د رهبري شورا ناسته وسوه

kdru_admin
Thu, Mar 06 2025 10:52 AM
image



د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مـولوي صاحب عبدالرحمن طیبي په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي، د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او پر دې ئې ټینګار وکړ، چي زموږ ښې او بدي کړني دواړه پر محصلانو اغېز لري؛ نو اړینه ده، چي د خپلو مسئولیتو په ترسره کولو کي دقت وکړو؛ د امیرانو اطاعت ته پام وکړو او د کاري همغږۍ د پیاوړتیا له پاره ګډ کار وکړو.

همداراز ښاغلي طیبي د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ارزوني راپور ګډونوالو ته وړاندي کړ؛ یاد هیئت، چي څه موده وړاندي د پوهنتون د ارزوني او څارني په موخه راغلی ؤ؛ د پوهنځیو او مرکزو د ستايني ترڅنګ ئې ځيني نیمګړتیاوي په ګوته کړي وې، چي د پوهنتون رئېس د دې نیمګړتیاؤ د حل غوښتنه وکړه.

په وروستیو کي د علمي څېړنو او مجلو، د علمي چارو، د مالي او اداري چارو او د محصلانو چارو معاونیتو مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپلي لاسته راوړني بیان کړې..

وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۱۶