په مصر کښي د افغانستان سفير محصلانو ته د عملي ډیپلوماسۍ په اړه آنلاین ویبینار وړاندي کړ
د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په هڅو، په مصر، قاهره ښار کښي د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماټ او د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار د عملي ډیپلوماسۍ، ډیپلوماټیکو چارو او اړوندو مسایلو په اړه محصلانو ته معلومات وړاندي کړل، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرۍ غړي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مسئولان، استادان او محصلان حاضر ول.
د ویبینار په پیل کښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار فرید احمد امرخېل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان سفارت له سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار څخه ئې مننه وکړه، چي خپل قیمتي وخت ئې د کندهار پوهنتون د محصلانو له پاره ځانګړی کړ او په دغه علمي ویبینار کښي ئې ګډون کړی دئ؛
ورپسې د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار مولوي سیف الله سعید، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د رهبرۍ او استادانو هڅي وستایلې او د دا ډول علمي او عملي ویبینارو جوړېدل ئې د محصلانو د مسلکي روزني له پاره مهم ياد کړ؛
وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق حریفال وويل: د نظري مضمونو ترڅنګ، د عملي زده کړو زمینه برابرول د پوهنځي له مهمو موخو څخه ده او دا ویبنار به محصلانو ته دا موقع ورکړي، چي له يوه تجربه لرونکي ډیپلوماټ څخه د ډيپلوماسۍ عملي اړخونه زده کړي.
په پاى کښي په قاهره کښي د افغانستان د اسلامي امارت ډيپلوماټ او د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له کندهار پوهنتون څخه ئې مننه وکړه، چي د محصلانو د عملي زدهکړو او د هغوی د مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه ئې د دغه علمي ویبینار د جوړېدو زمینه برابره کړه. هغه لومړی د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلانو له پاره د عملي ډیپلوماسۍ په اړه خپل معلومات او تجربې شریکي کړې او ورسته ئې محصلانو ته د ډيپلوماسۍ بنسټیز اصول، د ډيپلوماټیک پروتوکول رول، د ډيپلوماټیکي وینا هنر او د نړۍوالي همکارۍ اړوند موضوعات تشريح کړل؛ د محصلانو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل او ويبنار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲
د نشراتو او او عامه اړيکو آمریت