د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
Tue, Oct 22 2024 9:14 AM

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د علمي شورا ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي، د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ د علم پر ارزښت ئې هر اړخیزه وینا وکړه او د خپلو خبرو پر مهال ئې شکر ادا کړ، چي الله سبحانه وتعالی موږ او تاسي ته په کندهار پوهنتون کښي، چي د علم ېو ستر کور دئ؛ د خدمت فُرصت راکړی؛ نو باید په لا ښه ډول خپلو مسئولیتو ته متوجې سو. وروسته ښاغلې طیبي، په پوهنتون کښي د مرکزي کتابتون او لابرتوار د لا ښه مجهزولو؛ د محصلانو له پاره د عملي کارو د زمینې پر برابرولو او د محصلانو له پاره د علمي سېر کولو اړوند اړیني سپارښتني وکړې او تر نظرو تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړي وسوې.

وروسته د مالي او اداري چارو مرستیال انجینېر اکرام الله صهيب، وزارت ته د خپل کاري سفر جُزئیات شریک کړل، چي په خبره ئې وزارت کښي ئې د مسئولانو سره د کمپیوټر ساینس پوهنځي له پاره د کمپیوټر لیب پر جوړېدو، د انټرنېټ د تېزوالي، د محصلانو له پاره د علمي سېر د برابرولو، د تعلیم الاسلام د کتاب د سیالۍ د جوړولو، د کادري روغتون د پروژې د پېلېدو؛ د مسافرو محصلانو له پاره د ليليې د پاته چارو د ژر پوره کېدو، د لابراتوار مُدیریت و آمریت ته د اړولو او همداراز په ځینو نورو برخو کښي ئې غوښتني د وزارت له محترممقام سره شريکي کړې، چي اړوندو مسئولانو د هر راز همکاريو ډاډ وړاندي کړی.

ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي، د پوهنځیو رئېسانو له پاره د رهبرۍ مهارت لوړولو د سیمینار د جوړولو، د جیولوجي معادن پوهنځي د ایجاد، د حقوقو او سیاسي علومو دوې غیر فارغ ورکوونکي (نړۍوالو اړیکو او عامه حقوق) څانګو د پروپوزلو د کتني او په ځیني نورو علمي برخو کښې معلومات وړاندي کړل او د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.

وروسته د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي د محصلانو چارو اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د HEMIS سیسټم څخه د استادانو او محصلانو پر استفادې بحث او خبري وکړې او په اړه ئې نظرونه وړاندي سول.

د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو بېلابېلو مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.