ښووني او روزني پوهنځی لنډه پېژندنه

د ښووني او روزني پوهنځي په ۱۳۸۱ل. کال کښي تاسيس او اوسمهال په درو ( عمومي، داخل خدمت او شپې) پروګرامونو کښي له دوولسو څانګو څخه د لیسانس په درجه مسلکي- تخصصي ښوونکي او کادرونه ټولني ته وړاندي کوي؛  د ښووني اوروزني پوهنځى ۷۳ استادان، ۳ اداري او ۶ خدماتي کارمندان لري؛ ښووني او روزني پوهنځى اوس د ۲۵۰۰ شاوخوا محصلان لري، چي ۸٪ ئې ښځينه دي؛ د تېرو اتلسو کلونو په څورلسو دورو کښي ئې ۳۴۵۶ فارغان، چي ۱۷۶ ئې ښځينه دي، ټولني ته وړاندي کړي دي؛   

څانګي

  1. طبعي علوم
  • رياضي؛
  • کېميا؛
  • بيولوژي؛
  • فزيک؛
  • کمپيوټر زده کړه.
  1. ژبي او ادبیات                           
  • پښتو ژبه او ادبيات؛
  • انکرېزي ژبه او ادبيات؛
  • دري ژبه او ادبيات.
  1. ټولنیز علوم
  • تاریخ؛
  • جغرافيه؛
  • بدني روزنه.    
  1. اسلامي تعلیمات
  • اسلامي علوم او فرهنګ.

د ښووني او روزني پوهنځي شپې پروګرام په ۱۳۸۹ل. کال تاسیس او اوسمهال ئې لاندي څانګي فعاله دي؛

  1. رياضي؛
  2. بيولوژي؛
  3. پښتو ژبه او ادبیات؛
  4. انګرېزي ژبه او ادبيات؛

ليرليد :

 د ښووني او روزني پوهنځی به د مسلکي ښوونکو په روزلو او د معياري څېړنو په ترسره کولو سره د هیواد په کچه مخکښ وي.

رسالت :

د معياري تحصیلي نصاب او د عصري تدريسي مېتودونو په عملي کولو او څېړنيزو مهارتو په ښوولو سره مسلکي ښوونکي روزي.

هدف :

علمي او اکاډيميک کادرونه روزل، چي په ملي او نړۍواله کچه منلي، اسلامي او افغاني  فرهنګ ته وفادار او د پياوړتيا او پراختيا له پاره ئې کار وکړي.

ارزښتونه :

  • د ملي او اسلامي ارزښتونو درناوی؛
  • د بشر لوړ مقام او انساني  کرامت ته درناوی؛
  • د ټولنيزو مسؤليتونو پېژندنه؛
  • محصلانو ته د لوړ او آزاد فکر روحيه ورکول؛
  • د سالم افغاني فرهنګ وده او پراختيا؛
  • متقابل احترام؛  
  • ډله ايز کار او همکاري؛
  • له تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د ادارې د پرمختګ له پاره ژمنتيا.

د پوهنځي د رئيس پېژندنه

احمدظاهر ولي د کندهار ولایت په درېیمه ناحیه کي د ۱۹۸۸ کال د سپټمبر پر ۲۷مه نیټه زیږېدلی دئ. د ښوونځي زده کړی ئې په ظاهر شاهي عالي لېسه کي بشپړي کړي دي؛ د لیسانس درجې زده کړي ئې د انګرېزي ژبي او ادبیاتو په برخه کي په ننګرهار پوهنتون کي په ۲۰۱۲ کال بشپړي کړي دي. ښاغلی ولي د لیسانس دورې تر فراغت وروسته سمدستي په ۲۰۱۲ کال په کندهار پوهنتون کي د ښووني او روزني په پوهنځي کي د انګرېزي ژبي او ادبیاتو په برخه کي مقرر سو او تر دې دمه په همدې تحصیلي نهاد کي خپله دنده د استاد په حیث مخ ته وړي. ښاغلی ولی په ۲۰۱۹ کال د ماسټرۍ درجې زده کړي د مالیزیا هیواد د University Teknologi Mara  پوهنتون څخه د Teaching English as a Second Language  په برخه کي بشپړي کړي دي. ښاغلی ولی د ۱۳۹۹ کال کی د حوت د میاشتی پر ۱۵ مه نېټه، د ښووني او روزني پوهنځي د رئېس په توګه وګمارل سو.

رياضي څانګه

پېژندنه :

رياضي څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي په کال ۱۳۸۲ل. کال کي تاسیس سوله، یادي څانګي په درو پروګرامونو(آزاد، داخل الخدمت او شپې) کي په پرله پسې توګه د ریاضي په برخه کي محصلان جذب او مسلکي ښوونکي (فارغان) ټولني ته د خدمت له پاره  وړاندي کړي دي. رياضي څانګه نهه رسمي استادان لري، چي اته ماسټر او یو د ليسانس تحصيلي درجه لري.

