تر۸:۰۰ پوري ادامه لري.

په ياد یو مياشتني ورکشاپ کښي به محصلانو ته د علم المیراث بنسټیز اصول، د فرضونو پېژندنه، د شرعي میراث د وېش طریقې، ستونزي، استثناوي او د عملي حللارو تمرینونه وړاندي سي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۲