د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکیج (SPSS) او د علمي مقالې د لیکني اړوند ورکشاپونه دائر سو
د کندهار پوهنتون پلاوي غزني ولایت ته په خپل کاري سفر کښي، د یاد ولایت د غزني تخنیکي پوهنتون او مسلم شخصي لوړو زده کړو مؤسسې ته، ټولو استادانو او اداري کارمندانو ته، د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکیج (SPSS) او د علمي مقالې د لیکني ورکشاپونه وړاندي کړ.
ياد پلاوي ته د غزني تخنیکي پوهنتون د رهبرۍ تر ښه راغلاست ويلو وروسته د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنيار محمد يوسف اڅک، د یاد پوهنتون ټولو استادانو او اداري کارمندانو ته، د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکېج (SPSS) اړوند اړين معلومات وړاندي کړل او وروسته ئې په ېو پرېزنټېشن کښي د څېړني د آغېزمني او مسلکي ډاټا ځای پر ځای کولو، تحلیل راپور او څېړنو کښي د تحلیل برخي د پیاوړتیا او همداراز نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث او خبري وکړې.
همداراز د ژورنالیزم پوهنځي رئېس پوهنمل سیدانور شاه عابد او د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی وحيدالله اعظمي د یاد ورکشاپ ترڅنګ د یاد ولایت غزني تخنیکي پوهنتون او د مسلم شخصي لوړو زده کړو مؤسسې ټولو استادانو او اداري کارمندانو ته، د علمي مقالې اړوند پر مهمو موضوعاتو باندي ئې هر اړخيز معلومات وړاندي کړل.
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۱۲