دکندهار پوهنتون د رئېس پیغام کندهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي ېو له هغو پنځو لویو پوهنتونو څخه دئ؛ چي په (۱۹۹۰م. يا ۱۳۶۹ ل) کال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي – فرهنگي مرکز کندهار کښي؛ د لوړو زده کړو وزارت تاًسيس کړ؛ دغه پوهنتون د دې حوزې د پنځو ولايتي پوهنتونو: (کندهار، هلمند، روزګان زابل او ډايکنډي) ټول علمي او اداري فعاليتونه اداره کوي؛ کندهار پوهنتون به د علومو په بېلابېلو برخو کښي د معياري تدریس او باکیفیته څېړنو په ترسره کولو سره؛ د ټولني د پرمختیا او هوسايني له پاره د خدمتونو په وړاندي کولو سره د هیواد مخکښ او د سیمي معتبر پوهنتون يي. کندهار پوهنتون دیوې ژمني، تجربه لرونکي او علمي رهبري له خوا څخه پر مخ ځي او دا رهبري کوښښ کوي؛ تر څو کندهار پوهنتون په نړۍواله کچه د ېو پېژندل سوي او لوړ مقام لرونکي پوهنتون په توگه پر مخ بوځي. دکندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طيبي

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۷:۳۲
Background image

د مسلکي راډیویي سکريپټ لیکني دوه ورځنی ورکشاپ دائر سو

 

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د رسنیو عملیاتي مرکز آمریت اړوند، د پوهنتون ږغ راډیو د خپل کلني پلان پر اساس، د انټرنشیپ محصلانو ته د مسلکي وړتیا د لوړولو په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۲:۲۱
Background image

په مصر کښي د افغانستان سفير محصلانو ته د عملي ډیپلوماسۍ په اړه آنلاین ویبینار وړاندي کړ

 

 

د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په هڅو، په مصر، قاهره ښار کښي د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماټ او د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار د عملي ډیپلوماسۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت او صمیمي تعلیمي اکاډيمۍ ترمنځ د همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک سو

د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت او صمیمي تعلیمي اکاډيمۍ ترمنځ د همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک سو

 

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت او صمیمي تعلیمي اکاډيمۍ ترمنځ د. . .