لېرلید :

ریاضي څانګه به د تدريس، څېړنې او د مسلکي خدمتونو په وړاندي کولو سره د هيواد په کچه یوه مخکښه څانګه وي.

رسالت :

څانګه هڅه کوي، چي د معیاري نصاب په تطبیق او د څېړنيزو اسانتیاوو په برابرولو سره د ریاضي مسلکي ښوونکي وروزي.

اهداف :

  • دریاضي په برخه کي د علمي او مسلکي ښوونکو وړاندي کول؛
  • په عملي ساحو کي د ریاضيکي مسائلو تطبیقول او عامول؛
  • اوسني نوي نسل ته د یووالي او وطن دوستۍ احساس ورکول.

ارزښتونه :

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • خپل او ټولنیز مسئولیتونه پېژندل؛
  • د هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کول؛
  • په بشپړه ایماندارۍ او صداقت  د ټولني له پاره خدمت کول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

تحصيلي درجه

علمي رتبه

۱

قدرت الله نظري

امان الله

دوکتور

پوهندوی

۲

نورحبيب نظرخېل

محمدامين

ماسټر

پوهنمل

۳

نور الله نوري

ولي محمد

ماسټر

پوهنيار

۴

محمدفاروق حيکمي

محمدظاهر

ماسټر

پوهنمل

۵

ولي محمد عزيزي

عبدالعزيز

ماسټر

پوهنيار

۶

محمدعالم روحاني

محمدرسول

ماسټر

پوهنيار

۷

اسدالله ترابي

توکل

ماسټر

پوهنيار

۸

عبدالباري صديقي

غلام نبي

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

کېميا څانګه

پېژندنه :

کېميا څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي په ۱۳۸۳ل. کال تاسيس سوله، چي اساسي مقصد ټولني ته د مسلکي او تخصصي ښوونکو وړاندي کول دي؛ د تېرو اوولسو کلونو په جريان کي په لسو دورو کي (۳۸۵) مسلکي ښوونکي(فارغان) ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي؛ د کېميا څانګه اوسمهال پنځه ماسټر او یو دوکتور استاد لري.

لېرليد :

کېمیا څانګه ټولني ته علمي کادرونه وړاندي کوي، ترڅو په هیواد او سیمه کي د تعلیم کچه لوړه سي.

په لنډ ډول زموږ لیدلوری به پر لاندي مواردو تمرکز کوي:

  • د معیاري تحصيلي نصاب تطبیقول؛
  • د نوي او معیاري مېتودونو څخه په ګټي اخيستني سره  تدریس او څېړني کول؛
  • کېمیا فارغ التحصیل ته کاري زمینه برابرول؛
  • د تالیف او څېړني فرهنګ رواجول؛
  • د څانګي د استادانو تحصیلي درجې د دوکتورا تر کچي لوړول؛
  • د ماسټرۍ په کچه تحصیلي پروګرامونه ایجادول.

رسالت :

دا چي زمونږ هیواد په لویه کچه کېمیاوي معدنونه لري؛ نو کېمیا څانګه هڅه کوي، چي ټولني ته کېمیاپوه مسلکي کسان وړاندي کړي؛ تر څو د هیواد او سیمي اقتصاد پیاوړی  سي.

اهداف :

  • د کېمیا په برخه کي ټولني ته د مسلکي کسانو وړاندي کول؛
  • د کېمیاوي لابراتور څخه په لوړه کچه استفاده کول؛
  • د هیواد په صنعت کي فعاله برخه اخیستل؛
  • په تدریس کي د نوي تکنالوژۍ څخه استفاده کول.

ارزښتونه :

  • اسلامي، ملي قوانینو او اصولو ته ژمنتیا او بشپړ درناوی؛
  • له هر ډول تعصب پرته د څانګي او هیواد له پاره خدمت کول؛
  • په تعليمي وړتيا او مسلکي مهارتونو سمبال اشخاص روزل؛
  • د کائیناتو په اړه د فکري او منطقي تحلیل سمونه او تقویم؛
  • په ملي ژبو د تخصصي درسي موادو برابرول؛
  • د کېمیا په برخه کي  د څېړنو ترسره کول؛
  • د نظري تدريس تر څنګ عملي تدريس کول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

 تحصيلي درجه

علمي رتبه

۱

رستم سنګروال

سردار خان

ماسټر

پوهنيار

۲

جېلاني اڅک

محمدګل

ماسټر

پوهنمل

۳

محمدپذير حکيمي

سيد کريم

ماسټر

پوهنمل

۴

نذيرجان صديقي

عبدالرحمن

ليسانس

پوهنيار

۵

نوراحمد نوري

پيرګل

ليسانس

پوهنيار

۶

محمدیعقوب سرفراز

روزي خان

لیسانس

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

بيولوژي څانګه

پېژندنه :

د بيولوژي څانګه په  ١٣٨٤ ل. کال د ټولني د ضرورتونو پر اساس د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي تاسس سوه، چي  په دوولسو دورو کې په سلونو مسلکي کادرونه روزلي او ټولني ته ئې د خدمت  له پاره وړاندي کړي دي؛ بيولوژي څانګه اته استادان لري، چي اووه ئې ماسټر او يو ئې د ليسانس تحصلي درجه لري او دوه استادان د دوکتورا په لوړو زده کړو بوخت دي.

لېرليد :

بيولوژي څانګه به د تدريس، څېړني او علمي خدماتو د ارائيه کولو په برخه کي د هيواد په کچه نوموتې وي.

رسالت :

بيولوژي څانګه د معياري تحصيلي نصاب په درلودلو او عصري تدريسي مېتودونو په عملي کولو سره مسلکي کادرونه روزي.

اهداف :

  • په کار پوه مسلکي استادان روزل؛
  • د ټولني له پاره مسلکي تحليلګر، نوښتګر او مبارز ښوونکي روزل؛
  • د فساد په وړاندي مبارز کادرونه روزل؛
  • د ستونزو درک کوونکي او حلوونکي کادرونو روزل.

ارزښتونه:

  • اسلامي او افغاني کلتوري ارزښتونو ته درناوی؛
  • متقابل احترام؛
  • اعتماد او باور؛
  • د وطن دوستي روحيه؛
  • یووالی او اتفاق؛
  • دهر ډول تبعيض او توپيرونو څخه ډډه کول؛
  • د څانګي د پرمختګ له پاره کلک عزم درلودل.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

دتحصيل درجه

علمي رتبه

۱

عصمت الله عثماني

بسم الله

ماسټر

پوهنيار

۲

اجمل جاهد

محمداشرف

ماسټر

پوهنيار

۳

پرويز نيازی

محمدحريف

ماسټر

پوهنيار

۴

عبدالقدير بصير

عبدالبصير

ماسټر

پوهنيار

۵

محمدحسن هڅاند

حاجي احمدالله

ليسانس

نوماند پوهنيار

۶

عبدالواحد منيب

عبدالسلام

ماسټر

پوهنيار

۷

خادم حسين سعيدي

غلام رسول

ماسټر

پوهنمل

۸

شفيق الله مشفق

صديق الله

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه

پېژندنه :

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه د کندهار پوهنتون، ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي په ۱۳۸۶ل.کال تاسيس سوې ده، چي  په لسو دورو کي  د (قبل الخدمت، داخل الخدمت) پروګرامونو کي ٤٦٥ محصلان، چي ۲۲ ئې ښځينه دي او شپې پروګرام کي ۲۲۰ مسلکي کادرونه ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي.

پښتو ژبي او ادبياتو  څانګي پنځه استادان لري، چي څلور ئې ماسټر تحصيلي سند او یو ئې د دوکتورا په ترلاسه کولو بوخت دئ.

لېرليد :

د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه هڅه کوي، چي په ملي  سطحه د پښتو ژبي تدريس، ادبياتو او څېړني ته د ودي ورکولو په برخه کي يوه پېژندله سوې څانګه وي.

رسالت :

د مسلکي او معياري تدريس، ادبياتو، څېړني او د فعالي زده کړي  په چمتو کولو سره د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي وقار ساتل.

ارزښتونه :

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوي؛
  • دهر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • داکاډيمیک چاپېریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

عمومي اهداف :

  • په اسلامي، ملي، وطني او انساني روحیه د داسي شخصیتونو روزل، چي له خپل دین،  ژبي او فرهنگ څخه خبر او د همدې ارزښتونو د ساتني، پالني او پياوړتيا له پاره هر ډول قربانۍ او سرښندني ته چمتو وي؛
  • په غوره علمي چاپيريال کي،  د پیداګوژيکي او مسلکي ښوونکو، اديبانو او څېړونکو روزل؛
  • د پښتو ژبي د لرغونو، منځنیو او معاصرو ادبياتو زده کړه او د تدريس په پیداګوژیکي مېتودونو د محصلانو پوهول؛
  • محصلان داسي روزل، چي د تحصیل په جريان او تر فراغت وروسته په دولتي او غير دولتي ادارو کي د ښه کار کولو وړتيا پيدا کړي.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

دتحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سيداحمد قانع

حاجي عبدالغفار

ماسټر

پوهنيار

۲

وحيدالله بريال

محمدګلاب

ماسټر

پوهنيار

۳

محب الله ترابي

عبدالوهاب

ماسټر

پوهنمل

۴

عطاء الله محمدي

اغاګل

ماسټر

پوهنيار

۵

عبدالواحد کالون

محمد نادر

ليسانس

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

د انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه

پېژندنه :
د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه په ۱۳۸۷ل. کال، د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي تاسیس سوله؛ انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه د افغاني ټولني له پاره د ژبي او مېتود په برخه کي مسلکي ښوونکي او او ادیبان روزي، چي تر ډېره حده ئې تمرکز پر مسلکي ښوونکو دئ، چي اصل هدف ئې څنګه علم حاصلول او تدریسول دي؛ د انګرېزي ژبي او ادبياتو څانګه اته استادان لري.

لېرلید :

د انګرېزي ژبي او ادبیاتو څانګه هڅه کوي، چي د هيواد په سطحه د انګرېزي ژبي د تدریس، ادبیاتو او څېړني ته د ودي ورکولو په برخه کي یوه پېژندل سوې څانګه وي.

رسالت :

د معیاري تدریس، څېړني او د فعالي زده کړي د امکاناتو په برابرولو، د څانګي وقار ساتل.

ارزښتونه :

د اسلامي، هیوادنیو او عامه سلوکو درناوی؛

  • اخلاق او صداقت؛
  • متقابل درناوی؛
  • د هر ډول فساد مخنیوي.

اهداف :

  • د یوه بهتره علمي چاپېریال برابرول؛
  • د علم او مسلک خپرول؛
  • د تعلیمي برخي له پاره د مسلکي ښوونکو روزل؛
  • د زده کوونکي د ضرورت پر بنیاد د انګلېسي ژبي تدریس؛
  • زده کوونکو سره د ټولنيز اقتصاد د ودي په برخه کي همکاري؛
  • زده کوونکي دې ته چمتو کول، چي د استخدام پر وخت له انګلېسي ژبي د یوې وسيلې په حیث کار واخلي.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

حشمت الله ترين

سميع الله

ماسټر

پوهنيار

۲

محمدطاهر هاند

محمدظاهر

ماسټر

پوهنيار

۳

عتيق الله صاحبزاده

عبدالهادي

ماسټر

پوهنيار

۴

احمدظاهر ولي

شاه ولي

ماسټر

پوهنيار

۵

سلطان محمد ستانکزی

شيرمحمد

ماسټر

پوهنيار

۶

عبدالغفار هوتک

عبدالرحمن

لیسانس

نامزد پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

 

د دري ژبي او ادبياتو څانګه

پیژندنه :

د دري ژبي او ادبياتو څانګه د ټولني اړتياوو ته په کتو سره په ١٣٨٧ل. کال د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي تاسيس سوه؛ چي تر اوسه ئې اته دورې نارينه او ښځينه محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي؛ د دې څانګي تدريسي او څېړني چاري پنځه ماسټر استادان پر مخ  وړي؛

لېرليد:

دري ژبي  او ادبياتو څانګه غواړي، چي د تحصيلي خدماتو په وړاندي کولو سره د مسلکي ښوونکو او څېړونکو په روزنه کښي د هيواد په کچه يوه مخکښه څانګه وي.

رسالت:

د دري ژبي او ادبياتو څانګه د علمي او فرهنګي بنسټونو د طرفيت لوړوني له پاره د معياري خدماتو په وړاندي کولو، د نويو علمي او تدريسي مېتودونو څخه په استفاده د مسلکي ښوونکو او څېړونکو روزنه کوي.

اهداف :

  • د علمي او کادري ښوونکو وړاندي کول؛
  • د دري ژبي او ادبياتو وده او پراختيا؛
  • د معياري تدريسي نصاب برابرول؛
  • له علمي او فرهنګي بنسټونو سره اړيکي ټينګول؛
  • د ملي او فرهنګي ارزښتونو رائجول

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي قوانينو ته درناوى؛
  • انساني کرامت ساتنه؛
  • محصلانو ته د علم او پوهي سره د ميني کولو فکر ورکول؛
  • مسلکي او اخلاقي اصولو ته درناوى؛
  • له هر ډول تبعيض او تعصبه ډډه کول؛
  • د استادانو، محصلانو او کارمندانو سره نېک روابط جوړول؛
  • د مسئوليت احساس
  • د ټولني پرمختګ ته ژمنتيا.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سيدمبارک موسوي

سيدابراهيم

ماسټر

پوهنمل

۲

صفي الله معروفي

جان اغا

ماسټر

پوهنمل

۳

شاه ولي شهاب

غلام الدين

ماسټر

پوهنيار

۴

عبدالمتين رشيدي

عبدالرزاق

ماسټر

پوهنيار

۵

حسن علي مهجور

محمد علي

ماسټر

پوهنمل

 

 

 

 

 

 

 

فزيک څانګه
پېژندنه
:

فزيک څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي  په ۱۳۹۱ل. کال تاسيس سوله، چي اساسي موخه ئې ټولني ته د مسلکي او تخصصي ښوونکو وړاندي کول دي. د تېرو لسو کلونو په پنځو دورو کي ئې ۱۶۴ مسلکي کادرونه(فارغان) ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي. د فزیک څانګه اوسمهال پنځه استادان لري، چي ټول ئې د ماسټران دي او یو استاد ئې د دوکتور په زده کړو بوخت دئ.

لېرليد

فزیک څانګه به د پوهي، مهارت، څېړني او ښه سلوک په ډګر کي د هيواد په کچه یو مخکښه څانګه وي، چي د فزیک په برخه کي د هيواد د ښې راتلونکي له پاره د ليسانس معیاري تحصیلي نصاب په تطبیقولو سره بااستعداده، مسلکي او د ښه احساس لرونکي کادرونه،  ښوونکي او تختنیکي همکاران وروزي.

رسالت:

فزيک څانګه د باتجربه استادانو په درلودلو سره هيواد ته د فزیک په برخه کي په اسلامي او ملي روحیه ژمن مسلکي کادرونه، څېړونکي او ښوونکي وړاندي کوي، چي د پوهي او مهارتونو په مټ به وکولای سي د هیواد د ښووني او روزني په برخه کي سته ستونزي حل او نويو پرمختګونو ته زمینه برابره سي.

اهداف:

  • د فزیک په برخه کي ټولني ته  د ليسانس په کچه  مسلکي او تخصصي کادرونه او ښوونکي وړاندي کول؛
  • د څېړني زده کړه او د فزیک په مختلفو برخو کي د څېړنو تر سره کول؛
  • د فزیک د تدریس په مېتودونو کي نوښتونه را منځته کول او عملي تدريس کول؛
  • له نورو علومو سره د فزيک اړيکي څېړل؛
  • په ورځني ژوند کي د فزيک د قوانينو د تطبیق په نخښه کول او کارول؛
  • په عملي ساحو کي د فزیکي مفهومونو تطبیق او عامول؛
  • د طبیعت په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکول؛
  •  د هيواد په صنعتي او پرمختيايي  برخو کي تخنیکي همکاري کول؛
  • په ملي ژبو د تخصصي درسي موادو برابرول.

ارزښتونه:

  • اسلامي، ملي قوانینو او اصولو ته ژمنتیا او بشپړ درناوی؛
  • له هر ډول تعصب پرته ټولني ته خدمت کول؛
  • په تعليمي وړتيا او مسلکي مهارتونو سمبال اشخاصو روزل؛
  • د کائناتو په هکله د فکري او منطقي تحلیل سمونه او تقویم؛
  • نوښتونو ته ژمنتیا او اولویت ورکول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

هدايت الله امرخېل

ګل محمد

ماسټر

پوهنيار

۲

عبدالمنان حيران

عبدالله خان

ماسټر

پوهنيار

۳

محمدشفيق عمري

محمدحسن

ماسټر

پوهنيار

۴

سمسور نهضت

محمدارشاد

ماسټر

پوهنيار

۵

عبدالله دانش

عبدالقدير

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

تاريخ څانګه

 پېژندنه :

د تاریخ څانګه په ۱۳۹۱ل. کال د ښووني او روزني پوهنځي  په تشکيل کي د مسلکي او د تاريخ په برخه کي اګاه کادرونه روزني له پاره تاسيس سوله؛ چي په تېرو پنځو دورو کښې  مسلکي ښوونکي د خدمت له پاره وړاندي کړي دي.

د تاریخ څانګه هڅه کوي؛ ترڅو پر تاریخي اسنادو، شواهدو، آثارو، د علمي او تاریخي شخصیتونو پر شخصي ژوند او د ټولني پر هر اړخیز فرهنګ او دودونو ټول منلې څېړنه او تدقیق وکړي، ترڅو د هیواد پالني ملي احساس را ژوندی او د ټولني د ټولنیز ژوند د حالاتو حقیقي تصویر وړاندي او د نوي نسل ذهنونو ته انتقال سي.

لېرلید:

تاریخ څانګه غواړي؛ ترڅو د هیواد په سطحه د تاریخ په علم کي د څېړني، تدریس، د مسلکي استادانو او علمي کادرونو  د روزني په برخه کي د یو منل سوي تحصیلي مرکز په حیث پاته سي.

رسالت:

تاریخ څانګه غواړي، ترڅو د دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو او معارف د پاره د مسلکي استادانو او متخصصانو د روزني په موخه د نړۍوالو منل سوو علمي معیارونو په پام کي نیولو سره د علمي او څېړنیزو تجربو او مسلکي زده کړو له پاره زمینه مساعده او د هغو په عملي کولو کي هڅه وکړي.

اهداف:

  • د تاریخ په برخه کي د افرادو تخصص او زده کړه او د هیواد د بچیانو د روزني له پاره د هغو و ټولني ته وړاندي کول.
  • د ملي ارزښتونو تحلیل او پېژندل او د هیواد د تاریخي او لرغونو آثارو او آبداتو پېژندنه.
  • د هیواد د تاریخي او لرغونو آثارو او آبداتو د ساتني او څېړني په موخه تدریس او پېژندګلوي او نړۍوالو ته ئې د افغانستان د فرهنګي میراثونو په عنوان ورپېژندنه.
  • د پرمختګ او هوسایني خوا ته د ټولني سوق کولو په موخه د تاریخي دورو پېژندنه او د هغو تحلیل.
  • د تاریخي آثارو ، آبداتو او ملي ارزښتونو څخه د ټولني او محصلانو د معلوماتو او زده کړو له پاره د علمي سمینارو جوړول.

ارزښتونه:

  • د هیواد ټولو اسلامي، ملي، فرهنګي، سیاسي او تاریخي ارزښتونو ته درنښت او د تعصب او لاس وهني پرته ئې د تاریخ زده کړي په چوکاټ کي نورو ته انتقالول؛
  • بشري کرامت او عدالت ته درنښت او خپلمنځى تعامل او منښت؛
  • په هیواد کي د ټولو مېشتو ټولنیزو طبقو تاریخي او ملي لاس ته راوړنو ته درنښت؛
  • علمي حقیقتونو ته د انصاف او درناوي په سترګه کتل؛
  • د تفکر او څېړني روحیه پیاوړې کول؛
  • د تاریخ څانګي په ادرس د تاریخي واقعیتونو او پيښو د هر ډول شرحي، تحلیل او وړاندي کوني څخه ډډه کول؛
  • د دوامدري مسلکي زده کړي یادول او د علمي پېژندګلوۍ یا هویت قوي کول؛
  • د قانون عملي کول، مسئولیت منل او د علمي هڅو زیاتوالی؛

د استادانو په اړه معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

مختار عسکري

حکیم

ماسټر

پوهنيار

۲

معصومه مرادي

غلام سخي

ماسټر

پوهنيار

۳

صديق الله عظيمي

عزيز الله

ليسانس

نوماند پوهنيار

۴

رحمت الله لطيفي

عبدالله

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

کمپيوټر زده کړه څانګه

پیژندنه :

د کمپیوټر زده کړي څانګه په ۱۳۹۳ل. کال د ښوني او روزني پوهنځي په تشکيل کي د هیواد د ځوان نسل روزني په موخه په ځانګړي ډول د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کي تاسیس سوه.

د دې څانګي استادان تر خپله وسه هڅه کوي؛ تر څو د موجوده امکاناتو څخه د امکان تر حده استفاده وکړي او خپل دیني مکلفیت په ښه ډول ترسره کړي. دا څانګه د کمپیوټر له لابراتوار څخه په استفادې سره عملي درسونه هم د نظري درسونو په ډول پر مخ وړي. د کمپيوټر زده کړي څانګه کي څلور استادان د محصلانو تدریسي او څېړنيزي چاري پر مخ وړي.

لېرلید:

د کمپیوټر زده کړي څانګه  به د سیمي او هیواد په کچه د کمپیوټر زده کړي په برخه کي د مسلکي، ژمنو او وړ کادرونو د روزني او علمي څېړونو یوه مخکښه څانګه وي.

رسالت:

د کمپیوټر زده کړي څانګه به د معیاري تحصیلي نصاب، چي په نویو او پرمختللو تدریسي مېتودونو سره به عملي کېږي مسلکي، متعهد او د ټکنالوژۍ په ډګر کي مسلکي ښوونکي، چي په څېړنيزو مهارتونو سمبال وي، روزي.

اهداف:

  • د کمپیوټر زده کړي په برخه کي د ليسانس په کچه د مسلکي او متعهدو کادرنو روزل؛
  • د کمپیوټر زده کړي په برخه کي اړیني څېړني تر سره کول؛
  • په ټولنه کي د ګټوري ټکنالوژۍ رواج او په ورځنیو چارو کي ورڅخه ګټه اخيستل؛
  • د معاصري ټکنالوژۍ د ښه استعمال عامول او د بد استعمال د مخنیوي په برخه کي ئې هڅه کول.

ارزښتونه :

  • د اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی او پرمختګ ته ئې وفاداري؛
  •  د ټولنېزو آدابو مراعات؛
  •  محصلان په اسلامي او ملي فکر روزل؛
  •  د محصل محورۍ پلي کول او وده ورکول؛  
  • په ګروپي ډول کارونه او څېړني ترسره کول او په ټولنه کي ګروپي کارونو ته وده ورکول؛
  • د شخصي او سلیقوي تعامل څخه ډډه کول او پر وړاندي ئې اړينه مبارزه کول.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

علي احمد

حاجي محمد

ماسټر

پوهنيار

۲

محمدکبير رحيمي

محمد کريم

ليسانس

نوماند پوهنيار

۳

ستارالدين معتصم

علاؤالدين

ليسانس

نوماند پوهنيار

٤

عبيدالله

محمد غوث

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

د بدني روزني څانګه

پېژندنه :

د بدني روزني څانګه په ۱۳۹۰ ل. کال د ښوني او روزني پوهنځي په تشکيل کي  د هیواد د ځوان نسل روزني او په ځانګړي ډول، د بدني روزني په برخه کي د مسلکي ښوونکو د روزني په هدف تاسیس سوله.

له نېکه مرغه اوس مهال د څانګي د٪ ۶۰ – ۷۰  کادري غړي په مهمو او اړینو مسلکي برخو (ورزشي مديریت، ورزشي فزیولوژي او اتلتیک) کي د ماسټرۍ لوړي زده کړي کړي دي.  د څانګي استادان هڅه کوي، چي د لوړو زده کړو وزارت له خوا د بدني روزني د تائید کړل سوي درسي پروګرام (کریکولم) مطابق عملي او تیوریکي مضامین د امکاناتو او شرایطو په پام کي نیولو سره په اغېزمن ډول تدریس کړي.

لېرلید:

د بدني روزني څانګه هوډ لري، چي د بدني روزني په برخه کي د ښوونیزو لارښوونکو، څېړونکو او مسلکي ښوونکو، چي د ښوونیز او تحصیلي نظام د اړتیاوو جواب ویونکى، د ورزش او سیمه ایزو لوبو په برخه کي د تدریس، څېړني او فرهنګي خدمتونو اجرا ته ژمن، په ملي او سیمه ایزه سطحه سالم او ګټور پروګرامونه رامنځته کړي.

رسالت:

د بدني روزني څانګه د بدني روزني او ورزشي رشتو د مديرانو او لارښوونکو، د ښوونیزو بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د ښووني او روزني په برخه کي د علمي، مسلکي، تخصصي او څېړونکو کادرونو د روزني، پوهاوي د کچي د لوړتیا په برخه کي هڅي او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي.

ارزښتونه

د بدني روزني څانګه د (سلیم عقل په سالم بدن کي دئ!.) مقولې څخه په الهام په بدني روزنه او ورزش پوري په اړوند فعالیتونو کي ګډون، هغو ته درناوی او د اسلامي او ملي اصولو، عنعناتو او ارزښتونو مطابق د هغو ترسره کول او یادو اصولو ته په ټولنیز ژوند کي پابندي خپل  مهم او عمده ارزښتونه بولي.

عمومي موخه:

د بدني روزني څانګه د ورزشي علومو په برخه کي د داسي علمي او اکاډمیکو کادرونو روزل چي د مسلکي پوهي تر څنګ اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن او د هيواد د علمي، کلتوري او اقتصادي پرمختګ له پاره د امکان تر حده  نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.

ځانګړي موخي :

د روغتیا او سلامتیا په برخه کي :

  • د ټولني د افرادو د روغتیا او سلامتیا تامین او د بدن د معافیتي سیستم لوړاوی.

د روزني او اخلاقو په برخه کي :

  • د ورزش او بدني روزني د فرهنګ په عامولو سره د ټولني افراد په مخدره توکو باندي د روږدي کېدلو څخه ژغورل.

د رواني او ټولنیز چمتووالي په برخه کي :

  • د روح غښتلتیا، په نفساني غوښتنو، کرکي او ټولنیزو انحرافاتو باندي برلاسي کېدل.

په حرکتي او مهارتي برخه کي :

  • د ورزشي رشتو د ځانګړو تخنیکونو او تکتیکونو زده کړه او په مرسته ئې د عصبي او عضلاتي همږغۍ را منځته کول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

کريم داد شريفي

فتح خان

ماسټر

پوهنيار

۲

خالد امرخېل

محمدحنيف

ماسټر

پوهنيار

۳

حزب الله بهير

عبدالخليل

ليسانس

پوهنيار

۴

حمدالله حميدي

محمديوسف

ليسانس

نوماند پوهنيار

۵

ادريس کاکړ

حاجي نواب

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

 

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه

پېژندنه:

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه د ښوني او روزني پوهنځی په تشکيل کي په ۱۳۸۶ل.کال  تاسيس سوې ده، چي په پنځو دورو کې ۹۳ فارغان، چي ۳ ئې ښځينه دي، ټولني ته د خدمت له پاره وړاندي کړي دي. د اسلامي علومو او فرهنګ څانګي تدريسي او څېړنيزي چاري شپږ استادان پر مخ وړي.

لېرليد:

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه به د سیمي او هیواد په کچه د مسلکي او ژمنو کادرونو د روزني او علمي څېړنو يوه منل سوې او مخکښه څانګه وي.

رسالت:

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه هڅه کوي، چي د خپلو درسي او څېړنيزو موادو په وسيله په اسلامي فکر او هيوادنۍ ميني سمبال ښوونکي او مسلکي کادرونه وروزي.

هدف :

په اسلامي روحیه او فکر سمبال او د هیواد ملي ګټو ته ژمن کادرونه او مسلکي ښوونکي ټولني ته وړاندي کول.

