په کندهار کښي د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د مسئولانو سره د همږغۍ ناسته وسوه
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنتون مسئولانو، په کندهار کښي، د (ملالۍ، سبا، لمر او بېنوا شخصي لوړو زده کړو مؤسسو) له مسئولانو او استازو سره د همږغۍ ناسته وکړه.
په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک علمزی ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې په علمي او اکاډیمیکو برخو کښي، د ګډ کار پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه.
د همږغۍ په دغه ناسته کښي، د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو له پاره، د د پايلو پر بنسټ د زدکړو او محصل محوره زدکړو (OBE-SCL) ورکشاپ پر جوړېدو؛ د شخصي لوړو لوړو مؤسسو اړوند د مشورتي او نظارتي کمېټې پر بیا فعاله کېدو او په کندهار پوهنتون کښي په مسلکي او علمي سیمینارو او ورکشاپو کښي د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د استازو پر ګډون کولو بحث او خبري وسوې او په اړه ئې اړیني پرېکړي وسوې.
همداراز په یاده ناسته کښي راغلو استازو وویل: ټول نهادونه به لا نور هڅه کوو؛ تر څو د څېړني، نصاب بیاکتني، علمي کنفرانسو، د کارمندانو او استادانو د ظرفیت لوړوني له پاره د برنامو په تنظیمولو او په ځینو نورو برخو کښي خپلي تجربې ېو له بل سره شریکي کړو او له سته آسانتیاؤ او فرصتو څخه به د ېو او بل په ګټه کار اخلو.
وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.