آزمویني ته د ځان آماده کولو سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
Sun, Oct 13 2024 10:49 AM
sw

د پنجشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي (آزمویني ته ځانونه څنګه آماده کو؟) د یادي موضوع په اړه سیمینار دائر کړ، چي پر مهال ئې د بېلابېلو پوهنځیو په لسونه محصلان حاضر ول.

ياد سیمینار چي د قرآن کريم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي، پوهنمل عطاء الله محمدي، په ېو پرېزنټېشن کښي، آزمویني ته د ځان آماده کولو لاري چاري وویلي، چې په خبره ئې؛ منظمه او مسلسله مطالعه وکړئ؛ درس هره ورځ وګورئ؛ درس په داسي ځایو کښي وګورئ، چي زده کړه ژر کولای سی؛ زیات وخت درس د سهار په وخت کښي وګورئ؛ د درس له پاره سوالونه او جوابونه جوړ کړی؛ د آزموینه په دوران کښي، پوره خوب او آرام وکړئ؛ مناسب خواړه وخورئ؛ په ژور تنفس سره ځان آرام کړئ؛ پر ټاکلي وخت د آزمویني صحنې ته حاضر سئ؛ ټول هغه شيان چي د آزمویني له پاره پکاريږي له ځان سره يوسئ او اول آسانه او ساده سوالونه حل کړئ ورپسې منځني او په آخر کښي، سخت حل کړئ؛ او همداراز د درس لنډیز او یادداښتونه ولیکئ؛ تر څو په آزموینه کښي آرام او آماده یاست.

وروسته یاد ېو ورځنی سیمينار د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدی.