حقوقي کلينيک

هغه مرکز دی، چي د حقوقو او شرعياتو د پوهنځيو محصلين د عملي حقوقي زده کړو د تر لاسه کولو وروسته، د يادو پوهنځيو د مدافع وکيلانو يا دفاع وکالت جواز لرونکو استادانو تر نظر لاندي حقوقي خدمتونه وړاندي کوي. ( د حقوقي مساعدت د تنظيم مقرره ۳ ماده ۹ فقره)

د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک تاسيس:

د لوړو زده کړو وزارت د رياست انکشاف برنامه های علمي د آمريت تقنين و انکشاف مؤسساتي د دغه مکتوب (۳۲۶/۳۵۵ - نيټه ۳۰/۵/۱۳۹۶) په اساس د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک تاسيس سو.

د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک عمده لاسته راوړني:

  1. د استئناف محکمې په محوطه کي د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک له لاري د عملي مهارتونو د
  2. کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک د عدلي او قضايي ارګانونو سره د همکار حقوقي شخصيت په توګه مطرح کيدل؛
  3. عامو خلکو ته د حقوقي خدماتو او حقوقي مساعدتونو د ارزښت پوهاوی ورکول؛
  4. د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلينو ته د تيوريکي زده کړو تر څنګ حقوقي او مسلکي عملي مهارتونه او فن ورښوول.
  5. کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک عمومي مدير د مهارتونو زده کولو او ارتقاء ظرفيت په موخه په مختلفو ورکشاپونو او علمي سفرونو کي ګډون کړی دی.
  6. تر اوسه پوري د کندهار پوهنتون حقوقي کلينيک له لاري (۲۵۸۳) تنه نيازمندانو ته حقوقي مشورې، حقوقي خدمات او حقوقي مساعدت وړاندي سوي دي.