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د اکاډمیک چاپیریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

احمدشاه خادم

محمدصديق

ماسټر

پوهنيار

۲

احمدولي حقمل

محمدطاهر

ماسټر

پوهنيار

۳

داد الله هدايت

عبدالجبار

ليسانس

پوهنيار

۴

عبدالخالق چوپان

عبدالحق

ليسانس

نوماند پوهنيار

۵

سيداحمد هائد

عبدالصمد

ليسانس

نوماند پوهنيار

۶

فضل محمد عائل

حاجي صالح محمد

ليسانس

نوماند پوهنيار

 

 

 

 

 

 

 

د جغرافيې څانګه

پیژندنه:

د جغرافيې څانګه په ۱۳۹۱ل. کال د کندهار پوهنتون، ښوني او روزني پوهنځي په تشکيل کي د هیواد د ځوان نسل روزني او په ځانګړي ډول د جغرافیې پېژندني/ پوهني په موخه تاسیس سوه. د څانګي استادان او اداره د تحصیلي او څېړنیزو آسانتیاوو(معتبر درسي او ریفرنس کتابونو، نقشو او اړوند لابراتواري وسایل عملي او ساحوي تحقیقاتو اړوند وسایلو او زمینو) په چمتو کولو کي هڅه او هاند کوي؛ تر څو ټولني ته د ثبات او پرمختګ په موخه د یادي رشتې متخصصو او مسلکي کادرونو په وړاندي کولو سره خپل ملي او دیني مسئولیتونه سرته ورسوي. جغرافيې څانګه څلور ماسټر او یو ليسانس استادان لري، چي  تدریسي او څېړنيزي چاري پر مخ وړي.

لېرلید:

د جغرافیې څانګه به د تدریس، مسلکي استادانو د روزني، څېړني او علمي خدمتونو په برخه کي د هیواد په سطحه نوموتې وي.

رسالت:

د جغرافیې څانګه د عصري تدریسي مېتودونو په کارولو او د معیاري تحصیلي نصاب په تطبیق کولو سره متخصصان او مسلکي استادان روزي.

هدف:

داسي علمي او اکاډمیک کادرونه روزل، چي په ملي او سیميزه سطحه منلي، اسلامي او ملي فرهنګ ته وفادار او د هیواد پیاوړتیا او پراختیا له پاره کار وکړي.

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د اکاډيمیک چاپیریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

د استادانو معلومات

شمېر

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سلمان علي نبوي

محمدنبي

ماسټر

پوهنيار

۲

محمداحسان اميد

حاجي محمدخان

ماسټر

پوهنيار

۳

عتيق الله عياذ

حاجي حبيب الله

ماسټر

پوهنيار

۴

اتل بری

محمد موسی

ليسانس

نوماند پوهنيار

۵

نثاراحمد ارغندوال

حاجي عبدالرشيد

ماسټر

پوهنيار

 

 

 

 

 

 

پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګه

پېژندنه:

د پيداکوژۍ او ارواپوهني څانګه د ښووني او روزني پوهنځي په تشکيل کي د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني له پاره  په ۱۳۹۵ل. کال د پوهنځي شموله څانګي په حیث تاسيس سوله، د يادي څانګي استادان د پوهنځي په دوولسو فارغ ورکوونکو څانګو کښي د ښووني او روزني د مسلکي مضامينو د تدريس مکلفيت لري.  د پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګه د ځوان او مخ پر ودي څانګي په توګه ژمنه ده، چي خپلو ټولو محصلانو ته معیاري او ګټور خدمات وړاندي کړي.

لېرليد:

د پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګه به د مسلکي کادرونو، ارواپوهانو په روزلو کي د هیواد په کچه مخکښه وي.

رسالت:

د پيداګوژۍ او ارواپوهني څانګي علمي، څېړنيزو او تدريسي فعالیتونه د هیواد په کچه معیاري کول.

ارزښتونه:

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی؛
  • د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول؛
  • د اکاډمیک چاپیریال نظم ساتل؛
  • متقابل احترام.

موخي:

  • د پيداگوژۍ او ارواپوهني برخه کي په ملي او سیمه ایزه کچه منلي علمي او اکاډميک کادرونو روزل؛
  • د نوي اوعصري مېتودونو ترویجول؛
  • د پيداگوژۍ او ارواپوهني څانګي استادانو ته د معیاری څېړنو زمینه برابرول؛
  • د پيداگوژۍ او ارواپوهني د معیارونو سره سم د علمي څېړنو او تدریسي - في فعالعاليتونه پیاوړتیا ته وده ورکول.

د استادانو معلومات

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبه

۱

سيدعباس هاشمي

سيدشريف اغا

ماسټر

پوهنمل

۲

ذکيه حنيف

محمدحنيف

ماسټر

پوهنيار

۳

علي نقي محبي

غلاح حسين

ماسټر

پوهنيار

۴

محدقيس معنوي

حاجي عیسی محمد

ليسانس

نوماند پوهنيار